دننګرهار په ولایت کي دسیمیزي راډیوخبریالي شل کلنې ډیوي نیازۍ کیسه څواونۍ وړاندې دلراوبر ویپ پاڼې پر لیکه کړه ،اودبي بي سي راډیو څخه يی هم د ټایپی خبرو لړۍ نشر شوه ، میر من ډیوه نیازۍڅواونۍ وړاندې له خپل خاوند څخه دطلاق اخستلو په موخه په جلال ابادکې یوې محکمې ته تللې وه، خو ددغه ولایت دجلال اباد د ښاري محکمې یوه کارکوونکي قاضي ظهرالدین چي شاوخوا ۶۵کاله عمرلری ډیوې ته ویلي وه چې که غواړې فیصله ددي په ګټه تما مه شي، نو دوې لارې په مخکې لري . یوه له ده سره واده کول او بله هم ده ته پيسې ورکول دی.خو ډیوې یوې ته هم زړه ښه نه کړ اودقاضي ظهرالدین ټولې خبرې یې په پټه ثبت اودبي بي سي له لارې یي خپرې کړې چې ، په پایله کې افغان ولسمشر حامدکرزي دډیوې دقضیه په جدي توګه دڅیړلوامروکړ .
ډیوه نیازۍاوس وايي ،چي دقاضي ظهرالدین دخبرو تر ثبتولواوخپرولووروسته ديته قاضیان دمرګ ډول ډول ګواښونه کوي.
مېرمن ډیوه وايی کله یې چې دفساد په اړه دقاضي ظهرالدین پټې ثبت شوې خبرې رسینو ته ورکړې له هماغې مودې راهیسې یې دې اوکورنۍ ته یی دمرګ ګواښونه کیږي .هغه له دولت څخه دخپل ژونددخونديتوب غوښتنه کوي.
ډیوه وايي که څه هم دیکشنبې په ورځ د ننګرهارد استناف محکمې مسولینو د دې د طلاق فیصله د دې په ګټه وکړه خو قاضي ظهرالدین نه یوازې داچې نیول شوی نه دی بلکې لاهم په دولت کې دنده ترسره کوي.
دافغانستان په قضايئ اداروکې د پراخه فساد شتون په اړه د پردې ترشاه خبرې کیږي، خود رسنیو پر وړاندې څوک خبروته نه حاضریږي. شل کلنه ډیوه نیازۍ یوه هغه مېرمن ده، چې دغه پولې یې ماتې کړې اودننګرهارپه قضایئ اداروکې یې دهرډول فساد شواهد درسنیوپه واک کې ورکړي دي.
د یادې مسلې په اړه دولسمشر سربیره د فسادسره دمبارزې د ادارې مشرعزيزالدين لودين هم هماغه وخت اندیښنه ښودلی وه او ویلې یې وه، چې دوی به له سترې محکمې سره په ګډه يو پلاوى ته دنده وسپاري ترڅودغه مسئله وپلټي خو ویل کیږي چې تراوسه پوری هیڅ هم نه دی شوي، اوان داسې اوازې هم شتون لری چې تردې مسئلې ور وسته قاضي ظهرا لدین ته یوه بله نوی دنده ور کړل شویده ،خوځینې اوازي شته چي هغه امریکاته تښتیدلی دی.