دپاکستان مسلم ليګ (ن) مرکزي مخکښ جاويد هاشمي وائې چې که چرته دقاضيانو دبحالۍ پراعلاميه عمل ونکړل شو نو وزارتونه به پريږدو خو دحکومت دملاتړ څخه به لاس وانخلو کراچۍ کښې مطبوعاتى کنفرانس ته په ويناکښې ښاغلى هاشمى زياته کړه چې په کراچۍ کښې ژوندي په اورسوځول شوو وکيلانو په کوم ګوند پورې اړه نه درلوده دسندهه وزيراعلى او لومړى وزيرددي پيښې په هقله ځيړنه وکړي نوموړې زياته کړيده چې په نړۍ کښې داسي پيښې بيخي لږشويدى چې شپيته قاضيان کورونو ته وليږدول شي قاضيان بنديان کولو پيښه يواځي په پاکستان کښې شويده.