کور / تازه خبرونه / زابل والي:دبوديجې ډېره برخه دملکي ادارو په پرمختيا کي لګول سوېده

زابل والي:دبوديجې ډېره برخه دملکي ادارو په پرمختيا کي لګول سوېده

دزابل والي وایی دوالیانو دکړنوپربنسټ دولاړي بودیجي ډیره برخه یی دملکي اداروسره دمرستي په برخه کی لګولي .

نوموړي چی نن یی دیوشمیر ریاستونوسره ددفتري توکومرسته کول وویل چی هڅه کوي ترڅو خپلي ټولوي اداري پرپښوودروي .

دزابل والی محمد اشرف ناصري وایی غواړي دوالیانو دکړنوپربنسټ دولاړي بودیجي ډیره برخه دملکي ریاستونودکیفیت په برخه کی ولګوي .هغه دغه څرګندوي ددوشنبي په ورځ په هغه مراسیموکی وکړي چی دیوشمیر ریاستونواوځوانانو سره یی ددفتري توکو مرسته کول.نوموړي وایی دپنځه سوه پنځوس زره افغانیوپه لګښت یی ددي ولایت دورزشی امریت قومي شورا ځوانانو او دلیلي دزده کونکو سره مرسته کوي .دهغه په خبره هڅه کوي ترڅو ټول ریاستونه دتخنیکي پلوه پیاوړي کړي .والي وایی هرمیاشت دملکي ادارودکیفیت لوړولوپه موخه بیلابل پلانوه بسته کوي .

ښاغلي ناصري زیاتوي چی دښځو چارو ریاست حج اقافو ریاست اویوشمیر نوراداروسره هم غواړ په راتلونکی میاشت کی مرسته وکړي .والي وایی دښځوداهڅوني په موخه یی ددي ولایت دښځو چاروپه ریاست کی دښځو درزلوپه موخه څوجلا جلا ورکشاپونه پیل کړي