په ټولو برخو کې دپرمختګ لپاره هغه وخت لاره برابريږي چې هلته غوره اداره او ښه حکمدارۍ موجوده وي ، او دا اداره د تل لپاره د ولسونو په غوښتنه دسيمې او ولايت هر ډول پرمختګونه او کارونه مخ پر وړاندې بيايي .
که ياده کړو په اوس وخت کې په خوست ولايت کې داسې اداره شتون لري چې هر کار دولسونو په خوښه تر سره کوي او په دې ولايت کې يې دولسونو لومړۍ اړتياوو ته يې تر يوه حده مثبت ځواب ويلى دى.
رابه شو دبيارغونې برخې ته دلته شته ادارې په زياتو برخو کې داسې پروژې پلي کړي دي چې په اوسه وخت کې دهغې څخه په پراخه اندازه ولسونه ګټې پورته کوي او داسې پروژې هم تر کار لاندې دي چې دهغې څخه به نه يوازې دخوست ولايت ولسونه ګټه پورته کوي بلکې دټول هېواد ولسونه به دهغې څخه ګټه پورته کوي .
ددې پروژو څخه يوازې هغه پروژې ياد وو چې دخوست ښار لوديځ لور ته په ازادۍ مينه کې پلې شوي او ياپلې کيږي ځکه دغه سيمه دوه کاله پخوا دغه سيمه غصب شوې وه خو کله چې دخوست ولايتي ادارې دغصب په وړاندې خپلې هڅې پيل کړې نو دنورو غصب شويو دولتي ځمکو تر څنګ يې دا سيمه هم له غصب څخه خلاصه کړه او اوس د١٢٠٠ کورونودجوړولو تر څنګ زياتې لوى او وړې پروژې هم په کې پلې او پلې کيږي .
دمتحده عربي اماراتو په مالي لګښت اوددرې ميليونه ،نوي زره افغانيوپه ارزښت جوړ شوى مسجد چې دمتحده عربي اماراتو هېواد ديوې ميرمنې شما عبدالله لوتا په هلو ځلو او مرسته جوړ شو دغه مسجد په ٢٥٠متره مربع ځمکه کې جوړشوى چې په يووخت کې د٦٠٠لمونځ کوونکو ځاى لري اوددې ترڅنګ همدا مسجددامام اطاق ،څاه ،تشنابونه او دنورو اړينو ملحقاتو څخه هم برخمن دى.
همداشان په همدې ازادۍ مينه کې دولايتي ادارې لخوا دښاروالۍ دانشکافي بودجې څخه د(٤٩٤١٥٤٦٠) نهه څلوېښت ميليونه څلورلکه پنځه لس زره څلورسوه شپېته افغانيوپه ارزښت سرک او دسړک دباراني اوبو دلښتي ګټې اخيستنې ته سپارل شوي.
چې دغه سړک١١٦٠متروپه اندازه اوږدوالي اود١٤مترو په عرض سره په اساسي توګه ياد سړک جوړ شوى او ديادسرک ددواړو خواوته دباراني اوبو دلښتي هم جوړ شوي
او دجوړيدو چارې يې دشپږو مياشتوپه اوږدوکې پاى ته رسيدلي
دهمدې ازادۍ مېنې داسيدونکو لپاره په يوه ښوونځي هم کار روان دى تر څو ددې ازادۍ مېنې د اوسيدونکو اولادونه په همدې ځاى کې خپلې زده کړې سر ته ورسوي ياد ښوونځي د ١٦ميليونه ،٤لکه ،٩١زره ، څلورسوه افغانيو په ارزښت دمخدره موادوپرضددمبارزې دوزارت دGPI څانګې په مالي لګښت سره په دوه پوړونوکې په اساسي توګه جوړيږي چې ١درسي خونې ،لس بابه تشنابونه او د٣٨٠مترو اوږدوالي په اندازه به څلورديوالي هم ولري دانجونو دلومړني ښوونځي په نوم سره ياديږي .
