کور / تازه خبرونه / پېښور: د هوايي ډګر ټول بریدکوونکي وژل شوي

پېښور: د هوايي ډګر ټول بریدکوونکي وژل شوي

پېښور: په خيبر پښتونخوا کې پوليس چارواکي وايي د شنبې په ورځ پر باچا خان هوايي ډګر له برید یوه ورځ وروسته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله وال ووژل شول.دوی وايي په بريد کې ټول لس تنه بريدگرو ونډه لرله چې پاتې پنځه يې د یکشنبې په ورځ (د ډیسمبر ۱۶مه) ووژل شول.چارواکي وايي د شنبې په ماښام پر هوايي اډې له برید وروسته پنځه وسله وال له ښار نه بهر په یوه کور کې پټ شوي وو. پولیسو دغه کور معاصره کړ چې د وسله والو لخوا پرې ډزې پیل شوې.له پولیسو سره د مرستې په خاطر پوځ هم په دغو عملیاتو کې برخه واخیسته او پر وسله والو يې ځوابي بریدونه پیل کړل.د چارواکو په وینا د برید په دوهمه ورځ په ډزو کې پنځه وسله وال او یو پولیس وژل شوي دي. دغه راز دوه تنه پولیس ټپیان شوي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین وايي یو ترهګر ژوندی نیول شوی دی.د پاکستان د ملي پوځ ویاند تورن جنرال عاصم بجوا وايي لومړنۍ پلټنې ښايي چې د یکشنبې په ورځ وژل شويپنځه وسله وال ازبکان وو. هغه زیاته کړه چې په عملیاتو کې بل چاته زیان نه دی رسېدلی.د شنبې په ورځ هم د وسله والو د برید په ځوابي ډزو کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول.چارواکي وايي د وسله والو په برید کې څلور ولسي وګړي ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان دي.د پېښور هوايي ډګرد پېښور هوايي ډگر د ښار په داسې سيمه کې پروت دى چې شاوخوا يې د خلکو کورونه دي. يو لور يې قبايلو سيمو ته نژدې دى چې پخوا هم ترې د توغنديو گوزار شوى و.د پېښور هوايي ډگر نړيوال دى او تر بريد وروسته ترې د الوتکو کښته پورته کېدل ځنډول شوي وو. خو دغه لړۍ د یکشنبې په ورځ بېرته پرانستل شوه.دغه هوايي ډگر د پاکستان پوځ د خپلو پوځي الوتکو او چورلکو لپاره هم کاروي. دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په هوائي ډگر ترسره شوي ترهه گريز بريد کې لږ ترلږه پينځه کسان مړۀ او خواؤشا 42 نور ژوبل شوي دي.