کور / تازه خبرونه / د كندهار او كوټى ترمنځ الوتني پيل سوي

د كندهار او كوټى ترمنځ الوتني پيل سوي

د كندهار او د پاكستان هيواد د كويټي ترمنځ د الوتونو لړي پيل او په نژدي راتلوونكي كي به د ځمكني تراسپورټ ليكه هم فعاله سي .
د كندهار او كوټي ترمنځ هوايي ليكه فعاله او نن لومړي الوتكه له پاكستانه كندهار ته راغلل .
كندهاروالي ډاكټر توريالي ويسا د هوايي الوتونو پيل ددواړوو هيوادونو ددوستي په مانا ياد كړ او زياته كړه چي دامهال په اوني كي دوه ځله له كندهاره و كوټي ته د الوتونو تګ راتګ پيل او تمه سته چي په نژدي راتلوونكي كي به د پاكستان هيواد نورو ښارونو ته هم د الوتونو لړي وغځيږي .
په كندهار كي د پاكستان هيواد جنرال قونسل فرمان الله يوسفزي وايي چي د الوتونو د پيل تر څنك به ډير ژر د ځمكمى ترانسپورټ ليكه هم فعاله كړي .
دواړو هيوادونو ته د الوتو د پيل خبره له خوار ډيره وخته كښته پورته كيدل چي نن يي لړي پيل سوه .
يو شمير كارپوهان په دي نظر دي چي د هوايي الوتونو په پيل او د ځمكني تراسپورټ د پيليد سره كيداسي ددواړو هيوادونو پر سرحد كي ستونزي راكمي ، او هم به تر ډيره د هغو كسانو مخه نيول سوي وي چي د پاكستان هيواد څخه افغانستان ته د ورانكاري لپاره را اوړي .