د لوى اختر دوهمه وه چي يوه دوست مي زنګ راته ووهى چي مرهون صاب در پوهېږم چي بيا دي په اختر کي ځان بندي کړى دى ما ورته و خندل،مخکي له دې چي بهانې ته خوله جوړه کړم ويل بهانه مهانه و نکړې در روان يم وزو دباندي ځاى ته و ټاکه.
دوست مي راغى هغه ته مي وويل چي کارته پروان خوا ته در ځه دلته د بهارستان سېنما سره د استاذ محمد ولي ځلمي کور دى د هغه د کور پر خوا ور روان سو کله چي مي د کور دروازه ور و ټکول يو څو کوچنيان را ووته د پنجشېر معلومېده ما فکر و کى لکه چي کور مي غلط کړى دى مګر کله چي مي پوښتنه ځني وکړه چي د ځلمي صاب کور داغه دى ول هو نه بيا ور ننوتم يو کوچني مي لارښوونه کول د کور تر ټولو سمو خواوو يې تېر کړم او د يوې کوډلي غوندي خوني و مخ ته يې و درولم او په ماته ماشومانه ژبه يې وويل(امينجاست) ما کرار دروازه ور خلاصه کړه او ږغ مي کړه استاذه دلې يې.
استاذ له خندا په ډکه خوله له يو زوړ او مات چپرکټ څخه چي له کاليو يې بېوزلي او بې وسي له ورايه معلومېده راولاړ سو په غېږ کي و نيولم ول مرهون جانه دا ته يې خداى دي راوله په خير راغلې.
زما څخه روغبړ پاته وو اوښکي مي په سترګو کي ډم سوى خو په ډېر تکليف مي ځان را ټينګ کړ او د استاذ څنګ ته پر تخت کښېنستم دا خونه ټوله دوه متره په دوه متره کي ښکاره کېدل شاوخوا څو ګډوډي المارياني له کتابو ډکي وي د استاذ مخ ته پر يوه مېز څو کتابچي قلمان او پاڼي پرتې وې.
ډېر په ښائيسته او صميمي ږغ يې راته وويل: ولا ډېر مي يادېدلې ښو سو چي راغلې پخوا لا ښه وو دوستان به پوښتنه راباندي کول اوس لکه چي ټول مصروف دي،بيا لکه له ځانه چي ګيله من وي کرار يې له ځانه سره وويل: آ ځه څې کوې بابا ښه دي چي مصروف وي ما څه کوي.
زه هم هغسي چورتونو وړى وم او هک پک پاته وم چي ايا هغه لوى څېړنکى او د هيواد د تاريخ او ادب سرغنه تيوريسن او ليکوال محمد ولي ځلمۍ دغه دى ورسره سم مي عبدالرزاق پالو تر سترګو سترګو سو چي په افغانستان کي د انسان پېژندني يوازنى ډاکټر او د انګليسي ژبي پياوړى پوه دى د هغه او ځلمي صاب سره د زمانې او خلګو جفا او ناځوانۍ مي تر سترګو سترګو سوې .سمدستي مي د استا محمد معصوم هوتک خبره را ياد سوه چي ويل: مرهون جانه کله چي په کابل کي يا له کابله بهر کوم ملي يا بين الملي سمينار جوړېدى نو که به کومه مشکله پوښتنه به پېښېدل په لومړي سر کي به درې لاسونه پورته سول، علامه عبدالحى حبيبي، علامه ،عبدالشکور رشا او استاد عبدالروف بېنوا وه وروسته ورسته دا لاسونه پنځه سوه چي يو د انور نوميالي او بل د عبدالرزاق پالول لاسونه به هم ورسره جګېدل.
مګر نن زمانې داسي ځپلي او داسي له ياده ايستلي چي ارواښاد نوميالى خو په جلاوطنى کي مرګ و خوړ ،د استادۍ پر مهال به يې کمنيسټانو او خلقيانو پر بايسکل مړه موږکان ورځړول او دکار د ساحې څخه بهر به خلګو کمونيسټى او خلقى باله.بېنوا مو د پردېسى په خاوره کي تر اوسه زموږ په تمه دى علامه حبيبي مو د کابل يخو و خوړ او علامه رشاد مو پردو را بابا او علامه کړ په موږ کي خو دونه هنر نه وو چي خپل ښاغلي خپله درانه کړو او دا مو د ځلمي حال دى چي نه مړى دى او نه ژوندى او د پالول له حاله مو خداى مه کړه خبر.
