دغه کورس شپږ ورځي دوام وکړ چي د هيواد له يوشمير ولايتونو او د پوهني وزارت د بدني روزني د رياست څخه ۲۶ تنو په کښي برخه اخيستی وه .
دکريکټ د لوبڅارانو کورس د افغانستان د کورني کريکټ او د اسيايي شورا په مرسته په لاره اچول سوی وو.
د افغانستان کريکټ بورډ په پام کې لري چي په هيواد کي د کريکټ د لوبي د لا غوړيدا ، او معياري کيدو لپاره ورته داسي نور کورسونه هم په لاره واچوي.
د کورس په پای کي کډونوالو ته د لومړۍ کچي د لوبڅارني سندونه هم ورکړل سول .