کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه:په افغانستان کي یو میلیون اودوه لکه زره جریبه دولتې ځمکه غصب شویده

ولسي جرګه:په افغانستان کي یو میلیون اودوه لکه زره جریبه دولتې ځمکه غصب شویده

دافغانې تلویزیون دخبرو له مخې دافغانستان ولسي جرګې دڅېړنې اومطالعې ځانګړي کمېسيون اعلان وکړ؛ چې تردې دمه په ټول افغانستان کې، څه باندې يوميليون اودوه لکه پنځوس زره جريبه دولتي ځمکه له مختلفولارو په غیرقانوني ډول سره غصب شوېده.
ددې کميسيون غړي صالح محمدسلجوقي پرون دشنبې په ورځ دجرګې په عمومي غونډه کې وويل؛ پردغودولتي ځمکو په غيرقانوني توګه کورونه، دکانونه، مارکيټونه، ښارګوټي اوداسې نوري وداني جوړ شوي دي. ده وويل: (( لويوغاصبينويولکو اته دېرش زره نه سوه نهه نوي جريبه دولتي ځمکه غصب کړې، په دويمه درجه کې هغه غاصبين راځي، چې يولکو نهه زره جريبه يې غصب کړېده.
دولسي جرګې ځانګړي کمېسيون دا څېړنې د کرنې، عدليې، کورنيو چارواو ښاري پراختيا دوزارتونو،لويې څارنوالۍ،سترې محکمې اوښارواليوسره دګډوڅېړنو په لړ کې ترسره کړي دي.
سلجوقي داهم وويل،چي يوازې دکابل ښار په مختلفوسيموکې څه باندې اوه څلويښت زره جريبه ګران بيه دولتي ځمکه ديوولسولويو غاصبينوله خوا غصب شوې ده اودا لړي په ګړیندیتوب سره روانه ده.
ده دا هم وويل، تر اوسه پوری چې په هېوادکې هرڅومره ښارګوټي جوړشوي دي دهغوی له جملي نه دوه سوه اته ويشت يې پر دوه لکه اته ويشت زره جريبه غصب شويودولتي ځمکو باندی ولاړ دي ،چي هیڅ قانونې اسناد نلري.
د جرګې ځينو غړو وويل، دځمکو دغاصبينو د نومونو، نه افشا کول کېداى شي، خلکو ته دا شکونه پيداکړي، چې ګواکې د دې کمېسيون غړي غواړي د خپلو شخصي ګټو په خاطر غاصبين ترفشارلاندې راوړي.
خو د کمېسيون غړو وويل، چې په دې اړه نورو تحقيقاتو ته اړتيا ده او د راپور له بشپړېدو وروسته به د غاصيبينو نومونه اعلان شي.
د ښاري پراختيا وزارت د معلوماتو له مخې، همداوس په ټول هېواد کې هره ورځ له زرو څخه تر يو زره پنځه سووجريبو پورې دولتي ځمکه د زورورو له خوا غصبيږي.دا وزارت وايي، دې مسالې ډېرې پراختيايي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
دیادولووړده چي دافغانستان په حکومتي اداروکي دفساد اودر غلي کچه خپلي اخرني پایلي ته رسیدله ده او ددولت لوړ پوړي چارواکي دغلو،قاچاقبرانو،غصب کونکو،بډی اخیستونکوو داړه مارانو سره مله دی اوددوی په مرسته دپولیسو، څارنوالي او د قضاعدلي ارګانونوقانوني چاري دشفافیت اوعدالت په چوکاټ کي دعمل په ډګرکي نه پلي کیږی. چي ښکاره بیلګه یی څو موده مخکي دملګروملتونودیوي نړیوالي اداري دیوه رپوټ خپرول وو، چي افغانستان دنړي په کچه دفاسدوهیوادونو په لمړی سرکي راځې.