کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دثور داوښتون کورنی شرايط او نړيوالې پايلې ( دريمه برخه )

دثور داوښتون کورنی شرايط او نړيوالې پايلې ( دريمه برخه )

دازل په ورځ دبرخو جواری وه
ای رحمانه چا بايللې چا ګټلې 



د تيری دوهمی برخی سره په تړاو کی :
دافغانستان دسياسی کړو وړو ټول اړخونه دکرملين تر لوپ ( ذره بين ) لاندی څارل کيدل او کله چی ئی په ١٣٥٦ کال کی وارزول ، کرملين پدی خبره باوری شو چی دپرچم اړخ پدی وخت کی دمرکزی کميټې د دوو غښتلو کسانويعنی کارمل او ميراکبر خيبر  ترمنځ سياليو او مخالفتونو ډير ځپلې او د ټوټه کيدوپه درشل کی وو . د بلې خوا بيا دنورمحمد تره کی په مشرۍ د خلق دموکراتيک ګوند دمرکز او ليرو سيمو دروڼ اندو ترمنځ ، په تيره بيا په اردو کی ريښی خورا اوږدی ځغلولې او د داود خان دولت نور دهغه دځپلو توان ندرلود ځکه چی د اړتيا په وخت کولای شی وسله وال پاڅون تر برياليتوبه ورسوی . اوس نو کرملين دی پايلې ته ورسيد چی بايد دپخوانې منشعب شوی سازمان دواړه اړخونه چی پوره لس کاله ئی جدا او ان يو دبل پرضد فعاليت کړی وو ، يوار بيا سره يوځای او يو واحد ګوند تری جوړ کړی . ببرک کارمل چی د خلق دموکراتک جمعيت په وړوکی سازمان کی دنورمحمد تره کی دمرستيال پر مقام قناعت نه کاوه او له کبله ئی انشعاب وکړ او سازمان ئی دوی ټوټې کړ ، اوس ئی تر لس کلنۍ رياست ، دشهرت ګټلو پخاطر مبارزی ، سياسی ودی او هراړخيزوهلو ځلو وروسته پدی پلمه چی ګويا زوريدلۍ اولس له ده نه قربانې او تيريدنه غواړې ، کرملين و دی ته حاظرکړچی په واحد ګوند کی يواربيا دسپين ږيرې نورمحمدتره کی مرستيالۍ ته غاړه کښيږدی . که څه هم په خلقی اړخ کی ډيروکادرونو او په ځانګړې توګه حفيظ الله امين او هغه ته نژدی کسانو داکار يو بی نتيجی ميخانيکې عمل ګاڼه ، مګر په ټوليز ډول ئي د نورمحمد تره کي د نه خفه کولو پخاطر غاړه ورته کښيښوده .  
         په پوره يقين سره ويلای شو چی دخلق دوکراتيک ګوند په بيا يووالې کی کرملين دری ګټورې موخی په پام کی نيولې وی : 
١ – دکارمل په مشرۍ دپرچم اړخ دتجزيه کيدو څخه ژغورل .
٢ – سردار محمد داؤد چی اوس ئی دشوروی پلوه سياست نه ١٨٠ درجی مخ اړولۍ ، ددوی د دښمنانو سره ئی د دوستۍ تار اچولې او دپراخو مرستو وعدی ئی ورنه ترلاسه کړی وی ، بايد دګوند په بيا يوځای کيدو سره ئی غوږونه يوڅه تاؤ شوی وای . 
٣ – که چيری داسی يو حالت رامنځ ته شی چی ګوند و وسله وال پاڅون ته مجبورکړی ، نو د بريا په صورت به ( چی حتمی ښکاريده ) دکارمل ډله دهغه د لاسته راوړونو څخه بی برخی پاته نشی او دناکامۍ په صورت کی به بيا يوازی خلقيان وځپل شی ځکه چی د اردو برخي ګوندی سازمانونه په واحد ګوند کی سره ګډ شوی نه وه او کرملين دخپلو سلاکارانود لاری پدی ښه خبر وو چي د پاڅون توان يوازی دخلقيانو سره پاته دي .


         د يادونې وړ ده چی دګوند مرکزی کميټې داپريکړه کړی وه چی د سردار محمد داود په مشرۍ به د جمهوری دولت هر اړخيز ملاتړ کوی او يوازی ئی په دوو حالتونو کښی وسلې ته دلاس اچولو حق دځان سره خوندی ساتلۍ وو :
١ – که چيری نوموړۍ دولت د نورو کسانو لخوا ديوی کودتا پواسطه سرنګون شې نو ګوندی سازمانونه به دهغو کودتاچيانو په مقابل کي وسله را اخلې او واک به پخپله ورنه تر لاسه کوی . 
٢ – که چيری پخپله اولسمشر محمد داود دګوند په ځپلو باندی اقدام وکړي نو ګوند به دځان د دفاع پخاطر وسله وال عمل ترسره کوی .
       په هيواد کښی وروستې پيښې داسی پرمخ ولاړی چی د١٣٥٧ کال په پسرلې کښي دمير اکبر خيبر تروريستې وژنې او د هغه دجنازی پر مهال دمظاهری او مټنګ په بڼه دګوند د زور ښودنې امتحان سياسی نورمال بهير پر بل مخ واړاوه .  ميراکبر خيبر چی دګوند په پرچمی اړخ کی يو غښتلې اواغيزمن سړې وو، ددوی دګوند په داخلی مبارزه کی د کارمل ډير سرسخت رقيب او حريف شميرل کيدی . دده مينه وال په ګوند کی خوا ډير وه او که د دواړو اړخونو يووالې ځنډيدلې وای ، په پام کی وه چی د کارمل ځای ناستۍ وټاکل شی  . دده د وژلو په هکله مختلف شکونه موجود دی .                                         


