په کونړ ولايت کې به ډېر ژر داوه سوه زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت دکرکټ ديوه لوبغالې دجوړېدو چارې درامپاپ مؤسسې په مالي مرسته پيل شي .
په کونړ ولايت کې دکرکټ بورډ استازى عبدالله عادل وايي دوه زره دولسم ميلادي کال کې دکرکټ به بېلابېلو برخوکې دوى زياتې لاسته راوړنې درلودې .
هغه زياتوي په يادکال کې دمخدره موادو پرضد دمبارزې وزارت لخوا اويا زره امريکايي ډالر په دغه ولايت کې ديوې لوي اکاډمۍ لپاره منظورشوي چې دجوړلو چارې به يې ژر پيل شي .
دعادل په وينا داوه سوه زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت چې درامپاپ مؤسسې لخوا ورکول کيږي ديوه لوبغالې د ډيزاين اونورې چارې ترسره شي او ژربه يې دجوړولو چارې پيل شي .
دکونړ کرکټ مسؤل وايي ددغه ولايت دسولې ولايتي شورا لخوا د درې سوه اتيا زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت په نرنګ اوخاص کونړ ولسوالۍ کې دلوبغالو جوړېدو لپاره بوديجه منظور شوې چې دکارچارې ډيزاين کولو پورې ځنډنۍ دي .
عبدالله عادل وويل په تېرکال کې همدا راز دشپږو اکاډميو دجوړولو لپاره په خاص کونړ،نورګل، ماڼوګۍ،وټه پور،ناړۍ اوڅوکۍ ولسواليوکې ځمکې ترلاسه کړي چې درغولو لپاره يې دنوموړي ولايت والي سره دنشه يې توکو په وړاندې دمبارزې وزارت له لورې ديومليون امريکايي ډالرو دمرستې ژمنه شوې او دوى هم ددغه اکاډميو دجوړېدو لپاره دسپانسر دپيدا کېدو په هڅه کې دي.
عبدالله عادل په وينا په دوه زره دولسم ميلادي کال کې فرهنګي برخه کې هم فعاليتونه کړي چې دکونړ کرکټ مجله،فيس بوک پاڼې فعال ساتل او مياشتنى اخبار پرمخ وړل دي .
دلوبو په اړه دکونړ دکرکټ مسؤل وايي په دوه زره دولسم ميلادي کال کې دګاونډې هېواد پاکستان څخه دوه ځلې د درې،درې يوه ورځنيولوبو دترسره کېدو په موخه دشمعې کلب او ملک سپورټس دعوت کړي چې دسولې جام نوم يې دغه سياليو ته اېښودلى او دواړه ځلې کونړ بريا ترلاسه کړې.
هغه همدا راز په دغه کال کې په ننګرهارکې دشرق انرژۍ لخوا دختيځو څلورو ولايتونو او څلور نورو پياوړو کلبونو ترمنځ دسولې جام دشل اورېزو سياليو له اتلولۍ هم خبر ورکړ.
عبدالله عادل په دوه زره دولسم ميلادي کال کې دافغان بسيم لخوا دجوړشوي جام څخه هم يادونه وکړه چې په کې ددغه ولايت لوبډله پاى لوبې ته رسيدلې وه.
نوموړى وايي په دوه زره دولسم ميلادي کال کې دولايت مقام له لورې دنوموړې په هڅو دپنځه ويشت کلبونو سره دهارډبال دمکمل سامان الات مرسته وشوه.
هغه زياتوي په دغه کال کې دمومن مبلائلو لخوا دپنځه ويشت لوبډلو ترمنځ په کونړ کې سيالۍ ترسره شوې چې پاى لوبې ته لاره موندونکو دواړو لوبډلو ته دهارډبال بشپړوسايل ورکړل شول.
عادل په وينا دباختر سپورټس له لورې هم دکونړشپاړس کلبونو ترمنځ سيالۍ ترسره شوې چې پاى لوبې ته لاره موندونکو دواړو لوبډلو سره لس،لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه .
دکونړ ولايت لپاره منتخبه،نولس کلنه،اولس کلنه اوپنځلس کلنې لوبډلې جوړول هم د دوه زره دولسم کال له لاسته راوړنو څخه ګڼي .
هغه دکونړکرکټ بورډ په اداره کې په يادکال کې ديوشمير هغه لوبغاړو له لورې چې عمرونه يې زيات و،په اداره کې داختلافاتو درامنځته کولو څخه هم خبر ورکړ.
دکونړکرکټ مسؤل دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت څخه ګيله من دى او و ايي چې په تېرکال کې ددوى له ادارې سره هيڅ ډول مرسته نده کړې.
هغه وايي چې دزون له ادارې څخه يې غوښتنه کړې وه،چې د دفتر نيولو،انټرنيټ اوځيني سهولتونه ورته برابر کړي خو هيڅ سهولت يې ورته ندى برابر کړى چې ټول يې په شخصي امکاناتو برابر کړي دي.
په کونړۍ کې دکرکټ بورډ استازى عبدالله عادل دکرکټ بورډ مرکزي اداره هم ګرمه بولي او وايي چې دنورو سهولتونو دنه برابرولو سربېره يې دشپږو مياشتو راهيسې يې معاش هم ندى ورکړى .
دنوموړې په وينا اوسنۍ ادارې ورسره ژمنه کړې چې په ولايت کې به ورته د دفتر نيولو اويوشمير نورسهولتونه برابر کړي او په وروستيوکې له دغه ولايت څخه دلوبڅارنې په برخه کې هم څوتنه روزل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې دوه زره دولسم ميلادي کال کې دهېواد ملي لوبډلې هم دلومړى ځل لپاره دوه نړيوالې سيالۍ ترسره کړې .