یو وخت په جاپان کي دوو چنګښو ژوند کاوه. د یوې چنګښي کور یو ډنډ وو چي په اوساکا (چي د جاپان یو غریب ښار دی) کي وو. بلي چنګښي د ټوکیو (چي د جاپان پلازمینه ده او یو ډېر موړ ښار دی) په یوې ویالې کي ژوند کاوه. یوه ورځ د اوساکا چنګښي وغوښتل چي ټوکیو وویني او د ټوکیو چنګښي وغوښتل چي اوساکا ته یو واري ولاړه سي. دوی دواړي په یو وخت له خپل کوره څخه ووتلې. د دغو دوو ښارو په مابینځ کي یوه غټه غونډۍ وه. دواړي چنګښي په یوه وخت کي هغې غونډۍ ته ورسېدې. کله چي دوی یو بل ولیده نو ئې یو بل ته سلام واچوی، خبري ئې سره وکړې او یو بل ته ئې وویل چي دوی چیري غواړي ولاړي سي. یوې چنګښي هغې بلي ته وویل:
– کاشکي موږ یو څه غټي وای لکه نور حیوانان. بیا به موږ کولای سوای چي هغه بل ښار ووینو او پوه سو چي هغه څنګه ایسي او په دې ارزي چي هلته ورسو که نه.
هغې بلي وویل:
– دا خو غټه ستونزه نه ده. راځه چي موږ پر یو بل ځانونه ټینګ کړو او د شا پر پښو جګي ودریږو، نو به موږ وکولای سو چي یو د بل ښارونه ووینو.
له دې سره ئې دا کار وکړ. خو د دوی هېر سوی وو چي د ټولو چنګښو سترګي د دوی د سر پر سر دي. نو کله چي دوی دا کار وکړ، دوی په حقیقت کي بیرته هغه ښارونه ولیدل چي دوی ځني راغلي وه. د اوساکا چنګښي وویل:
– دا عجیبه ده! ټوکیو دغسي ایسي لکه اوساکا!
د ټوکیو چنګښي وویل:
– اوساکا بیا دغسي ایسي لکه ټوکیو!
نو د لاري څخه بیرته خپلو کورو ته وګرځېدې او تر خپلو ژوندو تر پایه پوري دوی مطمئني وې چي ټوکیو او اوساکا یو ډول وه چي په اصل کي دوی مطلق سره ضد دي.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید یوازي په لیدلو قضاوت ونه کړو. کېدای سي هغه څه چي موږ لیدلي وي، حقیقت نه وي.
(د جاپان د هیواده څخه)