بي بي سي په يو خبر کې وايي د بښنې نړيوال سازمان ( امنسټي انټرنشنل ) پاکستان تورن کړى چې د افغانستان له پولو سره نژدې په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو د زرگونو سرغړونو په مخنيوي کې پاتې راغلى.په رپوټ کې ویل شوي، چې د تېرو ۱۰ کلونو له جګړو، تاوتریخوالي او وسله والو فعالیتونو وروسته په دې سیمو کې د بشري حقونو یو بحران رامنځ ته شوی او حکومتي او غیر حکومتي کسان خپلسري فعالیتونه کوي.په دغه رپوټ کې، چې (د پاکستان په قبایلي سیمو کې د حکومتي پوځیانو او طالبانو زور زیاتی) نوم ورکړل شوی، راغلي چې که یو لور ته پر پاکستاني پوځیانو د دې سیمو د ځیني خلکو د نیولو او د بند په موده کې د دې کسانو د وژل کېدو تورونه دي، نو بل لور ته طالبانو هم د تښتول شویو سرتېرو او د جاسوسۍ په تور د نیول شویو کسانو د وژنو لړۍ جاري ساتلې.امنسټي انټرنشنل په خپل تازه رپورټ کې ويلي، د قبايلي سيمو سړي او ځوانان د حکومتي پوځيانواو طالبانو دواړو له خوا ګواښل کېږي.رپورټ د يوشمېر پېښو جزييات په ډاگه کړي چې پوځيانو د کلونو لپاره خلک بنديان کړي او وهلي ټکولي دي.دغه راز سازمان په خپل رپوټ کې وايي پوځيان له دې کبله په خلاص مټ او معافيت سره عمل کوي چې قبايلي سيمې د پاکستان د نورو سیمو په پرتله جلا قانوني سيسټم لري.ه رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې په قبایلي سیمو کې د قانون پلي کولو لپاره د پاکستاني حکومت له لوري د نوي امنیتي قانون اجرا امنیتي ځواکونو ته د اوږدې مودې لپاره او ډله ییزو نیونو اجازه ورکوي، چې دا کار د بشري حقونو له نړیوال معیار سره سم نه دی.په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومتي واکمنۍ په نه شتون کې د امریکا متحده ایالتونو د ډورن په وسیله د هدفي وژنو یو پروګرام جاري ساتلی، چې د نه شفافیت له امله اندېښمنوونکی دی.په رپوټ کې ویل شوي، چې طالبان او نورې وسله والې ډلې د دې ټولنې لپاره په یوه ګواښ اوښتي او په تېرو ۱۰ کلونو کې د دوی په بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.د امنسټي انټرنیشنل په وینا په هغو سیمو کې، چې د طالبانو په ولکه کې دي، طالبان په غیر قانوني توګه وژنې کوي.د دغه سازمان د مسوولینو په وینا د طالبانو نیمه عدالتي فعالیتونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو له مخې د عدلي سیسټم له بنسټیزو معیارونو سره هم برابر نه دي. “په رپوټ کې ویل شوي، چې په قبایلي سیمو کې د قانون پلي کولو لپاره د پاکستاني حکومت له لوري د نوي امنیتي قانون اجرا امنیتي ځواکونو ته د اوږدې مودې لپاره او ډله ییزو نیونو اجازه ورکوي، چې دا کار د بشري حقونو له نړیوال معیار سره سم نه دی.”دغه راز په رپوټ کې د پاکستاني پوځ په اړه ویل شوي، چې د دوی له خوا نیول شوي ډېر کسان د زور زیاتي شکایت کوي او یو شمېر نور یې بیا له نیول کېدو وروسته هېڅ کله نه دي لیدل شوي.په رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستاني محاکمو تر اوسه پورې د پاکستاني پوځ امنیتي ځواکونو یا څارګرو ادارو هېڅ یوه غړي ته په قبایلی سیمو کې د دې سیمې د خلکو ځورونې، زورزیاتي او یا په غیر قانوني توګه د وژنې د تور یا د هغه د تحقیق پر بنسټ سزا نه ده ورکړې.د سازمان په وینا په هیڅ ډول پېښه کې دغه سیسټم د تاوتریخوالي او بد چلند د مخنیوي لپاره ګټور نه دی، ځکه له همدې امله پوځیان له محاکمه کېدو خوندې دي او دغه راز زنداني کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له مدافع وکیل یا خپلې کورنۍ سره وویني، چې له همدې کبله دغه قانون له بشري حقونو سره هم په ټکر کې دی.له رپوټ سره سم اوس هم ۸۹۵ کسان په (توقیف ځایونو) کې ساتل کېږي، چې هلته وهل ټکول کېږي او ان د وژل کېدو ډار یې هم شته، دا هم معلومه نه ده، چې دغه کسان به کومې محکمې ته وړاندې شی او که نه او که وړاندې کېږي، نو کله.؟