ماني دوره د افغانستان د تاريخ يوه رڼه دوره ده، يوه مهمه دوره ده، يوه وياړمنه دوره ده، د خپلواکۍ د ترلاسه کېدو او ورسره د ابادۍ د پيلېدو دوره ده. د دې تر څنګ دا دوره زموږ د معاصر تاريخ د شروع کېدو دوره ده، زموږ د نوي ژوند د شروع کېدو دوره ده او د قانون د حکومت د شروع کېدو دوره ده.
له دې امله چې اماني دوره زموږ وخت ته ډېره رانژدې دوره ده نو لکه څنګه چې سترګې او پوزه ډېر سره لنډ دي خو پوزه لکه څومره چې لازمه ده په هغه ډول د سترګو نظر ته نه راځي نو په همدې ډول دا دوره هم له موږ نه تر دې دورې وروسته ناوړو حالاتو پټه کړې او لکه څنګه چې لازم وو څېړل شوې نه ده.
تر دې دورې وروسته زاړه دښمن انګرېز د غلواکۍ د يوې داسې دورې راتلو ته لاره هواره کړه چې د دې دورې ټولې لاسته راوړنې يې تالا ترغه کړې، لس کلن پرمختګ يې په سل کلن په شاتګ بدل کړ او بيا چې تر هغې وروسته د”نجات” په نامه کومه دوره راغله له يوې خوا يې له انګريزانو سره ژور پيوستون درلود، له بلې خوا يې اجازه نه ورکوله چې په اماني دوره څه وليکل شي او د دې دورې پر مختګونو ته تر شا وکتل شي حتی د دې دورې پر وياړونو خاورې واچول شوې او له اماني دورې سره يې د تړون مزي وشلول شول، د نمونې په ډول د دارالامان لويه عمراني پروژه د امان الله خان له نامه نه بېله او د دارالفنون نوم پرې کېښودل شو يا د افغانستان د استقلال محصل چې اعليحضرت غازي امان الله خان ؤ له ټولو ليکنو څخه حذف او په عوض يې اعليحضرت محمد نادر شاه د افغانستان د استقلال محصل وباله شو او چا اجازه نه درلوده چې د اماني دورې تاريخ لکه څنګه چې دی داسې وليکي، دا د سانسور او اختناق دوره ډېره اوږده شوه حتی د ډيموکراسۍ په لسيزه ( ۱۳۴۲ – ۱۳۵۲لمريز) کې هم چا نه شو کولی چې په دې باب حقايق وليکي او که اجازه ورکړه شوه هم همدومره چې د خپلواکۍ د لمانځنې په جشن کې د محمد نادرشاه، شاه محمود خان او شاه ولي خان د عکسونو تر څنګ د اعليحضرت امان الله خان عکس هم چاپ کړي، په همدې لسيزه کې زه د ” افغان ملت” د جريدې مسؤول مدير وټاکل شوم او له ډيموکراسۍ نه په استفادې سره مې د ۱۳۴۸کال د غبرګولي په شپږمه نيټه د دې جريدې په فوق العاده ګڼه کې چې د خپلواکۍ په باب وه د اخبار لومړی مخ د اعليحضرت غازي امان الله خان عکس ته وقف کړ او د دې ناروا اختناق د ماتولو له پاره مې پرې وليکل ” د افغانستان د خپلواکۍ محصل اعليحضرت غازي امان الله خان” چې افغان اولس يې دروند هرکلی وکړ او اخبار چې تر دې وړاندې يو زر نسخې خپرېده دا ځل پرله پسې لس زره نسخې چاپ شو خو څرنګه چې د چاپ ځای دولتي مطبعه وه نو دولت متوجه شو، د زياتو نسخو د چاپولو مخه يې ونيوله. څو ورځې وروسته يې يوه بهانه راته جوړه کړه، تر محاکمې لاندې يې ونيولم او زندان ته يې واچولم چې بيا بل چا داسې جرأت ونه کړای شو او دا د ديموکراسۍ په نامه راغلې دوره کې هم د اعليحضرت امان الله خان په برخه کې څه ليکلو ته اجازه ورنه کړل شوه.
