ديرش دقيقي مخكي د كندهار د نړيوال هوايي دګر مخي ته د موټر په ذريعه ځانمرګي بريد سوي .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل د پيښي پخلي كوي او وايي چي د پيښي د تلفاتو په اړه به وروسته معلومات وركړو .
د فيصل په خبره چي ځانمرګي بريد د موټر څخه په ګټه اخيستنه تر سره سوي .
خو يوي سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چي په ياده پيښه كي لس تنه ملكي كسان ټپيان سوي دي .
د پيښي په اړه لا تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي .