(ګرداب ورځپاڼه)
له څو ورځو راهیسې په لیسه کې امادګی نیول کېده. داسې اوازه وه چې ټوله لیسه چېره روانه ده. خو نه پوهیدو چې چېره؟ او په کوم نیت؟
په هغه سهار د لیسې په موټرو(میني بوس) شنه بیرغونه وتړل شول.رنګارنګ جذباتي شعارونه ولیکل شول او بیا یو کاروان روان شو.
هغه مهال، غالباً په نهم ټولګي کې وم، زموږ ټولګیوال په دې غم کې نه و، چې چېرته ځو؟ خو دا چې روان وو له همدې مو خوند اخیست. یو ځای ته ورسېدو دا ځای یې کوټ نجیب الله باله، هرېپور بازار نه یې لس دولس کیلومتره واټن درلود(دقیق راته یاد نه دی). هلته زموږ د لیسې ځینې استاذان، وخته رسیدلي وو.
هر یوه خپلو ساعتونو ته کتل او ویل یې:دا دی څو دقیقو کې به قاضي صاحب را ورسیږي.
همدې خبرو کې وو چې د موټرو یو لنډ کاروان راغی. د یوه چت نیمه خلاص و. د قره قلۍ په سر سړي نیمه تنه ترې راوتلې وه.غاړه کې ګلان پراته وو او داسې ګلپاڼې پرې شیندل کېدې، لکه د ټول بشریت خیر چې د همده په کوپړۍ کې وي.
ورپسې یو بل موټر و، هغه هم همداسې و. یو ځوان ترې نیم راوتلی و. لکه فاتح، خلکو ته یې کتل او لاسونه یې خورول.
دا اعجازالحق(د جنرال ضیاءالحق زوی) و، دا بیچارګۍ تازه یتیم شوی و.
موږ څه خبر وو؟ لکه اوس چې د جذباتو له مخې حرکتونه کوو، هغه وخت مو هم همداسې کول. دا دواړه شخصیتونه مو د خپل هیواد له ډېرو علمي او سیاسي شخصیتونو، غوره ګڼل.
نه د دوی له تقوا خبر وو او نه د خپلو ملي شخصیتونو له بې تقوایۍ. خو دوی راته بلا تشبيه د (عشره مبشره) له ډلې ښکارېدل او خپل خلک راته د (ابولهب) له ډلې.
کاروان سره روان شوو او د هریپور تر بازاره مو په بدرګه را ورسو. هلته نور مهاجر هم راغلي وو او بختور هغه و چې تر دوی پورې لاس ورسوي.
یوه مهاجر چې نیمه ږیره یې سپینه شوې وه، په خندا راغی او په خوشحالۍ یې نورو ته ویل: د ضیاء الحق صیب زوی ته مې درې ځلې لاس ورکړ!
ضیاء الحق صیب په ټولو مهاجرو داسې ګران و، لکه نن چې زموږ په ځینو وطنوالو ایراني ایت الله ګان او خامنه یان ګران دي. ما هم د خپل کور په برنډه کې د هغه یو لوی عکس چې جنرال اختر او جنرال اسلم بېګ هم ور سره و، لګولی و.
څه خبر وم؟ ما خو وروسته د جهاد افغانستان د دغه شهید په اړه یوه کتاب کې ولوستل چې دغه واکمن یوه جنرال ته وایي: افغانستان کې دومره اور بل کړه او دومره اوبه وجوشوه، چې بیرون ترې لاړې نشي.
د همغه وینا وه چې کلونه کلونه اور په افغانستان کې داسې بند پاتې شو، چې موږ وسوزیدو،لا هم سوزیږو، وطن لمبه لمبه شو او سکاره مو په دوی وپلورل شول.
د جنرال صاحب قبر ته زه په واړه ځان تر اسلام اباده لاړم. هغه زموږ د مهاجرو قهرمان و. ټول هریپور کیمپ دعوت و،په لسګونو موټر نیول شوي وو او هر څوک پرته له کرایې روان و.
هغه مهال مې هم ښه یاد دی، چې جومات کې اعلان وشو، اعلان د جنازې و او هغه هم د شهید جهاد افغانستان جنرال ضیاءالحق. حیران شوم. ما ویل له بهاولپور نه د هغه جسد هریپور ته چا راوړ؟ څنګه به یې ووینم؟ خو وروسته خبر شوم چې دا جنازه غایبانه ده او د ملایانو صاحبانو د نهایت خلوص لورینه وه.
قاضي صاحب حسین احمد نه تر ډیره هریپور بازار کې را تاو، وو. هغه خبرې وکړې، خو اوس راته یادې نه دي.
چې کورونو ته لاړو، نو ټوله شپه مو د کور والاو سرونه د قاضي صاحب او اعجازالحق صاحب د لیدلو په خبرو ګنګس کړل. هغه ورځ موږ ډېر خوشحاله وو. لکه د صفویانو وخت چې وي او موږ خپل ملي قاید میرویس نیکه لیدلی وي او د هغه د لیدلو په خوشحالۍ کې مو د صفویانو ټول ظلمونه هېر کړي وي.
هغه وخت، لوی شعار همدا وه چې اسلام سرحد نه مني.موږ ته د همدې په سیوري کې پاکستان خپل وطن ښکاریده. د دوی په مسلمانۍ خو به مې کله کله هغه وخت شک راغی چې تورخم کې به یې د جګړې له وږو دیوانو نه په تښتېدلو بېوزلانو، خپل سرحد وتړه او دیخوا به په لسګونو تور سرې او ماشومان په سره ګرمۍ کې بند پاتې شول.
قاضي صاحب، نه مې هغه وخت ګیله راغله چې کابل کې اور بل و، اور بلوونکي د همده فکري شاګردان وو خو یو شاګرد یې هم له اور بلولو منع نه کړ.
زموږ تاریخي اثار، پوځي تجهیزات د لوټمارو په لاس دوی ته روان وو، خو ده غږ ونه کړ.
او وروستۍ ګیله خومې هغه وخت ترې وشوه چې پر شینکي کونړ د دوی پوځیانو په زرګونو راکټونه وویشتل،پوره کورنۍ یې تباه کړې، خو قاضي صاحب کوم جدي غبرګون ونښود.
دا دی، قاضي صاحب وفات شو، خو یادونه یې پاتې شول. نور به هم وفات شي او یادونه به یې پاتې شي.خو د چا په یادونو به لاسونه د دعا لپاره پورته شي او د چا په یادونو به لاسونه دا زحمت ونه ګالي.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
د مرغومي ۱۷،۱۳۹۱