په دې ترتيب تر سقوي دورې وروسته پر اماني دورې د څه ليکلو اجازه او زمينه نه وه، د بحران او نجات کتاب چې ارواښاد محی الدين انيس په ۱۳۰۹ لمريز کال کې ليکلی ؤ تر څو ځلې سانسور وروسته چاپ شو چې د متن زياته برخه يې تر ډېره ځايه واقعي نه بلکې مصلحتي وه، د مارشال شاه ولي خان ” ياد داشتهای من” د ګڼو مصلحتونو په غېږه کې ليکل شوی او چاپ شوی ؤ او بيا په هېواد کې د ننه چا د دې دورې په باب څه ونه ليکلای شوه. د ارواښاد غبار په “افغانستان در مسير تاريخ” کې چې څه خبرې راغلې وې هم د نادرشاه د کورنۍ تر پايه سانسور ؤ او هم يې دومره اسناد او وقايع نه درلودل چې د دې دورې بشپړه څېره روښانه کړي.
تر هېواد بهر يو شمېر هغه هنديانو چې د امير حبيب الله خان په وخت کې افغانستان ته راغلي وو او بيا په اماني دوره کې هم دلته وو او زيات قدر و عزت يې هم درلود، ليکنې کړې ، په دې لړ کې محمد حسين خان پنجابي يادولی شو چې د امان الله خان پر وخت د پوهنې د تدريساتو رئيس ؤ او د امان الله خان په باب يې له بې توله ستاينو ډک کتاب ليکلی ؤ خو کله چې د امان الله خان تر سقوط وروسته بېرته هند ته ولاړ هلته يې د امان الله خان په باب يو بل کتاب وليکه چې له بې توله غندنو ډک ؤ، يا عزيز هندي يو کتاب د زوال غازي په نامه وليکه چې ګڼ حقايق يې په کې تر پښو لاندې کړي وو.
نورو بهرنيو ليکوالو هم په اماني دوره څېړنې او ليکنې وکړې خو هر اړخيز معلومات او سندونه ورسره نه وو نو ځکه تر ډېره حده نيمګړي او تر ډېره ځايه يو اړخيز وو.
د سردار محمد داوود خان د جمهوريت تر سقوط وروسته په کمونيستي او اخواني دوره کې هم په اماني دوره ليکنې وشوې خو کمونستانو داسې د روسانو دوست وباله چې د خپلې غلامۍ پل پرې پټ کړي او اخوانيانو هم د کمونيزم او د روس د دوستۍ ټاپې پرې ولګولې او له حقايقو نه لرې تومتونه يې پرې ولګول او په دې لړ کې غير واقعي کتابونه چاپ شول.
په څو وروستيو کلونو کې افغاني ليکوالو هڅه وکړه چې پر اماني دوره تحقيقي اثار وليکي او تر خپله وسه اسناد او منابع راغونډ کړي چې په دې برخه کې د فضل غني مجددي او سنځل نويد کتابونه د يادونې وړ دي او هم د افغاني او بهرنيو ليکوالو ليکنې شوې دي. د دې ټولو يادو شويو او ليکل شويو اثارو يوه لويه نيمګړتيا دا ده چې هر اړخيز نه دي. چا له افغاني منابعو استفاده کړې، چا له ځينې خارجي منابعو نه چې پټو انګليسي منابعو ته يې ځان نه دی رسولی او په دې ترتيب د اماني دورې د څېړنې په باب دا لويه تشه پاتې ده.
ګران ډاکټر عبدالرحمن زماني همت وکړ، له يوې خوا يې کورني منابع او اسناد وپلټل او له بلې خوا يې د برتانيې او برتانوي هند سندونو ته ځان ورساوه چې په نتيجه کې دا نسبتاً هر اړخيز اثر ترې جوړ شو.
