هیڅ د اوسپنی دیوال پښتنو ته نه ټینګږی
د پښتون که زور شی یو داستبداد قصر نړیږی
په دی پوه شه غلیمه چی پښتون آزاد منش دی
اسارت نه قبلوی سر سجدی ته نه ټیټیږی
د افغان او د انګلیس د لمړی جنګ پایلی ګوره
چی سر ماتی برایډن ننګرهار پوری رسیږی
د انګریز د جګړه مارو د شکست راوړی خبر
له ګوډ آسه نیم ژوندی داکترځمکی ته غورځیږی
د نیکونو نه دی بیا هم هیڅ تا وانخیست عبرت
په دی شه ځان دی پوه کړه چی ستا سر هم پریکیږی
ځان تر څو د دین فروشو ملایان تر شا پټ ساتی
ملا څه چی د پښتنون له قهره اوسپنه ویلیږی
بیا دی څه چل جوړ کړی چی خان بولی ګران آشنا
لوی متل د پښتنو دی چی دپلار غلیم نه دوست کیږی
مونږ منت د چا نه اخلو که مو سر له تن هم غوڅ شی
له عرب تر سکند ره ټول روسان هم پوهیږی
مونږه پریږده آرام لاړشه بیرته خپل و طن ته
دا وطن د توریالو دی یر غلګر دلته ماتیږی