کور / تازه خبرونه / کندهار : پوليس مسموم سوي دي

کندهار : پوليس مسموم سوي دي

کندهار افغانستان-د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالي کي تېره شپه د يوې سرحدي امنيتي پوستې ٧ تنه پوليس مسموم سوي چي له ډلي يې ٤ تنه وژل سوي دي.
دغه کسان تېره شپه ناوخته د يادي سوي ولسوالۍ د شېرو اوبو په سيمه کي په خپله امنيتي پوسته کي تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسموم سوي او داسي ښکاري چي په ډوډۍ کي ورته زهري مواد ورکول سوي دي.
د افغان ځواکونو د پلټني يو هيئت ټاکل سوى چي دغه موضوع په ښه توګه وڅېړي او معلومه کړي چي په دې کي د وسلوالو مخالفينو لاس و او که د ځينو نورو شخصي ستونزو له خاطره رامنځ ته سوې ده.