یو وخت یوې ښځي د خپل کور د دروازې مخ جارو کاوه چي یو څه پیسې ئې پیدا کړې. ښځي د ځانه څخه پوښتنه وکړه: زه په دا پیسو څه شي رانیسم؟ یو لږ فکر ئې وکړی بیا ئې نو وویل: زه به اوړه رانیسم او کیک به جوړ کړم! نو ښځي اوړه رانیول او کیک ئې پوخ کړی. بیا ئې نو کیک د کیلکین سره نژدې کښېښوی چي سوړ سي او بیرته ولاړه جارو ئې شروع کړی. په دا وخت کي یوې بزې د کور په کیلکین کي وکتل، چي کیک ئې ولیدی د کیلکین د خوا کور ته ورننوتل، کیک ئې وخوړی او هم ئې دروازه په ښځي پسي د شا د خوا بنده کړه. ښځي خوارکۍ دباندي په کوڅه کي پاته سوه. ښځي چي هرڅونه کوښښ وکړ، کور ته نسوای ننوتلای نو کښېنسته او ژړا ئې شروع کړه. لږ وخت وروسته یو خر په کوڅه کي تېرېدی، چي ښځه ئې ولیدل نو ئې پوښتنه وکړه چي ولي ژاړې؟ ښځي وویل:
– بزې ما ته دروازه بنده کړه نو زه اوس کور ته نسم ننوتلای.
خره وویل:
– زه به ستا سره مرسته وکړم.
نو دروازه ئې وټکول. بزې وویل:
– ځه ولاړسه. که نې اوس به زه په دا خپلو تېرو ښکرو ستا نس درڅیري کړم.
خر وبېرېدی او وتښتېدی. ښځه بیا کښېنسته، بیرته ئې ژړا شروع کړه. لږ وخت وروسته یو سپی تېرېدی، ښځه ئې ولیده، پوښتنه ئې ځني وکړه چي ولي ژاړې؟
ښځي وویل:
– بزې زه دباندي بنده کړې یم او ما نه پرېږدي چي کور ته ننوزم.
سپي وویل:
– زه به ستا ستونزه درهواره کړم.
نو دروازه ئې وټکول. بزې وویل:
– ځه ولاړسه. که نې اوس به زه په دا خپلو تېرو ښکرو ستا نس درڅیري کړم.
سپی هم وبېرېدی او وتښتېدی. ښځه درېم ځل کښېنسته او ژړا ئې شروع کړه. څه وخت وروسته یو موږک په کوڅه کي ګرځېدی چي ښځه ئې ولیده چي ژړل ئې نو ئې پوښتنه ځني وکړه چي ولي ژاړې؟
ښځي وویل:
– بزه ما خپل کور ته نه پرېږدي.
موږک بېله نورو خبرو څخه دروازه وټکول او نارې ئې کړې:
– اې لېونۍ! دا اوس د کوره څخه راووزه که نه زه به په خپلو منګلو باندي ستا سترګي راوکاږم!!
بزې سملاسي دروازه خلاصه کړه، وتښتېده، ښځه کور ته ننوتل او د موږک څخه ئې مننه وکړه.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي موږ باید د چا پر باټو او درواغو باور ونه کړو او نه ځني وبیريږو.
(د اټاليا له هیواد څخه)