په اسلام اباد کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوی سفارت په پېښور کي دافغانستان کونسلګرۍ د يوه مسول لخوا د اداري فساد او رشوت اخستلو د موضوع پلټنه کوي.
په لراوبر ويبپاڼه کي د ايوب خان په مستعار نوم يوه ليکوال په پېښور کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کونسلګرۍ د سکرټر ظهيرالدين بهسودوال له هغه کړنو پرده پورته کړې چي له مخي يې نوموړئ په اداري فساد او رشوت اخستلو کي په لاس لرلو تورن بلل سوی دی.د نوموړي په اړه ويل سوي چي د افغانستان پر وېزه، بهرنيو هيوادونو ته د تلونکو کسانو پر نکاح خط او نورو حقوقي اسنادو د تصديق يا صادرولو په برخه کي يې غيرقانوني پيسو اخستلو ته زمينه مساعده کړيده او په له دغو پيسو څخه ونډه ترلاسه کوي.
ښاغلي بهسودوال د لراوبر سره په خبرو کي پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او په وينا يې د ليکني ليکوال دده شخصيت زيانمن کړی دی ، نوموړي داهم وويل چي دا ټوله خبره د ……. زوی د نکاح خط څخه راجوړه سوه.
بله خوا په اسلام اباد کي د افغانستان سفارت هم وايي چي په لراوبر کي خپره سوې موضوع يې لوستې او په اړه يې جدي څېړنه کوي. افغان سفارت پر خلکو ږغ کړئ چي که د موضوع په اړه اسناد او شواهد له دوی سره شريک کړي.
info@larawbar.com
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه