کور / علمي / دوه وړانديزه دوې حل لاري

دوه وړانديزه دوې حل لاري

په اتلسمه مېلادي پېړۍ کي د ژبپوهني د علم له عامېدو سره سم د نړۍ په سار اوږدو کي ټولو ژبو ته د خپلو ژبپوهانو په وسيله يې کار و سو ،هغوى ته معيارونه و ټاکل سول ژبي يې اصلاح،ثبت او واحده ټول منلي نظامونه ورته و ټاکل سول په دغو ژبو کي اريايي ژبي هم ور شاميلي وې چي هري يوې په وار سره د خپلو ملتونو د توانايي سره سم بشپړتيا او پرمختيا و مونده،مګر د پښتنو په څېر د خوارو او بدوي ملتونو ژبي هم هغه سي بې معياره او بې اصولو پاته سوې داسي نه وو چي هيڅ کار نه ورته و سو کار ورته و سو مګر دونه کار چي بسونه يې نه کول.

په پښتو ژبه کي هم ژبپوهنه له هم هغې زمانې راپيل سوه مګر په تيت او پرک شکل چا يې پر تطبيقي اړخ کار و کړ او تر هغه پوري محدود پاته سو او چا يې بيا پر تشريحي اړخ او ځينو يې پر تاريخي اړخ خپل ځانونه ستړي کړل.

د پخوانيو ثبتو سو اسناد او اسنيو موجوده اثار په پام کي نيولو سره موږ پښتو ژبپوهنه د څېړني له مخي پر دوو برخو وېشو:

١:کلاسيکه او بدوي ژبپوهنه:

هغه ژبپوهنه چي معيارونه يې د عامو خلګو له خولو ورته ټاکل سوي او علمي او اکاډميک اساس نه لري او تر ډېره ځايه يې موضوعات يو اړخيز وي او پر هغه باندي استناد هم نسي کېدلاى ځکه کوم شى چي علمي او اکاډميک بنياد و نه لري نو بيا له هغه څخه په علمي توګه کار نسي اخستل کېدلاى چي د پيرروښان،ارزاني خيشکي او خوشالخان خټک ادعاوي چي د پښتو ليکدود د ايجاد په اړه يې کړي دي د دغي دوري پوري اړوند کيږي او پيرمحمد کاکړ د دغي دورې وروستى څېړونکى بللاى سو.

٢:اوسنۍ او معياري ژبپوهنه:

په دغه ډول ژبپوهنه کي ژبه له ټولو اړخونو څېړل کيږي او هره خبره يې معياري او اکاډميک ارونه په ځان کي را نغاړي چي د دغي ژبپوهني بنسټګر مولوي صالح محمد کندهارى دئ،دا ځکه چي د افغانستان په نساب کي د پښتو ژبي د زده کړي لومړى کتاب هغه ليکلى او په دې کتاب کي له داسي ډول ژبپوهني کار اخستى چي ان په اوسنى زمانه کي يې هم د اوسني مشکلاتو د حل لپاره پوره او پر ځاى دلايل وړاندي کړي دي، چي زه په دې کوچنئ مقاله کي د ارواښاد د دغه ډول ژبپوهنيز زيار له منور مخ څخه د پردې يوه وړه پېڅکه را پورته کوم او يوازي د هغه دوې نظريې چي د هغه په پښتو ژبه کتاب کي چي په ١٣١٦ کال د کابل په سنګي چاپخانه کي چاپ سوى دئ او د حبيبې ليسې تعليمي کتاب دئ،راغلي دي تاسو ته وړاندي کوم مګر له يوه ډېر لنډ وضاحت او زبات سره:

١:له ډېره وخته راهيسي د پښتنو ليکوال ترمنځ پر دې خبره ناندرۍ رواني دي چي مونثي کلمې به څنګه جمع کوي يوه ډله د ښاغلي زيار په مشرى پر دې خبره پرته له کومه دليله ټينګ ولاړ دي چي مونثي کلمې چي په (هـ) ختمه وي بايد په اوږده (ې) جمعه سي چي دغي نظرې نه يوازي دا چي عام لوستونکي يې په شک کي اچولي بلکي ژبپوهنيز اساسات يې هم ځکه نه مني چي ژبه په ويونکو پسي ځي نه په ګرامرليکونکو او ګرامر پسي.

دوهمه ډله بيا دا خبره نه مني او ټول مونث اسمونه چي په (هـ) ختم وي په اوږده (ې) نه جمعه کوي او وايې چي په اوزونو کي يې توپير راځي لکه:

پزه پزي چي په لنډه (ي) جمعه کيږي.
خوله خولې چي په اوږده (ې) جمعه کيږي.
ښځه ښځي چي په لنډه (ي) جمعه کيږي.
پخه پخې چي په اوږده يا جمعه کيږي.

