دراپور لیکل دورځني فعالیت برخه ده ، که چیري کوم مامورته وظیفه ورکړه کیږي چه ولاړسه اودپلانۍ پروژي څخه لیدنه وکړه ،نولازمه ده چه نوموړی مامور دپروژي څخه هراړخیزه کتنه ترسره کړي اودکتني په جریان کي پوره یادداشتونه ولیکي اوبیا دراپورلیکلو په وخت کي دهغه څخه ګټه واخلي. بعضا لیدل سویدی چه ګران ورونه دراپور دلیکلو په هکله څه ناڅه ستونزي لري ،زه دلته دعام راپور لیکلو لپاره څو مهم ټکي ستاسو سره شریکوم ،ددي ټکو په پوهیدو سره به تاسو وکړای سي چه یوه ساده اواسانه راپورولیکي .
راپور لیکل لاندي قدمونه لري :
۱-ترهرڅه دمخه راپورلیکونکی خپل نوم اووظیفه لیکي ،البته که چیري راپور تریوه ډیروکسانو لیکلی وی نو دهغو نومان هم باید ذکرسي ، مهمه ده چه پوه سي چه ستاسو لوستونکي څوک دي دهغه دپوهي په هکله باید پوره معلومات ولری چه بیاتاسو خپل راپور په هغه سویه جوړ کړي ،که چیري ستاسو دراپور لوستونکي ډیر پوه اومسلکي کسان وي نو بیا په هم هغه سویه راپور چه ټول تخنیکی اړخونه پکښي مراعات سویدي ولیکي ،یعني ارقام ،ګراپونه ،شواهد اوشاخصونه باید ولري . تاسو باید دلیدني پروخت ټول نقاط یادداشت کړي ،کوښښ وکړی چه ارقام په صحیح ډول یادداشت کړي
۲- هغه نیټه چه تاسو ساحي ته تللی یاست بیا ترراتګ پوري ولیکی (دراپور مده)
۳-عنوان ((Title:تاسوباید په لنډه ،ساده اوواضح ډول دراپور عنوان ولیکي مثلا په صنعتي پارک کي دفابریکو څخه لیدنه اوارزیابي، چه ددي عنوان څخه هدف هم دورایه ښکاره سي .
۴-کوم ځای ته تلل یاست ؟ کلي ،ولسوالۍ ،ولایت ځکه چه صنعتي پارک خو په هرولایت کي سته
۵-دمحتویاتو لست(List of Contents) : که چیري ستاسو راپور اوږد وی یعني ترلسوصفحو ډیر وی نو دمحتویاتو لست بایدولیکي ،یعني پریوه صفحه یوی خواته عنوانونه او دهغه په مقابل کي دصفحي شمیره ولیکي (البته ددغه صفحي څخه شماره مه راشروع کوی بلکه داصفحی ته درومي حساب شماره ورکړي .
۶-مقدمه(Introduction) : تاسو دراپور لیکلو اړتیا ولیکي چه دڅه مقصد لپاره دا راپور لیکي ،دموضوع په هکله معلومات ولیکي يعني که کومه پروژه ګوري نوددي پروژي په هکله عمومي معلومات ولیکي اوهمدارنګه کوم میتود چه تاسو استعمال کړی دی دهغه په هکله ولیکي مثلا کومه سوالنامه یا خاصه دسروی پاڼه مواستعمال کړی ده .
۷-دراپورخلاصه(Summary) چه بعضا دراپور په شروع اوکله بیا دراپورپه اخیر کي لیکل کیږي ، داخلاصه باید داسي جوړه سوی وی چه دراپورعمده نقاط په هغه کي منعکس سو ی وی ،اکثره لوړ امرین دومره وخت نه لري چه ټوله راپور ولولي نو دخلاصي یا لنډیز په ویلوباندي قناعت کوي .
۸-دراپور بدنه یاجسم((Body of the Report : دادراپور هغه برخه ده چه تشریحات پکښي راځي ، دابرخه کیدای سي واړه واړه عنوانونه ولري مثلا پرسونل یووړوکي عنوان وي کارڅه ډول مخ ته روان دی ،پرسونل پوره دي ،کار کوي ؟ پوهیږي ،دسپلین مراعاتوي ، دکارکیفیت او کمیت بل عنوان وی، که چیري ارقام وی نوبیا کیدای سي دجدولونو اوګرافونو څخه کار واخلو ، مثبت نقاط اومنفي نقاط کیدای سي نور واړه عنوانونه جوړ کړي ، ستونزي او چلنجونه کیدای سي بل عنوان وي . تصویرونه که وی نو دراپوراهمیت نور هم ډیروی(یو تصویر مساوی په زرولغاتو دی) ،که چیري مو دټولني دمشرانو سره کتلي وی اویا داړوندو دفترونو سره کتلي وی او دموضوع سره ارتباط ولري هغه ولیکي .
۹-دپای نتیجه(Conclusion) : مثال یی لکه دسینمايي فلم اخرنۍ صحنه ، یعني په دي برخه راپورلیکونکي دموضوع ياپروژي په هکله دډیرومهمو ټکو یو مجموع په خلص ډول ذکروي .
۱۰-وړاندیزونه (Recommendations) :
وړاندیزونه دکار داصلاح او بهبود لپاره لیکل کیږي چه بعضي وړاندیزونه سمدستي اجرا اوعملي کیږي اوبعضي یي داینده پلانګذارۍ په وخت کي تر غورلاندي نیول کیږي . کیدای سي چه ټول راپورونه وړاندیزونه ونلري
۱۱-ماخذ(Bibliography): دراپور په اخیر کي ماخذ راځي که چیري تاسو دکومو منابعو ،میتودو او کتابو څخه استفاده کړي وی نو هغه دماخذ ترعنوان لاندي ولیکي
۱۲- اشاري((Appendix اواختصارات:
معمولا په راپورونو کی داوږدو نومونو پرځای دمختصرو حروفو څخه کار اخیستل کیږي مثلا دروغتیايي نړیوالي موسسي پرځای ډبلیو اچ او لیکي ، دغسي مختصر سوی جملي او دهغه پوره نوم په اخیري صفحه کي لیکل کیږي .
۱۳-وروسته ترراپور لیکلو : دمخه ترشریک کولواو استولو باید لاندي نقاط وګوری
وګوري چه ستاسو جمله بندي ،املا او ګرامر غلطي ونه لري
ایا کومه نقطه موهیره ده ؟ خپل یادداشتونه يوځل بیا وګوری
ارقام یوځل بیا وګوری چه غلط خو نه دي
ایا راپورمو منطقي ښکاري.