اودجوړيدو کارونه به يې ديوکال په اوږدوکې پاى ته ورسيږي .
په دې برخه کې موږ دهمدې ازادۍ مېنې داوسيدونکو سره خبرې اترې کړي دي او له دوى مو پوښتلي چې په دې برخه کې ستاسو اسانتياوې څومره حل شوي او په نور برخو کې کومې ستونزې ستاسو په وړاندې پرتې دي .
په سر کې په دې اړه زمان داسې وايي کله چې خوست ولايتي ادارې دغه ځمکه دغصبينو له منګولو خلاصه کړه او موږ دلته په خپلو کورنو باندې دجوړولو چارې پيل کړې نو دچارو سره سم د دولت له لورې هم په دې سيمه کې کارونه پيل شول .
دى زياتوي زموږ هغه ستونزې يې حل کړې چې موږ په لومړيو کې ورته اړتيا در لودله لکه د مسجدونو جوړول دسړکونو جوړول ،دپارک جوړول او دښوونځيو جوړول چې دا دي اوس دلته دا هر څه موږ لرو .او دلته دولت لخوا رغول شوي او لا پرې کار روان دي .
ده داهم وويل موږ په اوس وخت کې دڅښاک اوبو ته زياته اړتيا لرو او ددې تر څنګ کناليزسيون هم زياته اړتيالرو نو دولت دې په دې برخه کې پاملرنه وکړي ترڅو دلته زموږ ټولې نيمګړتياوې حل شي .
ده په خپلو خبرو کې زياته کړه موږ دلته له ولايتي ادارې سره هر ډول همکارۍ ته تيار يو ځکه همدې ولايتي ادارې زموږ سره ددې ځمکې په خلاصون کې زياتې هلې ځلې کړې دي .
په دې اړه غزيز هم وايي چې په ازادۍ مېنه کې نه يوازې بلکې دخوست په ټولو ولسواليو کې دبيا رغونې کارونه تر سره شوي دا تير دوه کلونه دبيارغونې په برخه کې يوه نمونه ده خودى په قرارداديانو نيوکه کوي چې ټول قرارداد يان په دسړکو ودانيو او داسې نورو قراردادنو کې ورکړل شوي پيسې په مکمل ډول سره نه مصرف وي او زياتر ه پيسې دځان په ګټه تمامه وي .
ځکه زياترو ځايونو کې کله چې يو قراردادى نه قرار داد ورکړل شي نو هغه يې بيا بل قراردادي ته په قرارداد ورکړي چې دا دواړه کسان دځان لپاره پيسې په کې اوباسي ،په دې سره هغه پروژه خپل دکليفيت له لاسه ورکوي او دڅه وخت په تيردو سره سړک او يا وداني خپل جوړښت له لاسه ورکوي .
نو په کارده چې قرارداد يان زياتې پيسې دځان په ګټه تمامې نه کړي او يو څه ګټه بايد دولسونو هم په نظر کې ونيسي .
بل لور ته دولت ته هم په کارده چې داسې چاته ديوې پروژې کار وسپاري تر څو داکس په ښه ډول سره ورکړل شوي کار سرته ورسوي .
په دې اړه دخوست ولايتي اداره وايي چې موږ دتل لپاره داسې کسانو ته قراردادونه ورکووچې هغه شرکت ولري او دشرکت ټول سمان ولري دې سره په څنګ کې موږ دهرې پروژې څخه نظارته هم کوو ترڅو شرکتونه پروژې په سم ډول سره سرته ورسوي .
ديادونې وړده چې اوس هم په ازادۍ مېنه کې په ځينو پروژو باندې کار روان دي او دې سره په څنګ کې دخوست ولايتي ادارې لخوا يو پارک هم جوړ شوى ترڅو ددې ځاى ماشومان او ځوانان په دې پارک کې لوبې او مطالعه وکړي.