خدای بخښلۍ عبدالقدوس غوربندۍ چی دپرچم په مرکزی کيټه کی يو پياوړۍ غړۍ پاته شوی وو ، د ژوند په وروستيو کښې ئی يوکتاب خپور کړ . ارواښاد غوربندی په خپل دغه کتاب کښی د خيبر دشخصيت ، په پرچم اړخ کی دهغه دمحبوبيت ، په تيوری کښی دهغه د ژور استعداد ، په سازمانی چارو کی د هغه دتوان او همدارنګه دکارمل سره دده د مخالفتونو په هکله بشپړ معلومات ليکلې دې . دې څرګندوی چی دده د ډارولو پخاطر کارمل څوځلې دی په مرګ تهديد کړې هم وو او پدی اړه ئی دخپلوسترګوليدلې حال دلوستونکو سره شيريک کړی دې . کله چی د  ١٣٥٨ کال دجدی پر٦ روسانو ديرغليز اشغال وروسته کارمل ته دچارو واګی پلاس ورکړی او ده دخيبر د وژنې په اړه غوږونه کاڼه واچول او پدی هکله ئي دهيڅ ډول جنايی څيړنو امر ور نکړ ، په خلګو او ګوندی کړيو کښی داشک غښتلې شو چی کارمل له خيبر نه سخته کرکه درلوده او په غالب ګمان به . . . . .


        په هرحا ل ، دخيبر وژنه که دهرچا پلاس تر سره شوی وی ،  د پيښو د سياسی بهير په اړه يوپلانيزه عمل وو يا يوه تصادفی  کړنه ، خو دهيواد نسبتا ارام چاپيريال ئی ولرزاوه . د ګوند د زور ښودنې تظاهر سردار محمد داود چی ځان ئی پر اوضاع باندی پوره واکمن گاڼه ، په قهر راوست ، وئی غوښته په يوه پريکنده ګام سره ټولې سياسی ډلې و ډاروی او پرځای ئی کښينوی نو ئی دخلق دموکراتيک ګوند په ځپلو ، ټکولو او سرکوبولو لاس پوری کړ . دګوند مشران ئی په ډله ايز ډول زندان ته واچول او دملې خاينانو پنامه ئی اعلان کړل چی دقانون له مخی ددی ډول کسانو جزا اعدام دی . هغه وو چی دمرکزی کميټې دپريکړو له مخی ددوهم واريانت شرايط منځته راغلل يعنې که چيری داود خان دګوند وسرکوبولو ته اقدام وکړی نو دوی هم دځانه څخه وسله واله دفاع خپل حق ګڼی . لنډه داچی د ١٣٥٧ کال دثور په اوومه نيټه د وسله وال پوځ ګوندی سازمانو غړو په سپينه ورځ وسلې را واخيستې او په لنډو کښی ئی د داود خان په طرفداری د وسلوالو ټولګيو مقاومت له منځه يووړ او دچارو واګی دهيوادپه تاريخ کی دلومړې ځل لپاره ديوه سياسی ګوند پلاس ورغلې ، کوم چی نه ئي  پخپله په دولتی چارو کښی  دعملې سياسی رهبری کولو تجربه درلوده او نه هم اولس ددی ډول فوری تغيراتو ومنلو ته اماده ګی . په خواشينې سره بايد ووايو چی دپاڅون  پدی اقدام  کی د دواړو خواوو څخه پروطن مين هوډمن افغانان ورګډ وه ، په ميړانه يودبله سره وجنګيده او دواړو خواوو زيات شمير تلفات ورکړل  چی دهررښتنې افغان دپاره زړه بوګنونکې خبره ده .


       هغه وخت که داکارهرڅومره هم يو پرځای عمل وګڼل شو ، خوپه نننی شرايطو کښی به پدی هکله داډول قضاوت او پريکړه کول اسانه کار نه وی ، داځکه چی :


الف – دايوه پلانيزه دنده نه بلکه يو تحميل شوی عمل وو . داود خان ته نژدی ناوړو لاسونو هغه تحريک کړ تر څود وسله وال پلو نه ديوه غښتلې سياسی ګوند په ځپلو لاس پوری او هغه دځان ددفاع پخاطرو وسله وال پاڅون ته وهڅوی . 
ب – تجربې وښوده چی دا اقدام دټولنې د عينی او ذهنې شرايطو سره برابر سنجول شوی نه وو . 
ج – دهيواد په دننه ، په سيمه اونړی کښی دداسی اوښتون په اړه معنوی خواخوږی او د واقعی مادی ملاتړ سرچينې په صحيح توګه په ګوتو شوی نه وی . لکه څنګه چی وروسته څرګنده شوه ترټولو ډيرحساب دلستوڼی پرمار( شوروی اتحاد ) باندی ترسره شوي وو .


