کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د فرانسې نوي لوبه، موخې او ناڅرګندې پايلې

د فرانسې نوي لوبه، موخې او ناڅرګندې پايلې

فرانسې هېواد له دې سره سره، چې افغانستان ته نور سرتېري استوي، خو بيا هم په دې هېواد كې د خپلو پوځونو پر بريا ډاډمنه نه ده او له دې اړخه د ناهيليو او بېوسيو انبارونه پر مخ وړي .


د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزير برنار كوشنر تېره اوونۍ د يوه دوه ورځني سفر په ترڅ كې، كابل ته په راتلو سره، څرګنده كړه، ((موږ به د افغانستان په جګړه كې بريالي نه شو، خو ماتې به هم ونه خورو، موږ بايد زړونه لاس ته راوړو.))
دا لومړى ځل دى، چې داسې يو لوړ پوړى لويدېز ډيپلوماټ، په داسې حال كې، چې هېواد يې په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ په اصطلاح له تروريزم سره په جګړه كې د ټلوالي يو مهم غړى دى او په دې هېواد كې له امريكا او بريټانيې نه وروسته تر ټولو غړو هېوادونو زيات سرتېري لري، داسې له مايوسيو او ناهيليو ډكې خبرې كوي او دې تريخ حقيقت په څرګندو بېلګو او مثالونو انځوروي او وايي، چې موږ غليمان ( مخالفين ) د جګړې له لارې نه شو ماتولاى.


د فرانسې سرتېري دمګړۍ زياتره په كابل او يو كم شمېر په كندهار ولايت كې مېشت دي .


اټكل كېږي، چې د فرانسې د ولسمشر، سركوزي د نوې پرېكړې له مخې، به په جګړه ييزو سيمو لكه كونړ او ننګرهار كې به هم فرانسوي سرتېري مېشت شي.


د فرانسې ولسمشر نيكلا ساركوزي د روان كال اپريل مياشتې په درېيمه نېټه د ناټو په وروستۍ سرمشريزه غونډه كې، چې د رومانيا په بخارست كې جوړه شوې وه، په يوه ډراماټيك اقدام سره، افغانستان ته د خپل هېواد د ۷۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو خبر وركړ.


سرتېري د چا د ګټو قرباني كېږي


سركوزي په داسې حال كې دا پرېكړه وكړه، چې د رسنيو په حواله، د افغانستان تاوتريخوالى ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دى، چې ورسره د كورنيو سرتېرو په ګډون د بهرنيو ځواكونو د مرګ ژوبلو شمېره هم په بې كچې توګه، زياته شوې، د نويو شمېرو له مخې يوازې د تيرو دريو مياشتو په اوږدو كي، ۵۰ بهرني سرتېري، ۲۰۰ په شاوخوا د ملي اردو او ملي پوليسو عسكر له طالب جنګياليو سره په نښتو او بمي بريدونو كې وژل شوي دي، د همدې سرچېنو په خبره، طالبان اوس پر دې توانېدلي، چې د هېواد ډېره برخه په خپله ولكه راولي، د زياترو سياسي شننونكو په اند، د ناټو، امريكا او د هغه ټلوالې جګړه ييزه ستراتيژي په افغانستان كې ماته شوې ده، او دوى نه دي توانېدلي، چې په دې هېواد كې سوله او امن ټېنګ او ټېكاو رامنځ ته كړي، پر دې بنسټ، د فرانسې د خلكو لپاره د سركوزي او بوش دا ادعا، چې د دوى سرتېري په افغانستان د ډيموكراسۍ او بشري حقوقو د پياوړتيا او له تروريزم سره د جګړې په خاطر شتون لري، هېڅ د منلو او توجيه وړ نه دي، دوى اوس په دې پوهېدلي، چې هلته څه تېريږي، څوك، څنګه، ولې او د چا د ګټو قرباني كېږي. هغوى هغه صحنې په خپلو سترګو لېدلې، چې د ناټو په هوايي بمباريو او پوځي عملياتونو كې، لومړني قربانيان تنكي ماشومان، ښځې او بوډاګان دي، نه هغه كسان، چې د دوى په اند تروريستان او جګړه ماران دي.


