کور / تازه خبرونه / پاريس:غلو د اپل پلورنځۍ څخه ديومليون يورو په ارزښت غلا وکړه

پاريس:غلو د اپل پلورنځۍ څخه ديومليون يورو په ارزښت غلا وکړه

د نوي کال د جشني مراسمو پر مهال په پاریس کي د Apple Opéra نومي پلورنځۍ ته څلور وسله وال کسان په زور داخل سول او د شاوخوا یو میلیون یورو په ارزښت اپل کمپيوټرونه،  آی فونونه او آی فډ کمپيوټرونه يې غلاکړل.


ددغي لويي غلا پرمهال د پاریس د پولیسو اکثریت په Champs-Elysées کي د نوي کال د جشني مراسمو په امنيتي چارو ګمارل سوي وو او پر وخت يې د غلو مخه ونه نيولای سوه.


د iPhone culb ویبپاڼي دراپور له مخي د نوي کال په شپه ماخستن شاوخوا نهه بجې وسله والو د اپل سټور ساتونکی تر وهلو وروسته وتړئ او د پنځلسو دقيقو په جريان کي وکولای سوه چي په اپل سټور کي د آی فونونو، آی فډ او اپل کمپيوټرونو کارتونه په لارۍ موټر کي ځای پر ځای کړي او له سيمي وتښتي.

که څه هم دفرانسې پوليسو د غلو د پيداکولو او پېښي په اړه دپلټنو خبره کړېده خو تر دې مخکي هم په فرانسه او داروپا په يو شمېر نورو هيوادونو کي په پرمختلليو وسلو سمبالو وسله لخوا دغلا نوري پېښي هم رامنځته سوي چي پوليس په ټولو پېښو کي د لاس لرونکو په نيولو نه دي بريالي سوي.


د فرانسې په مرکز پاریس کي د Apple پلورنځۍ په سيمه کي ددې شرکت يوه له لويو پلورنځيو څخه شمېرل کېږي.