کور / علمي / د واول فونيم ارزښت د کلمې په اخير کي

د واول فونيم ارزښت د کلمې په اخير کي


د پښتو ژبپوهان د پښتو ژبي له څېړني،کتني او مطالعې وروسته پر دې خبره سره سلا ســــوي دي


چي په معياري توګه د لهجوي خصوصياتو په نظر کي نه نيولو سره په پښتو ژبه کي اووه معمول واولونه ستون لري چي هر يو يې پر خپل ځاى ارزښت او مهم رول لوبوي،دا اووه واولونه عبارت دي له (آ،ه ،ي،ې،و،و) څخه په دغه نښو کي دريمه نښه د پښتو زورکى بولي چي په لرغونې پښتو کي يوه خورا ښه او پر ځاى نښه ورته موجوده وه چي يوه وړه کرښه به لکه د زورکي والي (ۍ) په اخير کي چي سته کارول کېده چي تر ١٣١٥ هجري قمري کال پوري په پښتو ګرامر کي ژوندى وه او ان د مجاهدينو تر انقلابه پوري موجوده وه د طالبان د حکومت په لومړيو کي له ترڅه وخته پوري وه خو وروسته چي نور ټول چاپ چاري کمپيوټري سوې نو دا نښه له منځه ولاړه او زور(ه) او زورکى په يوه شکل ليکل پيل سول چي هم يې ګرامري نيمګړتيا رامنځ ته کړه او هم د ګرافيمونو تر منځ تېروتنه.


د پورته ذکر سو واولونه فونټيکي او فونيمکي دواړه شکلونه له مثالونو سره داسي دي:




  1. آ ……………. ā…………..آسيا،امريکا،کاناډا….



  2. ه…………… a……………تخته،پښه،پياده……



  3.    …………. ə …………..نيکه،وراره،لېوه…….



  4. ي …………. i…………….خپلوي،سړي،منګي…



  5. ې………….e…………….خولې،کوټې،مستې…



  6. و…………..o…………….بيزو،پيشو،زانګو…



  7. و…………..u…………….سالو،بازو،تالو…


اوس راګرځم خپلي اصلي موضوع ته چي په پښتو ژبه کي واول فونيمونه څونه مهم دي او څونه ارزښت لري؟


مخکي تر دې چي اصلي موضوع تر ور داخل سو په بحث کي د دخپلو دوو مهمو کلمو (فونيم او مورفيم) پېژندانه خورا اړين او مهم کار ځکه دئ چي د ليکني تر پايه بحث پر همدى دوو راګرځي:


١:فونيم:


فونيم تر ټولو کوچنى ږغيز واحد دئ چي خپله په ازاده توګه کومه مانا نه لري مګر په مانيزو کلمو کي مانيز تغير منځ ته راړي يعني دا چي که چيري موږ کومه مانا لرونکې کلمه و شنو نو هغه مانا لرونکې کلمه خپله مانا له لاسه ورکوي،لکه په لاندي مثالونو کي:


کور…….ګور………….د ک او ګ فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.


لور…….تور………….د ل او ت فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.


سل……شل…………د س او ش فونيمونو په بدلون سره پوره کلمه بدله سوه.


او داسي نو په زرهاو نور مثالونه هم سته.


٢:مورفيم:


مورفيم يو کوچنى ژبنى واحد دئ چي  خپله هم مانا لري او هم يې نه لري او د کلمې د مانا په بدلولو کي هم رول لوبوي له يوه يا څو فونيمونو څخه جوړ دى،پر دوه ډوله دى تړلى مورفيم او ازاد مورفيم ازاد مورفيم په مستقله توګه مانا لېږدوي او تړلى مورفيم په ازاده توګه خپله مانا له لاسه ورکوي:


ازاد                        تړلى            


کتاب        +       ونه     =   کتابونه


پوهنه      +       تون   =  پوهنتون           


سړى        +ي              = سړي                  


خوله         + ې             =خولې               او داسي نور


د واولونو فونيم او مورفيم پېژندي وروسته راځم په اصلي موضوع پيل کوم:


په پښتو ژبه کي د کلمې اخيري فونيم د کلمې څرنګوالى(جنسيت) ټاکي چي ايا دا کلمه مذکره کلمه ده او که مونثه ، دا ځکه چي په پښتو ژبه کي فونيم پر مورفيم او مورفيم پر جمله بانيد تاثير لري او د يو او بل جوړښت ته تغير ورکوي.


يوه بله خبره چي په عمومي توګه په ټولو ژبو کي د پام وړ ده هغه دا چي په هيڅ ژبه کي د کلمې مذکرتوب او مونث توب نومونه د هغه شي د څرنګوالي(جنسيت) په نظر کي نيولو سره نه تر سره کيږي بلکي د کلمې د فونولوژيکي جوړښت له مخي کيږي يعني ډيري په لکهاو کلمې سته چي فونولوژيکي جوړښت يې مونث دى مګر نومول سوى شى مذکر دى او يا هم برعکس.


موږ په دې وړه ليکنه کي د پښتو د واولو فونيمونو رول د کلمې په اخير کي څېړو  چي د پښتو واولونه چي کله د کلمې په اخير کي راځي کلمه څنګه اړوي او کلمې ته کوم شکل ورکوي،د دغه موخي د تر سره کوني لپاره هر واول ځان ته ځا ته څېړو او څرنګوالى يې ځان ته مالومه وو:


١:الف …آ…ā


د پښتو ژبي ټولي هغه کلمې چي په اخير کي (آ) فونيم راسي هغه کلمه په مونثه کلمه بدليږي او ټوله جمله د ځان پسي تر ګرامري قوايدو لاندي راکاږي،مثلاً:



ليبيا تر جنګ لاندي ده. 


افغانستان تر جنګ لاندي دئ.


په پورته جملو کي موږ وينو چي ليبيا او افغانستان داوړه هيوادنه دي دواړه تر جنګ لاندي دي مګر چون د ليبيا د کلمې په اخير کي د مونثيت فونيم راغلى دئ نو د ټولي جملې جوړښت يې د ځان پسي ورکښلى دى.


 


ياداښت:


په پښتو ژبه کي مونثي کلمې پر دوه ډوله دي. يو هغه مونثي کلمې دي چي د جنسيت له مخي ټاکل سوي دي او جوړ ه لري لکه :


نر-ښځه،چرګ-چرګه،غوا-غوايى او نور.


بل ډول مونثي کلمې هغه کلمې دي چي د تانيث علامه(آ يا ه) يې په اخير کي راغلې وي. يوه خبره چي له ډېره وخته په پښتو ژبه کي عامه ده هغه دا ده چي په پښتو کي د عربي ژبي په څېر مونث سماعي کلمې هم سته چي دا يوه بې ځايه خبره ځکه ده چي د ژبي د تاريخي اوښتون په اوږدو کي په هغو کلمو کي اوښتون راغلى دى په پښتو کي هيڅ مونث سماعي کلمه نسته چي ځينو کتابونو لاندي کلمې په مونثي سماعي ليکلي دي چي مونثي سماعي نه دي:


لمن….لمنه…….لمني


مياشت….مياشته….مياشتي


لويشت…..لويشته….لويشتي


 


داسي په سلهاوه نوري کلمې سته چي متحرک الاخيره دي مګر په ساکن الاخيره کلمو بدلي سوي دي چي دا کار په اويستا او سانسګريت ژبو کي هم تر سترګو کيږي چي يوه ښه مثال يې د دامنه په دامن بدليدل ښوولاى سو.


 


يو بل سوال چي د لوستونکو په ذهنونو کي ور وګرځي هغه دا چي د (کاکا،ملا،بابا،دادا،ماما،ابا…) کلمو په اخير کي خو هم (آ) راغلى دى مګر هغه خو مذکري کلمي دي د دغه سوال د جواب لپاره يوازي همدا جواب بسونه کوي چي دغه کلمې په اصل کي صفتونه دي او او موصوفات يې مذکر دي نو په دې اساس دا کلمې په مذکرو کلمو کي راځي او ځني داسي کلمې هم سته چي هم مذکري دي او هم مونثي يعني داسي صفتونه دي چي کله له نارينه سره راسي نارينه اصول پر تطبيقيږي او که چيري له مونث سره نو بيا ښځينه اصول ور سره تر سره کيږي لکه :


 


اشنا : اشنا مي راغله.


                اشنا مي راغئ.


 


٢:زور………ه…..a


د پښتو ژبي ټولي هغه کلمې چي په اخير کي يې زور راسي د هغې کلمې جنسيت مونث ګرځي لکه:


تخته،پزه،پښه،باغچه او داسي نور .


دلته بيا هم ځني کلمې سته چي په اصل کي صفتونه دي په اخير کي زور راغلى دئ مګر بيا هم و موصوف ته په کتنه سره يې څرنګوالى ټاکل کيږي لکه:


ساده:   


              ساده سړى.


              ساده ښځه.


پياده:


              پياده  هلک.


             پياده نجلۍ.



 


٣:زورکى….  (         يا ه)……ə


په پښتو ژبه کي ټولي هغه کلمې چي په زورکي پاى ته رسېدلي وي مذکري کلمې دي لکه:


نيکه،وراره،لېوه،زړه او داسي نور…


دلته هم ځيني داسي کلمې سته چي په اخير کي يې د زورکي غوندي اواز سته مګر جنثيت يې مونث دئ دا ډول کلمى هم د تاريخي اوښتون په مرحله کي اوښتي دي يعني اصلي شکل يې داسي نه دئ بلکي د زمان له اوښتو سره سم د دوئ په بڼه کي تغير راغلى دئ چي اوس هم په ډېرو لهجو کي په هغه پخواني شکل ويل کيږي دغه کلمې عبارت دي:


خوله،وياله،چاړه …



 


٤:لنډه يا………ي…………. e


په پښتو  ژبه کي د (ي) فونيم دوه حالته لري يعني هم د مورفيم په شکل راځي او هم د فونيم کله چي موږ د اسمونو څخه مونث صفتونه جوړه وو نو په هغه حالت کي د فونيم په شکل کي رول لوبوي لکه:  


خپل…..خپلوي


دوست…..دوستي


ښاد……ښادي


مست….مستي


شوخ……شوخي


او کله چي بيا د مذکرو او يا هغه مونثو اسمونو  د جمعي لپاره و کارول سي چي د تانيث نښه(ه) يې په ښکاره تلفظ نه سي او يا يې هم خج د ماقبل اخير واول پر سر راسي نو بيا مورفيم ګرځي،لکه:


ژمى…..ژمي


منى…..مني


سړى ….سړي


پسرلى…پسرلي


يا مونث:


ښځه ……ښځي


مينه…….ميني


پزه ……..پزي


کوټه…….کوټي


٥:اوږده يا……..ې……… i


دا فونيم هم د پورتني واول په څېر دوه حالته لري په ټولو هغه کلمو کي چي په اخير کي يې نموړى واول راسي هغه کلمه مونثه کلمه ده او که چيري کلمه ساده وه او د جمعي په څېر يې ياده (يا) په اخير کي نه وه راغلې په دې حالت کي د فونيم شکل لري،لکه:


ادې،ناوې،خواښې او داسي نور…


او کله چي بيا د هغه مونثو کلمو چي وروستى فونيم يا د تانيث نښه يې(ه) په ښکاره توګه تلفظ سي په هغه حالت کي د هغو کلمو جمعه د دغه واول په واسطه تر سره کيږي او د مورفيم رول لوبوي،لکه:


کوټه …… کوټې


اوږه …… اوږې


پښه ……پښې


سينه……سينې



 


ياداښت:


په ټولو اوسنيو ګرامرانو کي په واضحه توګه ليکل سوي دي چي ټولي هغه مونثي کلمې چي د (ه) باندي ختمي وي بايد په (ې) باندي جمعه سي چي دا يوه غلطه قايده ده او د فونولوژيکي نورمونو خلاف کار دى ځکه په پښتو ژبه کي د کلمې د پاي مورفيم د کلمې په مورفولوژي کي تغير راولي مګر دغه قايده له مورفولوژيکي قوايدو خلاف ده د دغي مسئلي د ښه وضاحت لپاره زه د دغه مشکل د حل لپاره درې مورفولوژيکي د حل لاري وړاندي کوم چي يو په بل پسي په لاندي توګه دي:


۱ د نړۍ والو مورفولوژيکي اصولو په نظر کي نيولو سره دا کلمات بايد د ژبپوهني په لابراتوارنو کي معاينه سي او وروسته يې ګرافيمونه ورته و ټاکل سي چي ستاسو د ښه ترا پوهېدو په موخه تاسو لاندي کلمات چي په (ي) باندي جمع کيږي له ځانه سره و  لولى او  بيا په څنګ هغه کلمات چي په (ې) باندي جمع کيږي و لولى چي تاسو ته معلومه سي چي دا دوى جمعي د اوازنو د ادا له مخي څونه توپير سره لري او پورتنى قايد غلطه ثابتوي:


پزه                   پزي                                پښه                 پښې


سترګه          سترګي                                 اوږه                  اوږې


ګوته             ګوتي                                 سږمه              سږمې


ښځه               ښځي                               پتاسه               پتاسې


پېغله              پيغلي                              ښائيسته              ښائيستې


 


اوس تاسو ګورئ  که چيري تاسو لومړى کتار جمعي و لولى نو يو ډول نرم اواز ورکوي او کله چي دوهم کتار جمعي و لولى نو يو ډول کش يا اوږد اواز ورکوي د ژبپوهني په لابراتوار کي چي کله اوز ثبتيږي نو د دغو دوو جمعو ګراف په بشپړه توګه يوه ده بله په توپير کي ښي.



