کور / تازه خبرونه / كندهار:د ځانمرګي بريد تلفات ۲۳ تنو ته ورسيده

كندهار:د ځانمرګي بريد تلفات ۲۳ تنو ته ورسيده

په كندهار كي ځانمرګي بريد ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
د كندهار په نړيوال هوايي ډګر كي د ملي اردو د روغتون ريس ډاكټر سيدعظيم حسني وايي چي دغه ځانمرګي بريد د صرف موټر څخه په ګټه اخيستنه پر بهرنيو ځواكونو تر سره سوي .
د حسني په خبره چي د يادي پيښي څخه يي ددوي روغتون ته ۱۹ تنه ټپيان ور وړي چي په هغوي كي ۲ تنه بهرني او يو د ملي اردو سرتيري شامل دي او پاته نور يي ملكي كسان دي .
حسني وايي چي د پيښي څخه يي ۴ تنه وژل سوي هم وروړي چي په وژل سوو كي يو بهرني سرتير او دري ملكي كسان دي .
هغه په ټپيانو كي د ۱۰ تنو حالت د انديښني وړ وبلي .
له بلي خوا د كندهار د امنيه قومانداني وياند غورځنګ افريدي وايي چي په دي پيښه كي ۱۵ تنه ملكي كسان چي ۱ د ملي اردو او ۳ بهرني سرتيري پكښي شامل دي ټپيان سوي
او دوه تنه ملكي كسان وژل سوي دي .
د پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي
نور وروسته …