په هر حال، د سركوزي او بوش همغږۍ په داسې حال كې رادبره كېږي، چې ځېنو اروپايي هېوادونو لكه جرمني، ايټاليا، هسپانيا او ځېنو نور دې ته چمتو نه شول، چې افغانستان ته نور سرتېري ولېږي او د امريكايانو دباوونو ته غاړه كېږدي، دا هم بايد هېره نه كړو، چې د هسپانيې پخواني لومړي وزير، خوزه ماريا آزنار، او د بريټانيې لومړي وزير توني بلير، د هغو لويدېزو سياسي مشرانو له ډلې څخه دي، چې د هغوى سياسي برخليك په عراق او افغانستان كې د امريكا د ناسمو پوځي او سياسي تګلارو تر اغېزې لاندې بدلون وموند، نو له دې امله ويلاى شو، لرې به نه وي، چې ښاغلي سركوزي او د هغه دولت هم دې ته ورته برخليك سره، مخامخ شي.


داسې هم ويل كېږي، چې د بخارست په ناسته كې، د ناټو ځينې غړي هېوادونه، افغانستان ته د سرتېرو د نه لېږلو پرېكړه هم له همدې امله كړې وه، دوى نه غوښتل، چې په افغانستان كې يې د نورو د ګټو لپاره د سرتېرو وينې تويې شي او په پايله كې، دوى د خپلو خلكو پر وړاندې خپل درېځ او ملاتړ له لاسه وركړي.


خو له دې ټولو سره سره، د فرانسې ولسمشر سركوزي، دومره وړاندې ولاړ او دا رنګه قمار يې وواهه، چې د ناستې ټول ګډوانوال يې هك پك كړل، دى د خپلو خلكو د ارادې او هغو ژمنو پر خلاف، چې دى يې د خپل انتخاباتي كمپاين پرمهال له خپلو خلكو سره كړې وې او ويلي يې و، چې كه ولسمشر شي، له افغانستان څخه به فرانسوي سرتېري بېرته راغواړي، ګام واخېست او په ناببره توګه يې، داسې اعلان وكړ، چې هېڅ تمه يې نه كېدله: فرانسې افغانستان ته نور ۷۰۰ سرتېري لېږي، د فرانسې سرتېري به په جګړه كې برخه اخلي او د افغانستان په تر ټولو ناارامو سيمو يانې كونړ ولايت او نورو ختېزو ولاياتونو كې ځاى پرځاى كېږي، دا هغه اعلان وو، چې زياترو فرانسويانو لپاره د نه منلو وړ او يوه دردونونكى خبر و.


له دغه اعلان سره جوخت داسې لاسوندونه شته، چې د خلكو تر منځ د ښاغلي سركوزي ملاتړ او محبوبيت ورځ تر بلې د كمېدو په حال كې دى، د فرانسې د لوديمانش په نامه د يوې خپرونې د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۷۹ سلنه فرانسويانو د سركوزي له تګلارو او سياستونو څخه سرټكوي او له هغه سره ملتيا نه لري، د نوموړې خپرونې د دې نظر پوښتنې له مخې، چې وړمه ورځ خپره شوه، همدا راز د فرانسې ۸۶ سلنه خلك د فرانسې د ولسمشر په وروستې پرېكړه، چې له مخې به يې نور فرانسوي سرتېري افغانستان ته لېږل كېږي، غندلي او هغه يې د فرانسې د ملي ګټو پر خلاف يو ګام بللى.


د سياسي چارو د كارپوهانو په باور، اوس د نړۍ په زياتروبرخو په ځانګړې توګه، لويديزو هېوادونو كې، د ډيمواكراسۍ هسې نوم پاتې دى او د واكدارانو د سياسي لوبو آله ګرځېدلې، نن د نړۍ په هېڅ يو هېواد كې، چارواكو د خپلو خلكو نظر ته ارزښت نه وركوي او د خپلو سياسي لوبغاړو ملګرو په اشاره تګ كوي، دوى د سركوزي دغه ناببره پرېكړه هم، همداسې د خپلو خلكو د ارادې له په پام كې نېولو پرته، يوه پرېكړه بولي.


