په ۲۰۰۸ کال کښي دکندهار په منډیګک ماڼۍ کښي، د ارواښاد علامه حبیبي صاحب په ویاړ یوه لمانغونډه جوړه سوې وه.دلمانځغونډي په پیل کښي، دلوړ رتبه دولتي مقاماتوله ویناوو څخه وروسته، دغونډي نطاق ډاکټر صاحب عبدالرازق پالوال وینا کولو ته ور وبلئ. تردغه ورځي پوري ما دډاکټر صاحب پالوال وینا مخامخ نه وه اورېدلې، خو خلګو یې دتکړه والي ډېرصفتونه راته کړي ول. کله چي پالوال صاحب سټېج ته ورغلئ، نو ما فکر کوﺉ چي ډاکټر صاحب به د خداي بخښلي استاد حبیبي صاحب دژوند، زده کړي، دندو او دآثارو په اړه داسي وینا حاضرینو ته واوروي لکه نور لیکوالان چي یې دمعمول په ډول بیانوي. مګردډاکټر صاحب زړه له دردونو ډک وو، دبې ځایه لغتونو جوړولو ځورولی وو، دناروا تقلید څخه یې سخته کرکه کول؛دحبیبي صاحب په اړه یې خبري ونه کړې،خپل دردونه یې بیان کړه، دکندهار پرملي راډېو او تلویزیون یې سالمي نیوکي وکړې، دمکاتبو دپښتو داستادانو څخه یې ځکه شکایت اوګیله کول چي ترشاګردانو پوري دحقایقوپه رسولو او ريښتیا ویلوکښي کم راغلي دي. استادپالوال دخپلي وینا په پای کښي، ددولت څخه غوښتنه وکړه چي دغربي او هندي موسیقي پرځاي، خپلي محلي موسیقي ته توجه وکړي او… دحبیبي صاحب لمانځغونډه پای ته ورسېدل.
یوه هفته لا نه وه تېره سوې چي دکندهار دملي راډېوتلوېزیون څخه مي داسي یو خبر واورېدﺉ( دکندهارولایت مقام او ولایتي شورا دکندهار ملي راډېو تلوېزیون کارمندان په ستاینلیکونو وستایل. دا په داسي حال کښي ده چي څو ورځي مخکي دهیواد تکړه لیکوال، ژبپوه او څېړونکي ددې ادارې پر کارمندانو باندي ځکه نیوکه کړې وه چي په وینا یې بې مسلکه دي او له ځانه لغتونه جوړ وي.) له هغي ورځي راهیسي زه داستاد پالوال آثار (دپښتنو نوی زوړ تاریخ، موږ محوه کیږو، معیاري پښتو) لولم. دپښتو ژبپوهني دمطالعې پرمهال چي کوم شک یا سوال راته پیدا کیږي، یادښت یې اخلم او بیا دتلیفوني تماس له لاري یې دډاکټر صاحب څخه حل وسم پوښتم.
زه (ج.م. مهربان) چي کله دډاکټرصاحب اوداستادمحمد معصوم هوتک(داستاد هوتک صاحب په اړه به په یوه جلا لیکنه کښي خپل نظر وړاندي کړم) آثار مطالعه کوم، نو کله مي نوري مطالعې ته وهڅوي، کله دخپلو دردونو درمل پکښي پیدا کړم او کله بیا دخپلو اوږد مهال ستونزو جوابونه او حل پکښي ووینم. زه داستادپالوال صاحب څخه ځکه ډېر متاثر یم چي دی (استاد پالوال) ژبي ته دسوداګرۍ دمال په نظر نه ګوري چي باید دیوه چا په تصرف کښي وي ځکه چي په دې اړه په خپل اثر( معیاري پښتو) کښي وايي چي “هره ژبه نه دیوء کس مال اوملکیت دﺉ چي حاکمانه تصرف به پکښي کوي، اونه هم ديوء حزب یاډلي مال او ملکیت دﺉ چي پرله اړوي به یې.” ډاکټر صاحب خپل ځان ته هم دلغتو دجوړولوخاص صلاحیت نه ورکوي، ځیني زاړه لغتونه چي یې را ژوندي کړي او يا یې جوړ کړي، نو دنیوکي میدان یې ورته پرانیستی دﺉ. ډاکټرصاحب پالوال دوخت دګوندي، اوحکومتي لېډرانو دتمایلاتو پیروي نه ده کړې بلکي مبارزه یې ورسره اعلان کړې ده، په دې اړه دی پخپله په معیاري پښتو ۳۳۶ صفحه کښي داسي وايي “…هغه کسان چي ګوندیان دي هغوی ځکه سترګي پر پټوي څونه ګانه یې چوکۍ اومعاش په خطر کښي لوېدلي نه وي ځکه چي دګوند پرپریکړؤ باندي که دچا رایه نه ومنله سي، دباندي اعتراض ورباندي کولای نه سي.” داستاد پالوال په لیکنو اوآثاروکښي خرافاتي مفکورې، تفوق غوښتوونکي سیاستونو او فرقه یې تعصبات هیڅکه نه لیدل کیږي. ځیني ځوان شاعران او لیکولان داستاد پالوال پرآثارو ځکه نیوکه کوي چي زما په نظریو خو دوی(ځوان شاعران او لیکولان) دپښتو دګرامر او ژبپوهني په اساساتو خبر نه دي او بل داستاد پالوال آثار عمیقه توجه غواړي، که په دقت سره مطالعه کړه سي نو بېله حقایقو بل څه پکښي نه سته. استاد پالوال دڅېړنو پرمهال دحقایقو طرفدار دﺉ نو آثار یې هم پرحقایقو بنا دي. څرنګه چي استاد پالوال سم ته سم ویلي او غلط ته یې نا سم ویلي دي، نوزه په دې باور یم چي دده نوم به دپښتو په ادبي تاریخ کښي هېمشه ژوندی او په طلايي لیک ثبت وي. استاد پالوال په خپل اثر(معیاري پښتو) کښي لاندي داسي معقول دلایل وړاندي کړي چي له یوې خوا دده پرافکارو، ملي احساس او ارمانونو باندي دلالت کوي او له بلي خوا موږ کولای سو چي د مقولواو ژور خبرو په شان ورڅخه په ډېرو ځایونو کښي استفاده وکړو.
پښتانه داسي نه ول لکه تر اسلام ورؤسته چي داسي سوي دي. که به څوک ابوجهل پېژني، او بیا افغانان وویني چي یوه دجاهلانؤ ټولنه ده، نوبه خود داسي فکر ورپیداسي چي دؤی دهغه ابوجهل له زاته څخه دي. داځکه چي ددؤی غونډ اکثریت دلیک او لوست خاوندان نه دي، او لا دزده کړي اوپوهني ضد هم دي.
ټولنه هغه وخت رسېدلای سي چي حکومت یې خپل وي، ځکه خپل حکومت دټولني اقتصاد ورسموي.
دټولني اقتصاد په کرهڼي او ورهڼي(صنعت) پوري تړي تړلئ دﺉ.
په خواري ټولني کښي علم او هنروده مؤندلای نه سي.
که به دژبي سم فهم له مؤږ سره نه وي،ژبه به مؤتربل هرکار ډېره ویجاړه وي لکه اوس چي هم پېښه داسي ده.
خلفاوؤ لاهم غلطۍ کړي دي. ددغؤ غلطیؤ په پایلامه کښي يې خلافت بایلاوء.
په ویجاړیؤکښي بېله انتقاده څخه سمؤن راتلای نه سي. انتقادداصلاح لاره ده.
څوک به وايي چي ژبني مطالعات خؤوخارجي آثارؤته اړتیا نه لري. دمطالعې ماده پخپله ژبه ده، او ژبه ودؤی ته هرکله میسره ده. نو دغه مطالعات مؤولي ترنؤرؤ کمزوري یا دکښتي سویې دي؟
لکه څنګه چي په ژوندیؤ موجوداتؤکښي طبیعت انتخاب کوي، اوداطبیعي انتخاب تراصل لاندي (تکړه پايي)، دغسي دي هم دلغاتؤ اواصطلاحاتؤ انتخاب وټولني ته ورپرېښووء سي چي دغه به ټولنیز انتخاب وي، او هرکله هم پېښه داسي وه.
