په پخوا وختونو کي د یوه غره پر سر یو کلی وو چي ټولو مرغانو په هغه کي یوځای ژوند سره کاوه. د ورځي به دوی ټوله کارونه په ګډه سره کول. ماښام به ئې اتڼ کوی او غزلي به ئې ویلې.
د کلي په مابینځ کي به تل یو غټ اور بل وو او هیڅ کله ئې مړ کېدو ته نه پرېښوی. خو یوه شپه، د دوی هېر سو چي پر اور نور لرګي کښېږدي نو چي سهار راویښ سوه اور مړ وو. مرغانو وویل:
– اوس به موږ څه کوو؟ زموږ اور خو باید تل بل وي مګر څرنګه او په څه ډول ئې ولګوو؟
د دوی مشر (چرګ) وویل:
– زه به ولاړسم لاندي او یوه چاره به وکړم.
بېله دې څخه چي وخت ضایع کړي والوتی. په لږ وخت کي ئې یو کور پیدا کړ نو ورغی. که ګوري چي هلته یوه کوچینۍ نجلۍ د اور څنګ ته ناسته ده. نجلۍ چرګ ته سلام ورواچوي او ورته وې ویل:
– څه پېښه ده؟
چرګ ورته وویل چي:
– زموږ اور مړ سوی دی او زما اور په کار دی.
نجلۍ ورته وویل:
– ته کولای سې زما سره ژوند وکړې. زه به تا ډېر ښه وساتم.
خو چرګ مازي د اور څخه یو لګېدلی لرګی واخیستی او په هوا سو. نجلۍ پسي نارې کړې:
– لږ تر لږه خو راته ووایه چي ته چیري ژوند کوې!
چرګ وویل:
– زه په هغه کلي کي چي د غره پر سر دی ژوند کوم.
د نجلۍ چرګ ډېر خوښ سو او غوښتل ئې چي وئې ساتي نو کله چي د نجلۍ مور او پلار کور ته راغله، نجلۍ د دوی څخه وغوښته چي دوی ولاړسي او چرګ پیدا کړي. مور او پلار ئې ومنل، دوی غره ته ولاړه او د چرګ د لیدلو لپاره منتظر سول. اول طوطي راووتی، ورپسې توتکۍ، بیا کوتان او وروسته چرګ. نجلۍ چرګ ته ورنارې کړې:
– راسه چرګه. وګوره چي موږ تا ته څه شي راوړي دي.
چرګ وویل:
نه، ته راسه!
نجلۍ وویل:
– زه یې نه سم دروړلای. ستا تحفه ډېره درنه ده. خو ته زورور ئې او په آسانۍ ئې وړای سې.
خو کله چي چرګ ورغی پلار ئې پر چرګ جالۍ واچول، وئې نیوی او کور ته ئې ورسره بوتی نو د هغه وخت څخه راهیسي، چرګ د انسانانو سره ژوند کوی.
موږ د دې څخه زده کوو چي هیڅکله د خلګو په غوړه مالۍ او خوږه ژبه مه خطاوزی.
( د اسټرالیا د هیواد څخه)