د ډاکټر عبدالرحمن زماني دا کتاب چې لس څپرکي لري د امير حبيب الله خان په وژل کېدو، دده د وژل کېدو په علتونو او د ده د ځایناستي لپاره په مبارزه پيلېږي. دا څپرکی هم پراخه کورني اسناد او شواهد لري او هم د برتانوي هند د استخباراتو ډېرې پاڼې ورته اړول شوې او سندونه په کې وړاندې شوي چې لوستونکي ته ډېر څه ورکوي او نوي حقايق په کې سپړل کېږي.
د کتاب دوهم څپرکی د خپلواکۍ د اعلان او د افغان – انګريز درېمې جګړې ته وقف شوی، په دې برخه کې د اماني دولت اقدامات څېړل شوي او ليکوال ټولو جبهو ته سر ورښکاره کړی، خصوصاً د دواړو خواوو د قواوو د توازن لپاره يې پر افغاني منابعو سربېره د برتانوي هند پټ اسناد هم پلټلي او ملي ځواکونه يې هم تر نظر تېر کړې دي. په جنوبي جبهه کې څو ځايه د محمد نادرخان نيت ته د شک په نظر کتل شوي خو تر کومه ځايه چې اسناد مرسته کوي او حقايق زموږ مخې ته پراته دي د جهاد بريالۍ جبهه همدا جنوبي جبهه وه او محمد نادر خان په بشپړ درايت د دولتي عسکرو او اولسي لښکرو په موزونه ملتيا يو بريالی لښکر جوړ وي او د قومي او روحاني مشرانو ملاتړ يې تر لاسه کړی ؤ. د همدې جبهې برياليتوب ؤ چې د نورو جبهو کمزورۍ يې تلافي کړې او انګريزان يې د متارکې غوښتلو ته اړ ايستل. دا چې تر اماني دورې وروسته نادرخان له انګريز سره اړيکې درلودې دا بيا وروستۍ خبره ده، البته د جګړې په دوران کې يې د وزيرو له لښکرو سره چې دجنوبي جبهې پياوړی لښکر ؤ ځينې ناځوانۍ کړي چې جنرال يارمحمدخان وزيري په تفصيل بيان کړې دي. (وګورئ: د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاريخ)
درېم څپرکی د متارکې په باب دی چې د متارکې غوښتنه انګريزانو کړې وه خو د خبرو په ترڅ کې يې د يوه غالب قوت په توګه عمل کاوه او خصوصاً زموږ لېږل شوی هيأت د انګريزانو د د سيسو او شيطنت ښکار شو، په دې باب هم د افغاني منابعو تر څنګ د انګريزي استخباراتو سندونه هم پلټل شوي او لوستونکو ته يې په زړه پورې نوي معلومات وړاندې کړې دي.
څلورم څپرکی د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د ترلاسه کولو په باب دی چې په دې باب د لندن او برتانوي هند د حکومت ناندرۍ، د انګريزانو له خوا د دې جګړې بې اهميتي او بالاخره د دې جګړې اهميت او د انګريزانو اعترافات بيانوي او په دې برخه کې هم ډېرې خبرې د انګريزانو پټ سندونه کوي خو له دې ټولو سره د انګريزانو له خوا د افغانستان بشپړه خپلواکي منل کېدل پر انګريزي ښکيلاک يو دروند ګوزار دی چې ټول ازادي غوښتونکي يې راويښ او د انګريزانو د واکمنۍ سيمې يې راولاړې کړې. په دې څپرکي کې هم ډېر سندونه راسپړل شوې دي.
د کتاب پنځم څپرکی د افغانستان د خپلواکۍ تر ترلاسه کېدلو وروسته د افغانستان د ځوان دولت پر وړاندې د انګريزانو د تخريبي او جاسوسي فعاليتونو د څېړلو په باب دی.
انګريزانو چې د افغانستان د خپلواکۍ بهير راتم نه کړای شو نو په بل ګام کې يې د دې ځوان دولت د ناکامولو او نسکورولو ناروا هڅې، تبليغونه، جاسوسي فعاليتونه او د اسلام په جامه کې د خپلو جاسوسانو د رالېږلو او نورو داخلي کسانو په وسيله د افغان ځوان دولت په وړاندې د ارتجاعي پاڅونونو کولو هڅې پيل کړې.
