دهلمند ولایت لشګرکاه ښاروال درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چی درمپپ پروګرام له لوری ورسره دتصفیه کولو ماشین مرسته وشول اونوموړی په خپلو خبرو کی دیاد پروګرام څخه ستاینه وکړل.
نوموړی دخپلو خبرو پرمهال وویل چی دیادماشین بیه یوسل شل زره امریکایی ډالره کیږی چی یواساسی ماشین دی اولمر درڼاله لاری څخه یعنی په سولر سیسټم چلیږی او په ورځنی ډول دیرش زره ګیلنه اوبه تصفیه کوی، او دخپل ځان څخه ۶ کیلوواټه بريشنا تولیدوی.

ښاروال صافی وایی چی پلان لری دښارپه بیلابیلو برخو کی لویی ټانکی نصب کړی او په ورځنی ډول یادی ټانکی دښاروالی له لوری څخه دتصفیه شوو اوبو ډکیږی او ښاریانو ورڅخه په اسان ډول ګټه پورته کړی.

ښاروالی صافی وایی جی دښاریانو دپاره دپخوا په پرتله خدمات زیات شوی او ښاریان باید له ښآروالی سره هراړخیزه همکاری وکړی.
بل لوری ته بیا دلشکرګاه اوسیدونکی دښاروالی ددی ګام ستاینه کوی او وایی چی دیاد ماشین اوبه باید په زیاته اندازه پرښاریانو وپلورل شی ځکه ددی پروینا چی دښارزیاتره خلګ غریبان دی او باید ښاروالی ورسره پدی برخه کی همکاری وکړی.

داوبو تصفیه کولو ماشین پداسی حال لشکرګاه ښاروالی ته ورکول کیږی چی پدی وروستیو کی یوشمیر کسان دناپاکولو اوبو له کیله ناروغه کیږی او دښآروالی پروینا چی ددی ماشین په فعاله کولو سره به دخلګو په ژوند مهم مثبت بدلون راشی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه