ضیاء الرحمن چې ډیرو اندیښنو او وسواس ترې په ځوانه ځواني سپین ږیری جوړ کړی ، او له ډیر توروالي یې رنګ ته نه کتل کیږي ، دغزني ولایت داندړو ولسوالۍ ( شلګر ) دبدوانو دکلي اوسیدونکی دی ، نوموړي ته یو داسې جنجال ورپیښ دی چې الله تعالی دې موږ تاسو ټول ترې وساتي .
کیسه داسې ده چې ضیاء الرحمن له خپلې پتمنې کورنۍ سره دشلګر دبدوانو په کلي کې اوسي ، د دوی کلی له تیرو څوکلونو راهیسې دطالبانو دنفوذ سیمه ده ، د ددوی په چم ګاونډ کې د ډولا (Dola ) په نامه یو ظاهرا بدکرداره او ازاري شخص هم ژوند کوي ، ډولا چې په پولیسو او سیکورټي کمپنیو کې کار کوي ، دطالبانو لخوا له خپلې وسلې سره نیول کیږي ، طالبان یې څو ورځې له ځان سره ساتي ، خو وروسته یې دځینو خپلوانو په ضمانت خوشی کوي ، خو وسله یې چې دولت ورکړې ترې ضبطوي ، ډولا ددې نیونې تور په خپل کلیوال ضیاء الرحمن باندې پورې کوي ، او وایي چې ضیاء الرحمن له طالبانو سره لار لري او دی یې ورباندې نیولی دی .
کله چې پنځه شپږ میاشتې وړاندې په شلګر کې په اصطلاح ولسي پاڅون پیل شو او اربکیان پیدا شول ، ډولا هم دیو مخکښ اربکي په رول کې په سیمه کې بیا فعالیت شروع کوي ، په دې وخت کې ددوی سیمه ( بدوانو کلی ) دطالبانو له لاسه وزي ، او اربکیان په کې پوستې اچوي ، دمنان په نامه د اربکیانو یو قومندان دضیاء الرحمن یو تره له خپل کور څخه په دې ګناه وباسي چې له طالبانو سره لار لري ، دضیاء الرحمن تره له سیمې کډه کوي او منان یې په خالي شوي کور کې پوسته جوړوي .
په دې ورځو کې یو شپه طالبان داربکیانو په همدې پوسته برید کوي ، او منان له خپلو ملګرو سره له منځه وړي ، دقومندان منان په له منځه تلو سره اربکیان له یو مهم مشر څخه محرومیږي ، او دانتقام اخیستلو په هڅه کې کیږي ، ډولا چې په دې سیمه کې داربکیانو یو بل مخکښ دی ، په خپل پخواني کلیوال معاند ضیاءالرحمن باندې تور پورې کوي ، چې دمنان په وژلو کې یې دطالبانو همکاري کړې ، له همدې امله دضیاءالرحمن په کور په داسې وخت برید کوي چې هغه په کور نشته ، ډولا او نور اربکي ملګري یې دضیاء الرحمن دکور تر لوټ وروسته دنوموړي ښځه او دوه بیخي کم عمره اولادونه له کوره وباسي اود وسلې په زور یې په نامعلومه خوا تښتوي .
ضیاء الرحمن او نور کلیوال یې له بیلابیلو لارو هڅه کوي ، چې داربکیانو لخوا تښتول شوې ښځه او ماشومان بیرته ترلاسه کړي ، خو دشلګر دملي پاڅون ترمشرانو پورې هیڅوک هم دا معلومات نه ورکوي ، چې ډولا او د پوستې ملګري یې په کومه تللي او ښځه یې څه کړې ده .
په دې واقعه څلور پنځه میاشتې تیریږي ، خو داربکیانو لخوا دتښتول شوې ښځې هیڅ درک نه لګیږي ، وروسته له پنځو میاشتو دپاکستان له پنجابه ضیاء الرحمن ته احوال رسیږي ، چې ښځه یې دپنجاب سرګودې نومي ځای ته رسول شوې ده .
پیښه داسې شوې چې ډولا او دپاڅون دری څلور نورو انډیوالانو یې دضیاءالرحمن ښځه له کوره له را ایستلو وروسته په سیمه کې خپل شخصي زندان یا پوستې ته نه ده وړې ، بلکې په نامعلومه خوایي تښتولې ده ، وروسته دوی چې شاید په افغانستان کې دپیژندل کیدو ویرې به اخیستي وو له ښځې او ماشومانو سره پنجاب ته تښتیدلي ، خو هلته دښځې لخوا خلک خبرکړل شوي ، چې دا په جبر تښتول شوې ده ، ددې جنایت له افشاء کیدووروسته دډولا سره دجنایت شریک اربکي ملګري نیول شوي خو دی خپله په نامعلومه خوا تښتیدلی او ښځه یې دپنجاب په سرګوده کې پرې ایښې ، له دې وروسته په دې سیمه کې میشت افغان کډوال او پولیس په جریان کې شوي او بې سرپرسته ښځه یې په سیمه کې د ( پیربادشا) په نامه دیوه مشهور صوفي شخص کورته حواله کړې ، چې تراوسه پورې د شلګر دغه مظلومه تورسرې او ماشومان یې دهمدې پیر په کور کې اوسي .
ضیاء الرحمن چې تیرې پنځه میاشتې خورا په شواخون ورباندې تیرې شوي دي ، د پیښې دوروستي درک لګیدو نه وروسته په دې ډاډه شوی چې ماشومان او ښځه به یې بیرته ور وسپارل شي .
دغه بوږنوونکي او ظالمانه پیښه په هغو شپو ورځو کې رامنځته شوې چې د رسنیو په ادعاء په شلګر کې ملي پاڅون پیل شوی وو ، او اوازو یې درسته میډیا په سراخیستې وه ، هغه مهال ویل کیدل ، چې په شلګر کې داربکیانوپه نامه دافغانانو دنجات پرښتې پیدا شوي دي ، او ډیر زر ده چې ستړي اولس ته به له دیرش کلنو جګړو ، وژنو ، بي پتیو او بي عزتیو څخه نجات ورکړي .
هاغه مهال دشلګر دملي پاڅون په پلوۍ مطبوعاتي چیغو او شعارونو داسې زور اخیستی وو ، چې زموږ د یوې پتمنې خور مظلومانه کریغې او دکړیدلو ماشومانو بې وسه انګولاوې په کې ورکې شوې او دادی یوازې هغه مهال واوریدل شوې ، چې په پیښه پنځه میاشتې وتلي دي .
یو چا ویلي وو افغانان خورا احساساتي مخلوق دی او له اوبو لیدلو وړاندې موزې وباسي ، په هیواد کې داربکیانو پروسې ( پاڅون ) ته هم په مطبوعاتي او ادبي کړیو کې ډیر خلک خوشبین وو او یوشمیر یې لا هم ننګه کوي ، خو دوی چې تودو صندلیو ته خوبونه کوي له هغو ورځنیو جنایاتو ناخبره دي چې هره ورځ دهمدې پاڅونوالو ( اربکیانو ) په لاس په افغان اولس ترسره کیږي ، دغه دمغزو خاوندان دخپل ستراتیژیک لید له مخې باور لري ، چې دشلګر او نورو سیمو اربکیان دپنجاب دنامرئي یرغل په مقابل کې دافغانستان ساتونکي دي ، خو د ډولا له واقعې دوی دا زده کولای شي چې هغه څوک دي ، چې افغاني ناموس ترپنجابه رسوي ، او هلته یې بې سرپرسته دپردیو رحم او کرم ته پریږدي .