دې څپرکي د انګريزانو د تخريبي هڅو بېلابېل ډولونه د اسنادو په رڼا کې څېړلي، په دې برخه کې يې شايعې او د جعلي سندونو جوړول، په هند او افغانستان کې د جاسوسۍ فعاليتونو تاریخچه، بېلابېلې جاسوسي څانګې، د لويې لوبې رامنځته کول، په کابل کې د انګريزانو مسلمان عمال او تخريبکاران، د دوی د تخريبونو ډولونه، د څو جاسوسانو څېرې او نور په کې راغلي دي.
په يو شمېر تخريبي پېښو کې يې د انګريزانو د ارشيف تاییدي سندونه نه دي موندلي خو د دې معنی دا نه ده چې انګريزان په دې تخريبونو کې لاس نه لري بلکې نتايج يې چې د انګريزانو په ګټه دي په ډاګه څرګندوي چې دا تخريبونه د انګريز پټو لاسونو ترسره کړې دي.
د دې څپرکي منابع هم لکه د نورو څپرکو غوندې افغاني او د انګليس د جاسوسي ادارو دي چې څېړنه هر اړخيزه کوي.
د دې اثر شپږم څپرکی په دې موضوع رڼا اچوي چې اماني دولت د سرحدي قبايلو او د هند د مبارزينو د مبارزو په ملاتړ څه کړي او کوم ګامونه يې اخيستې دي.
دا ډېر مهم ټکی دی او لا تر اوسه هم ځينې ناخبره خلک پر اماني دولت نيوکه کوي چې د کرښې هاخوا پښتنو له پاره يې څه نه د ي کړي بلکې اماني دولت په سياسي ډګر کې تل د پښتنو د هڅو ملاتړ کړی او له انګليسي استازو سره يې په دې باب صريحې او څرګندې خبرې کړي او هم يې د پښتنو له ملي مبارزينو سره عملي مرستې کړي. د پکتيا د ” غازي” اخبار يې د همدې لپاره وقف کړی ؤ چې د پښتونخوا د ملي مبارزينو د عملياتو، د انګريز پر ضد خبرونه او د پښتنو د سياسي حقوقو په باب مقالې نشر کړي.
ډاکټر صاحب هم هڅه کړې چې په دې څپرکي کې پاخه او هر اړخيز سندونه راوړي، د ازادو قبايلو د ملاتړ هڅې وڅېړي، د جلال اباد د هډې جرګه چې د هېواد د ازادۍ ساتلو لپاره يې د يوه قبايلي دايمي لښکر جوړولو هڅه وه او قومي مشرانو ته يې دجهاد علمونه او يادګاري تفنګچې ورکړې وې ياده کړي، دچمرکنډ د مهاجرينو ملاتړ، د هند د هجرت د غورځنګ عملي مرسته، په افغانستان کې د اسلامي خلافت مرکز جوړول او هم يې د انګريزي دولت له خوا د جاسوسومهاجرو رالېږل او نور څېړلي دي.
په دې برخه کې يې هم لکه د نورو څپرکو غوندې د کورنيو سندونو تر څنګ د انګريزي ارشيفونو سندونه هم راوړې دي.
د دې کتاب اووم څپرکی د افغانستان د ستراتيژيک او جغرافيايي موقعيت په ارتباط لويه لوبه او د افغانستان په اړه د روس او انګليس رقابتونه او د شوروي دوه مخې پاليسي او په دې حساسه دوره کې د روس او انګليس تخريبي هڅې څېړل شوي چې په نتيجه کې په افغانستان کې د دې دوو ښکېلاکي رقيبو هېوادونو هڅې د اماني دورې د سقوط زمينه برابروي او دواړه په ګډه انګريزان د دښمن او روسان د دوستۍ په جامه کې له افغانستان سره دښمني کوي او بيا په ګډه د افغانستان د بربادۍ ننداره کوي.