 




  1. د دغه مشکل د حل لپاره دوهم اصل يو ګرامري اصل دى هغه داسي که چيري د هري مونثي کلمې په اخيري کي راغلې دا تانيث نښه په ښکاره توګه يا په نسبتي لوړه توګه و ويل سوه هغه کلمه بايد په اوږده (ې) جمعه سي لکه:


خپره                  خپرې


کږه                     کږې


شېله                شېلې


توله                  تولې


شپه                  شپې


او که چيري د تانيث علامه د ويلو په وخت کي سپکه او کرار لوستل کېده او ډېر زور نه پر راتلى په هغه وخت کي بايد په نرمه (ي) باندي جمعه سي لکه:



 


کونډه                  کونډي


پنډه                      پنډي


منډه                    منډي


ټنډه                        ټنډي


غونډه                 غوڼدي



 




  1. دريمه او تر ټولو ښه لاره دا ده چي موږ د خج،فشار يا زور په وسيله د دغه مشکل لپاره د حل لاره را و باسو هغه داسي که چيري په يوې کلمه کي خج يا فشار د کلمې پر اخيري واول وو نو بيا بايد هغه کلمه په اوږده(ې) باندي جمعه سي لکه:


کوټه                                            k w á                           کوټې


غوټه                                           á    wǧ                          غوټې


پلمه                                            p a l m á                        پلمې


چينه                                           č i n á                              چينې


ترانه                                          t a r a n á                       ترانې


 


اوس په پورته کلمو کي موږ وينو چي خج د کلمې پر وروستي واول باندي دى نو دا ټولي جمعي بايد په اږده (ې) باندي جمعه سي.


او که چيري خج پر ماقبلول اخير واول باندي وي نو په هغه صورت کي بيا بايد چي په لنډه (ي) باندي جمعه سي لکه په لاندي مثالونو کي:


 


کوټه                       k ẃ ṭ a                         کوټي


غوټه                      a  ẃ ǧ                       غوټي


هيله                        h í l a                       هيلي


بته                         b á t a                      بتي


ونه                         w á n a                     وني


اوس تاسو له درو لارو د دغه مشکل د حل لاره و ليدل چي هم يې ګرامري بنست او اساس درلودى او هم نوى ژبپوهنيز دا مشکل د پښتو کلاسيکو متنو پر اسناد هم د حل لاره لري خو دا چي په نوى ژبپوهنه کي تاريخي ژبپوهنه چندان ارزښت نه لري زه يې تر څېړني تېرېږم او هيله من يم چي پښتانه تر بېځايه سر زورى تېر او د علمي او اکاډميکو نورمونو په نظر کي نيولو سره د دغي مسئلې ژورو ته ور و لويږي.


٦: لنډ واو…… و………..o


په پښتو ژبه کي په ټولو هغه کلمو کي چي په اخير کي يې لنډ واو راسي هغه ټولي کلمې مونثي کلمې دي چي د جملې جوړښت په ځان پسي اړوي،لکه:


بيز،پيشو،زانګو او نور.


٧:اوږد واو …….و……. u


په پښتو ژبه کي ټولي هغه کلمې چي اوږد واو يې په اخير کي راغلى وي مذکري کلمې دي او د جملې جوړښت په خپل ځان پسي هم هغسي ورکاږي،لکه:


سالو،تالو،بازو او نور.


يادښت:


په پښتو ژبه کي د دغو دوو واونو پرته نور واونه هم سته مګر هغه واونه د ډيپټانګونو په څېر کاريږي چي دلته زموږ د بحث مورد نه دي او بله ده چي هغه په اصل کي کانسونيټونه دي چي د واول رنګ يې اخستى چي اوسني ژبپوهاني يې په تېروتنه سره نيمه واول بولي.


 


په درنښت


محمود مرهون


جمال مېنه


کابل-افغانستان