دافغانستان دبهرنیوچارو وزارت وايي ،چې دهغوافغانانودمړودهویت دمعلومولولپاره یې یو دولتي هیئت یونان ته استولی دی ،چې دوه اونۍ مخکې له ترکیې څخه په یوبیړۍ کې دسپروافغانانو دقاچاقي انتقال پرمهال په اوبو کې ډوبه شوله اوزیاته مرګ ژوبله یی درلوده .
دبیړۍ دډوبیدوسبب ،د کب نیونکو په وړه بیړۍ کې له خپل حدڅخه د زیاتوکسانو بارول ښودل شوې دي .
دبیړۍ یو ژوندي پاتې افغان مرتضی محمدي د یونان پولیسو ته ویلي دي چې په دې وړه کښتۍ کې له دوی سره له اته ویشتو څخه تر دیرشو پورې تنوپوری افغانان سپاره وو ، په سپروکې دوه ښځې چې موراو لور وې ، یود غیږې ماشوم او درې تنه تر اتلس کلونو کم عمره کسان هم شامل وو .ویل کیږي چې په بیړۍ کې دسپروکسانوڅخه یوازې یو تن ژوندی ژغورل شوی اونور ټول ډوب شوي دي چې دڅو تنومړي لاتراوسه پوری لادرکه دی اونه دی موندل شوي.
دا مړې له تیرو دوواونیو راهیسې بې برخلیکه په یونان کې ساتل شوې اودافغانستان دبهرنیو چارو وزارت اوس د خلکوله ډيروانتقادونووروسته دغلته یو هییت استولی ،څودډوبوشویوافغانانو هویت معلوم او مړي یې کورنیو ته وسپاري .
ویل کیږي چې د ډوبو شویو کسانو کورنۍ له تیرې دوو اونیو راهیسې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په ویر ناستې دي او د کورنۍ دخوږو غړیو په مړینې سره بیره یې لوی ویر دادی چې څنګه یې مړې بیرته هیواد ته انتقال کړي .
هر کال په زرګونوافغانان چې ښځې اوماشومان هم په کې شامل دي ،له غیرې قانونې لاروڅخه بهرنیوهیوادونو ته د تلوهڅي کوي. دیونان هیواد چي پخپله داګړۍ داروپایی هیوادودبیوزلواوکمزوروهیوادو په ډله کي شامل دی او داقتصادی ستونځوسره لاس اوګریوان دی .بل لوری داهیواد دمګړۍ د لسګونو زرو بې برخلیکه افغانانوڅخه ډک دی چې په غیرې قانونې لارودې هیوادو ته تللي اوله هغه ځایه نورواروپایي هیوادو ته ځي چي نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدلی شي او نه هم بله خوا ته تللې شي ، دوی په ډیروبدو شرایطو کې ژوندکوي .اوله دوی څخه ګڼ شمیر دیونان اونورواروپایی هیوادونوپه زندانونوکې شپی اوورځی تیروي .