د پاکستان څخه خبری سرچیني وایی چي،د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت دافغان حکومت سره دامن په خبروکې د پرمختګ لپاره دوی اته هغه افغان طالب بندیان له زندانونوخوشې کړي چې دطالبانودواکمنۍ پر مهال لوړ پوړي چارواکي وو .
دپاکستان د بهرنوی چارو وزارت داتوتنوخوشي کیدل تاییدکړي دي ، خو ددوی څخه یې دپنځو تنونومونه هم یادکړي دي . په دوی کې دطالبانو په وخت کي دهلمند پخواني والي عبدالباري ، دعدلیې پخوانی وزیر ملا نور الدین ترابي ، پخواني طالب چارواکي ملا الله دادطیب د مخابراتو وزارت مرستیال، دکابل پخواني والي ملا داود جان ، او پخوانی والي میراحمد ګل یاد شوي دي .
د سولې دعالي شورا دبهرنیواړیکو مشر اسماعیل قاسمیار یو شمیر رسنیو ته ویلي چي دوی د هغوطالبانو په برخلیک هم خبر نه دي چې پاکستاني چارواکي وايي له زندانونو څخه یې خوشې کړې دي ، ځکه د نوموړي په وینا دوی ته یوازې د خوشي شویو طالبانو یو لیست ښودل شوی او نوره څرګنده نه ده چې دا کسان اوس چیرې دي.