ارواښاد مولوي صالح محمد کندهاري د دغه مشکل د حل لپاره يوه خورا ښه طرحه په خپل کتاب (پښتو ژبه) ٢٦ مخکي د اوږدې (ې) يا د جمعي د (ې) په اړه داسي کاږي:
( در آخر هر اسم مونث که (هـ) باشد و ظاهر خوانده شود آنرا بياى مجهول بدل نموده جمع ساخته ميشود:

چون:
خوله خولې
پښه پښې
واله والې

و اگر (هـ) ظاهر خوانده نشود،بياى معروف بدل نموده جمعه ساخته ميشود:

چون:
سترګ سترګي
خوښـ خوښي
مځکـ مځکي))

زه د مولوي صاحب دا طرحه په اوسنيو عصري ژبپوهنيز اصول کي لږ داسي واضح کوم:

که چيري يوه مونثه کلمه په (زور يا زورکي) ختمه وي نو موږ د هغې کلمې خج(فشار) ګورو که چيري خج(فشار) د کلمې پر اخيري واول فونيم باندي وو نو هغه کلمه بايد په اږده (ې) جمعه سي لکه:

کوټه کوټې k w ṭ á
غوټه غوټې ṭ á wǧمسته مستې mastá
هيله هيلې hilá

او که چير خج يا فشار د کلمې پر ماقبلل اخير واول فونيم باندي وي نو په هغه صورت کي بايد مونثي کلمې د (ي) په مورفيم باندي جمعه سي،لکه:

کوټه کوټي k ẃ ṭ a
غوټه غوټي a ṭ ẃ ǧ
مسته مستي másta
هيله هيلي h í l a
٢:دوهم مسئله چي لا تر اوسه پوري د چا په زياته پيمانه ورته فکر نه دئ مګر زه همېشه د خلګو تر پوښتني لاندي پکښي راغلئ يم په خاصه توګه د هغه خلګو تر پوښتونو لاندي چي پښتو يې خپله ژبه نه وي او غواړي پښتو زده کړي،لومړى سر زما يوه جرمني ملګري سبيستيان په ١٣٨٩ کال کي ماته ايميل کړى وو پوښتلي يې وه چي ما کله پښتو پخوانۍ نسخې وکتلې په هغو کي مي د کلمې په اخير کي د متصل زور او زورکي تر منځ شکلي توپير و ليدى مګر په ورسته وروسته ډيرو لنډو وختو کي ولي دا خبره له منځه تللې ده او دوهم ځل زما يوه امريکا ملګري ښاغلي ډيويډ زوما زما څخه عيني پوښتنه کړې وه.

ما چي کله لرغوني متون او زړې ژبپوهني پسي راچپه کړې نو دا خبره په رشتيا سره هم د تامل وړ خبره وه مګر د حيرانى خبره ځکه نه وه چي هغه وخت دا کار سوى وو چي پښتو کمپيوټر ته ننوتې وه مګر په دې مي سر خلاص نه سو چي په قصدي توګه ليري کړل سوې وه او که په تېروتنه سره خو په هر صورت بېل اخره د ارواښاد مولوي صاب په کتاب پښتو ژبه بېلابيلو مخونو کي دې ټکي ته متوجې سوم چي ارواښاد مولوي صاب د زور لپاره د کلمو په اخير کي کله چي زور او زورکى متصله راځي نو زور د ګردي (ه) په څېر ليکي او زورکى د لکۍ داري يا په څېر د يوې کوچنئ لکئ په وسيله ښي لکه د دې کتاب په لومړي مخ اتمه کرښه کي د پنځـ کلمې ته يوه وړه لکۍ ورکوي يا هم لکه په پنځم مخ دوهمه او شپږمه کرښه کي اوبـ او ژب هم تر همدې قايدې لاندي راولي مګر د زور لپاره په شپږويشتم مخ پنځمه او شپږمه کرښه کي پښه،واله،خوله چي په زور ختمي دي د (ه) په فونيم ليکي،(د يادوني وړ ده چي خوله د تاريخي تحول له کبله په خوله اوښتې مګر اصلي بڼه يې خوله ده).

د دې کتاب د شپږم ويشتم مخ په لمن ليک کي د دغي موضوع په اړوند يوه ډېره ښه او پر ځاى طرحه وړاندي کړل سوى ده چي په داسي ډول ده:

( (هـ) که ظاهر خوانده ميشود بدين شکل(ه-هـ) چونه : خوله نوشته شود و که ظاهر خوانده نميشود بدينصورت (ه – ـ )چونه سترګ نوشته مىشود.

په دې توګه نو ارواښاد مولوي صاب په دې کتاب کي زيات شمير نوري طرحي هم وړاندي کړي مګر دا دوې يې چي د اوس لپاره د پښتو د ناندريز ليکدود د ژوندي پاته کېدلو لپاره ډېري مهمي مسئلي دي بايد په نظر کي و نيول سي تر څو له يوې خوا د پرديو له نيوکو خلاص سو او له بله پلوه يو واحده ليکنى نظام رامنځ ته کړو.

زه خپله دا لنډه مقاله پر دې خبره را ټولوم چي ارواښا مولوي صالح محمد کندهارى د پښتو د معصر ژبپوهنيز بهير بنسټګر، د پښتو په نساب ور ننويستلو سر لارى او د پښتو ژبي د پياوړتيا او بقا يو لوى مبارز وو .

اروا يې ښاده نوم يې تل پاته او ياد يې همېشه.