بهرنيو ځواکونو په ترافيکي پيښه کي څلورو افغانانو ته مرګ ژوبله واړول .
پيښه نن چهار شنبه د سهار د نهو بجو په شاوخوا کي د کندهار ښار د خواجک بابا په سيمه کي د زرنج موټرسيکل او د بهرنيو ځواکونو د موټر له امله رامنځ ته سوي .
د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان وايي چي بهرنيو ځواکونو غوښتل د زرنج موټرسيکل مخ ته تير سي چي ياده پيښه رامنځ ته سوه .
هغه وايي چي په پيښه کي په د زرنج موټرسيکل کي يو تن وژل سوي او دري نور ټپيان دي چي ټول ځوانان دي .