دلته عسكر مړه كېږي، خو بريا نشته


په هر صورت د افغانستان د تېرو شپږو كلونو پېښو ته په كتو سره بايد ووايو، چې په دې هېواد د لسګونو زرو نړيوالو سرتېرو له شتون سره سره، دلته امن او ټېكاو نه دى رامنځ شوى او د هېواد په زياترو سيمو كې د تاوتريخوالو او نښتو دوام خپله د دې ښودنه کوي، چې د امريكا تر مشرۍ لاندې په اصطلاح له تروريزم سره د جګړې، پايلې او لاس ته راوړنې تر پوښتنې لاندې دي.


له افغانستان څخه د فرانس پرس د خبري آژانس د تېرې اوونۍ د رپوټ له مخې، د تېر كال په موده كې د طالبانو د بريدونو په كچه كې، په پوره كچه زياتوالى راغلى، په ځانګړې توګه په سويلي سيمو كې د اخ و ډب او جنګ جګړو ګراف بېخي لوړ شوى دى.


د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، برنار كوشنر تېره شنبه هغه مهال، چې له كابل نه په لېدنه بوخت و، په يوه خبري ناسته كې، دا خبره ومنله، چې دمګړۍ نړيوالو ځواكونه په افغانستان كې له سختو ننګونو او ستونزو مخامخ دي، هغه همدا راز دې حقيقت ته په سلامي كېدو، چې د افغانستان اوسني راروان ناورين په پوځي ډګر كې د سوله ساتو ځواكونو، له برياوو سره تړاو نه لري، په ډېره ناهيلۍ سره يې دا خبره هم څرګنده كړه، چې موږ به په افغانستان كې نه بريالي كېږو، خو ماتېږو به هم نه.


داسې ښكاري، چې كوشنر په دې څرګندونو سره، كه له يوې خوا، د خپل ولسمشر سركوزي هغه پرېكړه ته، چې هېواد يې به افغانستان ته نور سرتېري ولېږي، د تاييد او درناوي جامه ور اغوندي، خو په عين حال كې، د افغانستان په سياسي او پوځي ډګر كې، اوسني شته واقعيتونو ته هم د سلامۍ سر ټيټوي. كوشنر همدارنګه څرګنده كړې، چې موږ بايد هڅه وكړو، چې افغانانو په خپله د خپل هېواد په چارو كې ډېره ونډه ولري.


افغاني توب كه آبرومندانه شاتګ:


هغه په خپلو خبرو د افغانستان په افغاني توب، هم ډېر ټېنګار درلود، هغه څه، چې په دې وروستيو كې د غربي چارواكو په خوله، ډېر ګرځي راګرځي، چې د يو شمېر شننونكو په اند، د دې نوي ستراتيژۍ تر شا له افغانستان څخه د لويديزوالو د يوې آبرومندانه شاتګ راز پروت دى.


په پاى كې بايد څرګنده كړو، كه څه هم د كوشنر له دې ټولو خبرو څخه د ماسيو، بې وسيو او ماتو بوى راځي او دا په تلويحي ډول، د ناټو او لوېدېزو د شپږو كلونو د پوځي لشكركشيو د ماتې او ناكاميو يو ژوندى انځور نندارې ته ږدي، چې له ۴۸ زرو تر خولې وسله والو سرتېرو سره سره وې نه شو كړاى، چې حالات راكابو او په خپله ولكه راولي، خو له بلې خوا، دا پيغام هم له ځانه سره لري، چې دمګړۍ فرانسويان غواړي، په نړيوال په ځانګړي توګه د اسيا په سياسي بدلونونو كې، كارنده رول ولوبوي، له همدې امله فرانسه له افغانستان سره د نړيوالو د زياتو مرستو او په دې هېواد كې د ناامنيو او ناورينونو د پاى ته رسېدو په موخه، د يوې سترې نړيوالې غونډې تابيا نيسي، چې اټكل كېږي په راتلونكې مياشت كې به په پاريس كې جوړه شي.