د – د ١٣٥٨ کال دجدی ٦ نيټه دهمدغه اوښتون د وروستيو پيښو په تعقيب منځته راغله چی د سيمی او نړۍ په کچه ئی دافغان اولس دپاره يوه ستره غميزه سوغات راوړه . وايی چی تر بی عقل دوست هوښيار دښمن ښه دی . افغانانوبه هر وخت چی وای دداسی کم عقل دوست نه به ئي لکه دشوروی مشران ، ازار ليدلې وای ځکه چی په ګرمو اوبو غسل کول ددوی يوه پخوانۍ تاريخی هيله وه . خو ددغی هيلې وتر سره کولو ته ئی يوازی د ثور داوښتون وروسته اميدونو غوټۍ وسپړلې . يو روسی متل دی چی وايی : که زور لری نو دعقل اړتيا دی نشته . دايو واقعيت چی کرملين زور درلود خو دعقل کمبود ئي ددی لامل شو چی په غلطه سره شرايط په خپله ګټه وسنجوی . دوی يوازی داکافی ګڼلې وه چی دثور دڅپڅپاند حالت وروسته کولای شي دافغان مشرانو دباور په ترلاسه کولو سره ، دهغوی په لستوڼی کی د مارپه توګه دوی غافلګير او په لنډ وخت کی خپل لاسپوڅۍ ته د ارګ واک وسپاری . پدی توګه د ثور ٧ نيټه دجدی د ٦ نيټې دستری غميزی سره وتړل شوه او دهغه علت او انګيزی دپاره چی دسايبريايی خرس رسيدل تر تودو اوبو پوری وو ، يوه بهانه او پلمه وګرځيدله . همدغه شې ډير بنسټيز ټکۍ دی چی ځوان سياست خوښونکې ئی بايد په پام کی وساتې ، دچاپيريال سياسی بهير په ځير وڅيړی ، بالقوه او بالفعل دوستان او دښمنان يو له بله جدا او ورسره سم حساب پری وکړی .


       اولسمشر محمد داود هم پدی پيښه کی دخپلې کورنۍ دغړو سره يوځاي دنورو قربانيانو ډلې ته ور ننوت . که څه هم داود خان يو ديکتاتور او ځان غوښتونکۍ مشر وو ، خو زما په اند دهيواد دټولنيزی ودی په هغه پړاو کښی دهغسی يوه  دسپلين سره يو ځای مناسبه ديکتاتوری تر اوسنۍ دموکراتيکی انارشۍ ډيره ګټوره  ، په هيواد او سيمه کی دسياسی ټيکاو لامل ګرځيدلې وه . زه پدی باوريم چی دهيواد په معاصر تاريخ کښی اولسمشر محمد داود د وطن سره د زياتې مينې درلودلو له کبله د ډيرو وطنپالو مشرانو دسرپه ډله کی دريدلای شی . دی يو ترقی غوښتونکۍ ملې شخص وو ، عالې اخلاق او ډير عادی ژوند ئی درلود . دی يو باعزته او باناموسه مشر او دټولو هغو اخلاقی نيمګړتياو څخه پاک وو چی په وروسته پاتو ټولنو کښی دولتې مشران تر ستونی پوری ور پکښی غرق دی . دده يو ځوی دکابل پولې تخنيک انستيتوت کی زما سره يوځای استاد وو چی دافغانې ښکليو اخلاقو له مخی داسی يوه په زړه پوری بيلګه وه چی بايد په موزيم کی وساتل شی . زموږ هيواد دلومړې ځل لپاره د داود تر مشرۍ لاندی ديوه ډير عصری ( مدنی قانون ) چی په سيمه کی ئی سارۍ کم وو ، څښتن شو . هغه اقتصادی پلانونه چی دخارجی مرستو پر بنسټ ده عملا پيل کړيوه او په پوره برياليتوب سره پرمخ روان وه ، په واقعيت سره د يوی سوکالې اوغوړيدلې ټولنې دجوړيدو پيلامه وه . خو افسوس او زر افسوسه ! دده په نژدی کړيو کښی د ( کا جی بې ) اجنټانو ، دې دداسی يوی ډلې په مقابل کی تحريک کړ چی دپوره وسله وال توان سره سره ئی دده بشپړ ملاتړ ته هوډ کړی وو . که داسی يوه وطنپال او ترقی غوښتونکې مشر پر داسی يوه غښتلې سياسی جوړښت باندی تکيه کړی وای ، اولس به نور د يوی غوړيدلې او سوکالې ټولنې دجوړولوطلايی چانس له لاسه نه وای ورکړې . خو داشۍ دهيواد دسوګند خوړلو دښمنانو هيله نه وه اوهيڅ وخت ئی هم دليدلوسترګې نه ورته درلودی .
( ددريمې برخی پای . نوربيا )