کور / تازه خبرونه / مخدوم رهين وايي د کندهار تاريخي اماکين به ورغوي

مخدوم رهين وايي د کندهار تاريخي اماکين به ورغوي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين په کندهار کي وويل چي ډېر ژر به ددې ولايت د تاريخي اماکينو د رغوني لپاره جدي هڅي پيل کړي.
نوموړي چي تيره ورځ چهار شنبه کندهار ولايت ته راغلى، دلته يي د خرقې مطهرې، احمد شاه بابا مقبري او په زاړه ښار کي د نارنجه ماڼۍ څخه ليدنه وکړه او همالته يې وويل چي ډير ژر به يو پلاوى راوليږي څو په لومړي سر کي د خرقي مطهري له زيارت او احمد شاه د زيارت سروي وکړي او د ترميم لپاره به يي لاس په کار سي .
رهين چي په تېرو کلونو کي يي د کندهار ولايت د تاريخي ابداتو څارني او رغوني ته چندان پام نه دى کړى په کندهار کي د ولايتي ادارې او اطلاعاتو فرهنګ رياست لخوا سوي کارونه خورا زيات وستايل او ددي ولايت موزيم او کتابتون يي د افغانستان په کچه تر ټولو غني وبلل.
د فرهنګ وزير ته هغه ٧٦ ټوکه کتابونه چي په تېر کال کي د کندهار ولايت مقام او اطلاعاتو فرهنګ رياست لخوا چاپ سوي هم وښوول سول او ترڅنګ يي د طلوع افغان ورځپاڼي کاپياني هم چي اوس رنګه چاپيږي ورکړل سوي .
نوموړي ته وويل سول چي د اطلاعاتو فرهنګ رياست مطبعه له کلونو کلونو راهيسي غير فعاله ده او دلته په ټولو برخو کي نشرات يوازي او يوازي د ولايت مقام او فرهنګ رياست لخوا د ملي تاجرانو په مرسته سوي چي پکښي وزارت هيڅ راز ونډه نه ده اخستي .
هغه ژمنه وکړه چي په کندهار کي به د عامه کتابتون سره د زر ټوکه بيلا بيلو کتابونو مرسته وکړي او لنډه موده وروسته به د لرغون پېژندونکو يو ټيم هم راوليږي چي دلته په ميوزيم کي پراته تاريخي اثار او د هغوى قدامت وګوري.