کور / تازه خبرونه / اولسمشر کرزي د اسدالله خالد د روغتيا پوښتنه وکړه

اولسمشر کرزي د اسدالله خالد د روغتيا پوښتنه وکړه

ولسمشر حامد کرزی واشنګټن ته تر رسيدلو وروسته ، د افغانستان د ملي امنيت د لوی رييس اسدالله خالد د ناروغۍ پوښتنې ته ورغ .
د ولسمشرۍ دفتر په يوه خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي ، چې د هېواد ولسمشر د امريکا پلازمېنې واشنګټن ته تر رسېدلو وروسته ، د افغانستان د ملي امنيت د لوی رييس اسدالله خالد، چي د واشنګټن په يوه روغتون کي تر درملنې لاندي دی ، پوښتنې ته ورغی او د هغه روغتيايي حالت يي له نېږدې څخه وکتي .
د روغتون ډاکترانو د اسدالله خالد روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .
ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ملي امنيت د لوی رييس اسدالله خالد په درملنه کي ، د نوموړي د معالجو ډاکترانو هڅې وستايلي او د هغه د روغتيايي حالت د ښه والي له امله يي ، خوښي څرګنده کړه .
حامد کرزی به امريکا ته په خپل دغه درې ورځني رسمي سفر کي ، د دغه هېواد له ولسمشر بارک اوباما ، د بهرنيو چارو له وزيري مېرمن هېلرې کلېنټن، د دفاع له وزير او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو سره په جلا جلا ډول وګوري .