کور / تازه خبرونه / د افغانستان د سوداګريزو خونو پلاوي پتيال په ستاينليك ونازاوه

د افغانستان د سوداګريزو خونو پلاوي پتيال په ستاينليك ونازاوه

کندهار افغانستان- د افغانستان د سوداګريزو خونو مشرتابه پلاوي د کندها رولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د هغه د ښو کارونو په خاطر پوه يوه ستاينليک سره تقدير کړى.
د افغانستان لپاره د سوداګرۍ خوني تجارتي مرستيال حاجي يونس مومند او د کندهار د اطاق تجارت رئيس حاجي نصرالله نن د کندهار ولايت مقام ته راغلل او دلته يې د والي او د هغه د مرستيال سره په ليدنه کي ياد سوى ستاينليک ښاغلي پتيال ته ورکړى.
حاجي يونس د کندهار والي له مرستيال څخه مننه وکړه چي تل يې د تجارو او پانګوالو د ستونزو حلولو په برخه کي دوامداره مرسته کړې او تر وسه وسه يې د هغوى لپاره د کار کولو اسانه او ښه شرايط اماده کړي دي.
نوموړي زياته کړه چي ښاغلي پتيال تل د يوه ښه افغان او ښه دولتي مامور په توګه هڅه کړې چي د سوداګرو لپاره په بېلا بيلو برخو کي اسانتياوي برابري کړي او د پانګي اچوني له پروسې سره مرسته وکړي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم په خپلو خبرو کي د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د کندهار لپاره غنيمت سړى وباله او زياته يې کړه چي د هغه شتون د سيمي او په خاصه توګه ددې ولايت لپاره ښه زېرى دى.
د هغه په خبره چي دغه ډول ستاينه خورا زيات معنوي ارزښت لري او دى له اطاق تجارته مننه کوي چي په دې ډول د محلي حکومتدارۍ ملاتړ کوي او چارواکي هڅوي چي خپلي هڅي لا پسې پياوړي کړي.

خپله د ولايت مقام مرستيال هم له تجارانو او ولايتي ادارې مننه وکړه چي پر هغه يې باور وکړى او د ښو کارونو په خاطر يې ستايلى دى