دا څپرکی هم د کورنيو او بهرنيو اسنادو په رڼا کې ليکل شوی او د اماني دورې مينه والو ته تر پخوا زيات معلومات وړاندې کوي.
د کتاب په اتم څپرکي کې پر اصطلاحاتو او پر وړاندې يې د تخريباتو پر بنسټونو خبرې شوې او د انګريزانو لاسونه په کې رابرسېره شوې دي، د اصلاحاتو او اغتشاشاتو اړيکې څېړل شوي او بالاخره په دې څپرکي کې هم تر پخوا زيات سندونه او لاسوندونه رابرسېره شوې چې د اماني دورې مينه وال په ډېرو پټو حقايقو او دقايقو خبروي او د اماني اصلاحاتو پر وړاندې د انګريزي ناځوانمردانه دسيسو بېلګې راسپړي.
نهم څپرکی د انګريزي توطيو پر برياليتوب او قدرت ته د محمد نادرخان په رسولو غږېږي او په دې څپرکي کې هم له هره اړخه موضوعات څېړي، اسناد وړاندې کوي، پټ سندونه ترلاسه کوي او حتی د انګريزانو داسې پټې خبرې چې اشتبا افشاشوې هم ترلاسه کړې او په دې ترتيب يې انګريزي توطيې او له افغانستان سره دښمنۍ رابرسېره کړې دي.
لسم او وروستی څپرکی له هېواد نه تر وتلو وروسته د اعليحضرت امان الله خان سياسي فعاليتونه او بيا هم د ده پر وړاندې انګريزي دسيسې او د ده د ترور هڅې څېړي څو چې وفات کېږي او له هېواد نه په ارمان وتلی هېوادپال پاچا پس له مړينې خپل هېواد ته راستنېږي.
په دې ترتيب د يوه هېواد پال او ښکېلاک دښمنه پاچا د واک ته رسيدو او بيا بې واکه کېدو داستان پای ته رسېږي.
زه د اماني دورې اسناد او اثار له پنځوسو کلونو راهيسې لولم او په دې برخه کې مې ډېر نادر اسناد ليدلي او لوستي خو تر اوسه مې چې لوستی دا اثر تر ټولو بشپړ او هر اړخيز، تر ټولو بې طرفانه او مستند دی او تر ټولو زيات تور او سپين اسناد لري نو ځکه د اماني دورې مينه وال او د افغانستان د دې نژدې دورې د تاريخي پېښو ليوال کسان له دې تاريخ نه ښه استفاده کولی شي، دانګريزي ښکيلاک رنګونه او نيرنګونه په کې ليدلی او د يوه خدمتګار واکمن ناکامي چې يوه ايراني ليکوال د ده پر ژوندانه د ده سلطنت تر جمهوريت لوړ بللی ؤ، په کې ويني.
د دې خبرو معنی دا نه ده چې په دې اثر کې ټوله اماني دوره احاطه شوې او بشپړه شوې ده او نور کار نه شي پرې کيدلی خو تر دې مرحلې وروسته بيا هم کيدلی شي چې په دې رڼه او له هېوادپالنې ډکه دوره باندې نور کار وشي، د افغانستان دملي ارشيف، د باندينيو چارو وزارت او ارګ سندونه وکتل شي، د ځينې ځاني ارشيفونو سندونه راميدان ته شي، د نړۍ د نورو هېوادونو تاريخي منابع وکتل شي او بيا هم کار پرې وشي او دا کار او لټون روان پاتې شي.
زه د دې يادونو په پای کې يو ځل بيا هم د ډاکټر عبدالرحمن زماني دا ګټور، مستند او تر ډېرو هڅو وروسته ليکل شوی اثر ستايم، ډاکټر صاحب ته يې په ليکلو مبارکي وايم او درانه مينه وال يې ژورو لوستلو ته رابولم !
په درنښت
د مُسکا خپرندويې ټولنې څخه په مننې