په هلمند كې د سولې د ولايتي كميټې په هڅوله بگرام زندان څخه ۳۵ تنه بنديان راخوشي سول
ياد سوي كسان چي ددي ولايت د بيلابيلو ولسواليو اوسيدونكي دي د يكشنبې په ورځ په دي ولايت كي د يوي غونډي پرمهال خپلو كورنيو ته وسپارل سول.
ياده غونډه چې د ولايت مقام اړوند د عبدالباري جهارني د غونډوپه تالاركي جوړه سوي پكښي د هلمند امنتي او دولتي چارواكو برخه اخيستي وه .
په غونډه كي د هلمند والي محمد نعيم د خپلې وينا پرمهال دبگرام له زندان څخه راخوشي سويوكسانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې كړه چې ياد سوي كسان د هغه ژمني په بنسټ خوشي سوي دي چې څه موده وړاندي په سنگين ولسوالى كي له خلكوسره د يوي غونډي پرمهال چي پكښي د سولي د عالي شورا رئيس صلاح الدين رباني هم گډون درلود سوي وه.
هغه يادوكسانوته ډاډ وركړچي د دوى هرډول ستونزو ته به ځانگړي پاملرنه كوي اوهڅي رواني دي چي له نوموړي زندان څخه نورهغه بنديان هم چي ددي ولايت اوسيدونكي دي راخوشي كړي .
نوموړي له راخوشي شويوكسانوڅخه وغوښتل چې د سولي او پرمختگ په برخه كې له ولايتي اداري سره پوره مرسته وكړي اود سولې پيغام خپلوسيموته هم ورسوي ترڅو هغه كسان چي د امهال له دولت سره په مخالفت كي ولاړدي له دې پروسي سره يوځاى او له جگړي لاس واخلي.
په دي غونډه كي ځينونورو گډونوالو هم ويناوي وكړي اورا خوشي سويو كسانو ته يي مباركي وكړه او تري غوښتنه يي وكړه چې له دي وروسته بايد د هيواد په بيا رغونه اوپرمختگ كي پوره ونډه واخلي.