خو له دې ټولو سره سره، دا هم بايد له ياده و نه باسو، چې د افغانستان اوسنى ناورين له پوځي پلوه، لكه څرنګه د تېرو شپږو كلونو پېښو يې په ثبوت ورساوه، نه حل كېږي، او نه په پوځي لارو چارو باندې ټېنګار به كومه ګټوره او رغنده پايلې ولري، يوازينۍ لاره، چې كېداى شي، په حالاتو كې يو څه سمون راولي او په دې هېواد كې د سولې او ټېكاو شونتيا پياوړې كړي، هغه له دې هېواد سره د بيارغونو په چارو كې لكه څرنګه، چې لازمه ده، مرسته او له ټولو مخالفو لوريو سره د خبرواترو له لارې د لانجو حلول دي.


تشار گزارش شکنجه زندانیان در افغانستان .



اسناد منتشر شده درباره زندانیان افغانستان حاکی از آن است که بازجویان نظامی آمریکا در سال 2003 با حمله به زندانیان از شیوه های بازجویی که در زمان آموزش دفاع از خود آموخته بودند، بهره گرفته اند. این اسناد سیصد صفحه ای که به اتحادیه آزادی های مدنی آمریکا ارائه شده بر مرگ جمال ناصر زندانی افغان در سال 2003 که دربازداشتگاه گردیز کشته شد تمرکز دارد. به گزارش روز پنج شنبه 17 آوریل خبرگزاری آسوشیتد پرس نظامیان آمریکائی مرگ این افغان را تائید کرده ولی مدعی شده اند که جمال ناصر بدليل زخم معده فوت کرده است . هرچند اسناد منتشره شده کاستی هائی دارد و تمامی حقایق را افشا نمی کند، ولی درهمین حد که بازجویان آمریکائی در زندانهای افغانستان پذیرفته اند که زندانیان را شکنجه می کردند موضوع قابل توجهی است . درگذشته آمریکائی ها هرگونه شکنجه را که از آن به نام بدرفتاری یاد می کردند نمی پذیرفتند و این درحالی است که گزاش های مستقل متعددی وجود دارد که افغانها بدون داشتن اتهام مشخصی برای مدت های طولانی زندانی و بدون محاکمه در حالت بلاتکلیفی قرار می گیرند. گزارش های مستقل نشان میدهد که در زندانهای آمریکائی در افغانستان و بویژه در پایگاه اصلی و مهم آمریکا در بگرام واقع در شمال کابل افراد عادی افغان تنها به ظن اینکه شبیه طالبان هستند بازداشت و برای اتهاماتی که آنها اساسا” نمی دانند چیست، مورد شکنجه قرارگرفته اند. وقتی هم که معلوم شده است آنها بی گناه هستند و آمریکائی ها ناچار شده اند آنها را آزاد نمایند ، تهدید شده اند که از آنچه گذشته است سخن به میان نیاورند وگرنه مجددا” بازداشت خواهند شد.این موضوع که بازجویان از کسی برای شکنجه زندانیان افغان دستور صریحی دریافت نکرده و صرفا” براساس آموزه های نظامی شان در دوران آموزش عمل کرده اند ، حقایق بیشتری را فاش می کند. بدین معنا که شکنجه زندانیان بخشی از آموزش نظامیان است که بصورت نظام یافته ای مورد قبول فرماندهان ارشد نظامی ارتش آمریکا است و اگر نه بعد از افشای شکنجه زندانیان افغان و عراقی لااقل این مواد آموزشی حذف می شد . این موضوع ثابت می کند که شعارهای حقوق بشری آمریکائی ها برای فريب افکارعمومی جهانیان است و آنها در عمل از شکنجه برای دستیابی به اهدافشان استفاده می کنند و در دانشکده های نظامی انواع شکنجه ها را نیز آموزش می دهند. بنابراین نگرانی از نحوه رفتار نظامیان آمریکائی در افغانستان باانتشار این گونه اسناد نه تنها کاهش نمی یابد، بلکه ابعاد گسترده تری پیدا می کند. موضوعی که بدون شک به خشم مردم افغانستان علیه حضور نظامی آمریکا و ناتو بیشتر دامن خواهد زد. وسیله تبلیغاتی مؤثرتری دراختیار طالبان قرار خواهد داد که مبارزه خود را آزادی بخش و به قصد پایان دادن به این گونه رفتارهای غیرانسانی نظامیان آمریکا وانمود سازند واز این طریق توجه مردم را به مبارزات خود جلب نمایند.