کور / تازه خبرونه / په ترافيکي پيښه کي ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ترافيکي پيښه کي ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل – کندهار پر لويه لار، د غزني ولايت د مقر ولسوالي په اړونده سيمه کي ، د یوې ټرافيکي پېښي په پايله کي اوولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د غزني ولايت د ترافيکو مدير محمدالله احمدي وويل، چې دغه پېښه نن سهار د غزني – کندهار د لارې په اوږدو کي ، د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په اړونده سيمه کي ، د يوه ۳۰۳ ډوله بس موټر او يوه باروړونکي موټر د ټکر له امله، رامنځته شوي ده.
ده زياته کړه، چې په دغه ټرافيکي پېښه کي ، د دريو مېرمنو په ګډون پېنځه تنه وژل سوي او دولس تنه ټپپان سوي دي .
د ده په وينا، د پېښې ټپيان نژدې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول سوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوی دی.
د پېښې ټول قربانيان د مسافر وړونکي ۳۰۳ ډوله بس سپرلۍ دي .