حکومتي کسان هرکله داهلیت اولیاقت پراساس باندي نه مقرریږي. په پښتو ټولنه کښي داسي کسان هم ول چي یوه مقاله یې کښلای نه سوای. هم دغي ټولني پرېکړي اوفیصلې کولې. پرپښتو باندي یې داسي لغاتؤنه ترپلي دي چي هغه کورټ پښتو نه ول یا نه دي.
کله چي ژبني او ادبیاتي مؤسسات دنااهلؤاومتعصبؤ کسانو په لاس کښېوزي، هغه به خپله ژبه داسي ګډه وډه کي، او هم به داسي معجون مرکب ځني جوړ کي چي بل کله به نورڅه، بل لادؤی پخپله به هم نه پرې پوهیږي.
څرنګه چي خدای تعالی ژبه وآدم ته ورښوولې وه، نه وحوا ته، نو یې نن موږ وینوچي دحوا لوڼي دژبي په جوړوءنه کښي صمٌ بکمٌ عميٌ دي.
ژبه دتاریخي اوؤښتون اوتکامل پیدايښت ده.
که موږ ژبه داسي تعریف کؤ چي ژبه دپوهوني اوپوهیدني وسیله ده، بیا نوحیواني ږغونه چي ددؤی ترمنځ مفاهیم انتفالوي، هم ژبي بلل کېدلای سي، او هم داسي بللي کېدلای سي.
مرغان اونورژوي ستؤنیزه ژبه وايي. بشریاانسانان بیا ژبوره- خولنه ژبه وايي.
داچي ژبي مري، نو زیږي هم، لوییږي هم، او بیرته د زوال پرخوا باندي ځي.
که دژبي خاونده ټولنه خواره او جاهله وه، ژبه به یې پېزۍ، ګډه وډه او بؤجړانګي- بؤجړانګي به وي لکه نن چي پښتو ده.
دټولني یونسل مري او بل یې زیږي، نو مړکېدؤنکئ نسل یې ځیني ژبني خصوصیات هم له ځانوسره وړي.
ژبه پرلهجو باندي وېشله کېدل،اودنواقصوبابېدل او پراخېدل یې؛ دژبي ګډوډه کېدل اوداسي نورڅه، داسي نحښي دي چي مانا ژبه دخپلي تباهئ تخم پخپل ځان کښي لري؛ پاشي یې، کري اؤبوي یې، اووښن حاصلات به یې خود نور اخلي.
ژبي اوؤښتون مؤمي، لهجې یا ژبڅانګي ځني پیدا کیږي، اودغه بیاپه بېلابیلو ژبؤسره اوړي.
دژبي دجوړښت پشالا مبهمه ده. څوک په باوري توګه سره ویلای نه سي چي ژبه دغسي یا هغسي جوړه سوې ده.
له کؤچینیانو سره باید مور او پلار او دکورنۍ نور غړي وږغیږي او هم یې فعال وساتي څو کؤچینئ وځغلي، بازﺉ وکي او وخاندي. که نه وي کؤچینی به په لویوالي هم خمود اوجمود،خاموش اومنزوي وي. که څه هم دغه پېرزوینه ترډېره انده پوري په رشي(جینؤنؤ) پوري اړه لري خؤ اجتماعي چاپېریال هم بې اغېزې نه دﺉ.
دلؤڼؤ او زامنؤ بې تعلیمه او بې مهارته لویول ، دؤي په حیوانیت کښي ساتل دي، او دژوندانه تباهي یې ده.
هر سالم کؤچینی له دوو څخه ترلسو کالوپوري دنړۍ دهري ژبي ږؤغؤنه سم دم هغسي زده کولای سي لکه دهغې ژبي خلګ چي په ږغیږي،خؤپه لؤیوالي کښي دغسي کولای نه سي.
دادبپوهانو،سیاسیؤنؤ، لیکوالانؤ، او ژورنالستانو لومړنی مکلفیت دﺉ چي دؤی باید خپله ژبه له معیاري اصولوسره سمه زده کړې وي، او نوبیا هم دغسي ږغېدءنه او لیکه په وکي څو دايې ښوولې وي چي دؤی دتعلیماتواوتحصیلاتو خاوندان دي.
