دافغانې رسنیو دخبروله مخې راپورونه وايي ،چې دتورخم ددروازې دتړل کیدوله کبله دواړوغاړو ته د ښځواو ماشومانوپه ګډون زرګونه افغان کورني بندپاته دي اوتراوسه پورې دې سړې هوادرې ماشومان وژلي دي .
دننګرهارځایی چارواکو خبر ورکړی دی چي هلته دپولي دتیریدوپه تمه دواړوخوا ته ډیر افغانان دسړي هوا، باد اوباران له لاسه تر پزي راغلې دي اوتردي دمه درې ماشومان دسړې هواله کبله وژل شویدي اودلسګونوسپین ږیرواو بوډاګانو عادی حالت خراب دی.
دډیورندپرکرښه دتورخم ګډه پوله دافغانستان اوپاکستان ترمنځ تل دستراتیژکوهدفونواودسیاسي غرضو په موخه کارول کیږي،کله خلاصه اوکله بنده پا ته شي. پردي لاره باندي دورځې په زرګونوخلک تګ اوراتګ کوې او په سلګونودخوراکي توکو ډکي لاري ، دسورلي بسونه او شخصي موټران ورباندی تیریږي.دیادونې وړه ,چې په پاکستان کې هر ورځ په سلګونو افغانان د پولیسوله خوا ځورول کیږي ، وهل کیږي ، ټکول کیږي اوزندانونوته اچول کیږي.
دننګرهارولایت دچارواکوڅخه پرته تراوسه پوری هیڅ دولتي افغان چارواکي دپاکستان ددې اقدام په اړه څه نه دي ویلي،اوافغان سفیرداوؤدزی هم دافغانستان دبهرنیوچارودلوړ پوړي چارواکي په توګه ددي ستونځي دحل لاره نه دی موندلئ.