کور / تازه خبرونه / طالبان په ماين د يوه ټانک اولوزولو ادعا کوي

طالبان په ماين د يوه ټانک اولوزولو ادعا کوي

دخوست ولايت په علي شيرو ولسوالۍ کي دځای په ځای شوي ماين دچاودني له امله 2 تنه بهرني عسکروژل شوي دي.دا خبره د طالبانو له مطبوعاتي دفتر په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده.دخبرپاڼي له مخي چاودنه نن ماښام مهال 6 بجې په پرنګي ډاګ سيمه کي دبهرنيانو پر زغره وال ټانګ وشوه چې په بشپړه توګه يې ويجاړکړ.
طالبان ادعا کوي چي چاودني دټانګ په ويجاړېدو اود 2 تنوعسکروپه وژنه سربېره 3 نور عکس هم زخميان کړيدي .
دطالبانو ددې ادعا په اړه ناټو پوځونو او افغان چارواکو معلومات ندي ورکړي.