دسمي، صحیحي، اومعیاري پښتو لیکني له څنګه سره باید لیکوالان خپله علمي اوادبي سویه هم لوړه کي.
پښتو باید یوه نازکه، بشپړه اوخوندوره ژبه وي. دپټخوالي،تنقیصاتو،فعلي، اسمي غیرګرامري تاًنیثیت، اونؤرؤ بې نظمیؤ مخنیوی باید وسي.
پښتانه باید یومخیزه غونډ منډ دلوست او لیک خاوندان کړل سي.
پښتانه باید پخپله ژبه هرچیري ږغېدنه او لیکنه وکي.
پښتانه دي دتقلیدپرځای باندي پالنه غوره کي. دجهالت په صورت کښي تقلید کیږي،اودپوهي په صورت کښي پالنه کیږي.
تقلید که به څه هم ښه وي هم ښه نه دﺉ. تقلید دازاد فکر او عمل ضد کار دﺉ.
دښېګڼؤ تقلید دفهم له مخي څخه کیږي،اودبدودی، تقلید دناپوهئ له مخي څخه کیږي.
تقلید له څلورعؤاملوڅخه راپیداکیږي: لؤمړنی څرګند عامل یې جهالت دﺉ. دوهم عامل یې حزبي اوحکومتي جبردﺉ. درېیم عامل یې تعصب دﺉ.څلرم عامل یې ضعیف النفسي ده.
تقلید هم پوهه غواړي، اوترڅوپوري په څه پوهیدلي نه یاست، هغه کار مه کوﺉ! ترڅوپوري مو چي شخصیت پېژندلئ نه وي، مه ورسره درېږﺉ او مه په پسې کیږﺉ
هره ژبه نه دیوء کس مال اوملکیت دﺉ چي حاکمانه تصرف به پکښي کوي، اونه هم ديوء حزب یاډلي مال او ملکیت دﺉ چي پرله اړوي به یې.
که څوک،فرد یا ګوند په ژبني اصالت نه پوهیږي، هغه نااهله اوپه ژبه کښي دتصرف حق نه لري.
تعصب ترجهالت اووء کوءټي بدتردﺉ. جاهل کس چي وپوهیږي، هرؤمرؤ دسمي خوا نیسي، خپله علطي اصلاح کوي. ولي متعصب کس دغسي کار هیڅکله نه کوي.
تعصب دسړي عقل او منطق ورمحوه کوي. متعصب سړی قضاوت، او انصاف کولی نه سي.
علمي موضوعات په لاس پورته کولؤیا لاس کښته کولو سره حل ؤ فصل کول سم او صحیح کار نه دﺉ.
پوهان عملي مسائل په تحقیق، ګروېږنه،څېړنه، اوشواهدؤاودلایلؤسره حلوي، نه په رآیؤ اخستلؤسره.
دلهجوي اشکالو غواروی یا دلغاتؤ جوړوءنه دګروېږونؤ او څېړنؤ له لاري څخه کیږي اوهغه هم داصولواواساساتؤ له مخي څخه چي پوهان یې باید درک او فهم ولري.
کله چي څوک دخپلي ژبي له تاریخي پشالا څخه ناپوه وي، هغه به په خلاء کښي پاته وي.
ژبه باید له خپلؤ خلګوڅخه پرءدی نه کړه سي، بل لا دنؤرؤ له پاره هم خوندوره، جذابه، او عام فهمه کړه سي.
ډېر لږخارجان به راغلي وي چي پښتو زده کي، خؤ چي بیرته ځي، نو یې پرځای فارسي زده کړې وي.
که پښتانه غواړي چي دخپلي ژبي اصالت یې ساتلئ وي، نو دي دسم اوناسم ترمنځ په حقانیت سره تمیز وکي؛ خپله ژبه دي له پټخوالي اوپاشني څخه وژغوري؛ که پښتانه غواړي چي خپله ژبه دشان او حیثیت خاونده کي، نو دي یې دفهم له مخي څخه دګرامري اصؤلؤ یا معیاریت خوا په زغرده سره تطبیق اوعملي کي.
پالوال ډاکټر عبدالرازق، معیاري پښتو، ۱۳۸۴کال ،دیونایټید پریس شال چاپ، ص ۱- ۲۵