(له ګرداب ورځپاڼې په مننه)
کله- کله مې په خپل ولسمشر زړه ودردیږي. افغانستان سره د مرستو د جلبولو لپاره سفر وکړي، د خپل هیواد ستونزې بیان کړي، د خپل ولس د غیرتونو بابونه را وسپړي او ښه ګرمه وینا پیل کړي، خو یو نا څاپه ورته کوربانه اداري فساد یاد کړي. له دې سره یې ستونی وچ شي، ژبه یې له حرکته ولویږي او هر څه ترې ګډوډ شي.
څه وکړي؟
جهادیان مقرر کړي ښاماران ترې جوړ شي، داسې ښاماران چې نه دولتي ځمکې ګوري او نه شخصي ټولې چور کړي. وي د کابل خو فامیلۍ په ننګرهار کې لري.
وزارت یې کابل کې وي خو زمکې د هرات غصبوي.
پیدا شوی د میدان وردګ په بهسودو کې وي، خو د کابل په ځمکه خیټه اچوي او ښارګوټي په کې جوړوي.
ملایان مقرر کړي،هغوی نه هم خپل پخواني وعظونه هېر شي، معده یې افرازات شروع کړي هر څومره چې وخوري بیا هم وایي : (( هل من مزید؟))
هیڅ د بس کولو چل نه ورځي، راټولوي یې، جمع کوي خو دا ترې هېر وي ((…الَّذِى جَمَعَ مَالاً وَ عدَّدَهُ.))
له غربه یې راولي، یو څو ورځې پستې- پستې خبرې وکړي، د ښځو حقوق او ډیموکراسۍ باندې ښه شخوند ووهي خو وروسته بیا ترې هرڅه هېر وي او هماغه د پانګوالۍ شعار:(( که لرې یې وې خوره او کنه مړ شه!)) خپل کړي، خپله یې خوري او نورو ته د مرګ لحظې شماري.
د فساد پر ضد کمیسیون جوړ کړي، خو کمیسیون خپله په فساد کې ښکیل شي؛ له مفسدینو سره معاملې شروع کړي او مفسدین دې ته اړکړي چې نور اختلاس هم وکړي تر څو د دوی اجوره هم ادا کړي.
یا:
کمیسیون څوک ګیر کړي خو هغه د چا خپل او یا د بانډ سړی وخیژي، که نیسي یې نو دا خو هم ښه کار نه دی ځکه د ملامتۍ ګوته د هغه ښاغلو ملاتړو ته هم نیول کیږي چې لوړ مقامونه لري، نو مجبور شي یا بیرته کمیسیون لغوه کړي او یا یې ګرفتاري بابیزه وګڼي.
اخر ولسمشر په یواځې ځان څه وکړي؟؟
د دې ځواب زه ورکوم او هغه دا دی چې له داسې یوه هیواد سره دې قرار داد لاسلیک کړي چې د تابوتونو په چټک جوړولو کې ښه مهارت ولري.
او دا کار دې ژر وکړي، ځکه د کونړ ځنګلونه په ختمیدو دي، څه جهادیانو لوټ کړل، څه قومي مشرانو او څه نورو ډلو او څه دادی د دوست هېواد پاکستان د راکټونو په لمبو کې وسوځيدل.
قراداد والا هیواد ته دې د اداري مفسدینو او اختلاس کونکو په شمېر د تابوتونو جوړولو اډر ورکړي.
دې تابوتونو کې دي ټول اختلاس کونکي، اداري مفسدین او نور بډې اخیستونکي ننوځي او د څو شیبو لپاره دې خښ شي.
کیدای شي دوی په دې توګه مرګ احساس کړي او بلې واقعی دنیا ته چې د هرې ذرې حساب به ورسره کیږي، حتمي سفر په زړه کړي او هغه ځای یاد کړي چېرته چې (( …وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ))
دا، زه له ځانه نه وایم او نه دومره مبتکر یم، د ملایانو خبره په کتاب کې راغلي. په تاند ویبپاڼه کې مې لوستي.
هلته مې لوستي و چې په ټایوان کې د طب د یوه کالج محصلین مخکې له دې چې فارغ شي، د استادانو په لارښونه د مړي ځانګړی لباس ( کفن ) اغوندي، خپل وصیت لیکي او داسې تصور کوي چې رښتیا هم مړ دی او بیا تابوت ته ورننوځي او د څو شیبو لپاره خښیږي.
د دې کالج استادان استدلال کوي چې په دې کار محصلین د مرګ ژور احساس کوي او دا روحیه ورته ورکوي چې مرګ ورپسې دی او باید د ناروغانو سمه درملنه وکړي او خپله دنده په ښه توګه اجرا کړي.
نو ګوندې په دې کار زموږ اداري مفسدین او بډې اخیستونکي هم د مرګ رښتینی تصور وکړي او له ناروا کارونو لاس واخلي.
خو دا کار دې د ټولو پر وړاندې وشي، هسې نه دې کې هم فساد وشي او د خپلو ځانونو پر ځای نور عام وګړي تابوت ته ور ټیل وهي.