اوس نو دلته زه نه پوهېږم چي دوى ملامت دي چي په کندهار کي پيدا کېدل او که کندهاريان چي خپل د کور پيران نه ور معلوميږي او همېشه هغه د فارسي ژبي په اصطلاح خودکش بيگانه پرستان دي.
دا د کندهار او کندهاريانو ناځواني و بولم که جهالت چي خپل ښاغلي ښکنځي او په مړينه يې په هټ هټ ژاړي د خداى لپاره په تاسو څه و سول ايا تاسو د احمد شاه بابا لمسيان ياست تاسو هغه کندهاريان ياست چي نړۍ پېژندونکو مو ښار ته اشرف البلاد وايه تاسو هغه کندهاريان ياست چي ميرويس نيکه مو ګرګين ته په ککرۍ کي اوبه ورکړې د خداى لپاره ويښ سى پر هر کور او هره کوڅه کي مو يو ګرګين ناست دى پرېږدې دا پلاسټکي پړانګان دا په ډبرينو دېوالو کي پټ قهرمنان اى تاسو ته وايم که وېښ نه سې د خپل ځان قدر و نکړى د خپلو کدرنو قدر و نکړې ډېر ژر به و ګورى چي ستاسو تاريخي پرتم او د خاندان دا شوړېدلې خولى چي تاسو په نازېږى او دا کنداريتوب چي تاسو افتخار په کوى در پېغور سي بيا به لکه جټان ځانونه په يوه او بل پوري تړى او څوک به مو ځان ته نه ور پرېږدي د دې چغي مه وهى چي موږ خلګ نه پرېږدي په خلګو کار مه لرى خپله ځان جوړ کړى او که تاسو ځان ته کندهاريان واياست او کنداريتوب ناميتوب بولي او ناميتوب لوچګي او پايکشي بولى نو بيا د دې ګيله مه کوى چي موږ نور نه پرېږدي و واياست چي موږ خپله چندان شيان نه يو .
هغه شمس الدين کاکړ کلونه پخوا بد ولاکه ويلي وه:
چي روغ زړونه پکښي مات لکه کودي سول
بېهوده زه شمس الدين کندهار څه کړم
چي يو قند د يار د خولې په هار خرڅيږي
شمس الدينه ډېر بېقدره کندهار دى
يا:
لکه لعل په ايرو کي وي بېقدره
هسي پروت دى شمس الدين پر کلچا اباد
مګر تاسو په څشي غره ياست د پلرونو په تاريخ! مړه قومونه افتخار کوي.که ناميان ياست و نيسۍ د نړۍ سره سيال سى داسي نه ده چي په تاسو کي د دې متره او تومنه نسته چي نسې سيال کيدلاى هر څه لرى يوازنى څه چي درسره سته او نه يې استعمالوى هغه همت دى همت وکې کنې ډېر ژر به تاريخ پر تاسو توکي او راتلونکي نسل به مو ستاسو پر تاريخ.
را ويښ سى خپل په منځ کي اتلان جوړ کړى د نورو قومو څخه يې زده کى د يوې درې غل يې راوستى او د ملت قهرمان يې کړى،تاسو په زرګونه واقعى قهرمانان لرى را ويښ سى خپل قهرمانانو په مو په نړۍ و پېژنى تر څو به مو قومي دلالان شکوي د ورځي په ولايتي شورګانو کي په بوتلانو سره ولي د شپې به خپل دين ، کلتور ، افغانيت او قانون خلاف د ….. او …… سره ……………. کوئ !
تر څو پوري به د پردو په ډالرو پسي ځغلئ دا د څو ورځي زوى مړي څوڼور پرېږدې تر څو مو د تل پاتي سرمايې او پوهي په ګاڼه سمبل کندهار او يو سالم هيواد رامنځ ته کړى چي نه ته ولايتي شورا يا پارلمان شکولى وې او نه هم زه د ولايت والي.
تر څو وېښ نسئ تر دې به بدي ورځي وينئ.