یوه ورځ سوی په خپل کور کي ناست وو چي یو واري د هغې کور وښورېدی لکه زلزله چي سوې وي. سوی وبېرېدی او کوښښ ئې وکړ چي دباندي راووزي خو دروازه نه خلاصېده. نو د کیلکین د خوا څخه ئې دباندي وکتل که ګوري چي فیل د هغه پر کور ناست وو، دروازه ئې په خپله شا بنده کړې وه او د هغه د سرای څخه یې مالټې خوړلې. سوی نارې کړې:
– احمقه! لېونیه!! ته فیل نه یې، ته خر یې!!! که ته زما مالټې خورې لږ تر لږه دومره پام خو وکړه چي زما کور را چپه نه کړې!!
فیل د سوی نارو ته هیڅ پام ونه نیوی خو د نورو خلګو پام ورواووښتی او په لږ وخت کي ډېر خلګ راټول سوه. فیل وشرمېدی او کوښښ ئې وکړ چي سوی آرام کړي. ویې ویل:
– چپ سه! چپ سه! تا خو هم زه ډېر په عذاب کړی یم خو ما هیڅکله نارې نه دي درباندي وهلي.
سوی نارې کړې:
– هو، مګر ما هیڅ کله ستا کور نه دی درچپه کړی! زه به ستا سره جوړ سم!
فیل ته درد ورغی او وې ویل:
– ته ما ته اخطار راکوې؟ که زه وغواړم زه کولای سم چي تا داسي چختاڼ کړم لکه مالټه چي تر پښې لاندي کړم!
سوی چغي کړې:
– ته ما نسې چختاڼولای! ته به تر ما غټ ئې مګر زه پر تا زورور یم! که ئې نه منې راځه چي سبا جنګ وکړو او بیا به معلومه سي چي څوک زورور دی!
فیل وویل:
– ښه دی!
سبا بیخي ډېر خلګ د جنګ د لیدلو لپاره راټول سول او باز ئې قاضي کړی چي فیصله وکړي نو باز وویل:
– تاسي دواړه حق لری چي خپل حریف درې واري پرله پسې ووهی. هر چا چي د ځان څخه دفاع وکړه او یا د لاري څخه ایسته سو او یا دا چي وتښتي، هغه جنګ بایلي.
د دواړو خوښه سوه. سوی اول شروع کړه خو د دې دمخه چي فیل ووهي ورته ویې ویل:
– مه بېرېږه پنډه. زه تا ټینګ نه وهم. زه مازي تا په یو شی ولم.
له دې سره ئې د خپل جېب څخه یو ژوندی موږک راوایستی او فیل ته یې وروغورځوی. فیل یو ډېر غټ او قوي حیوان دی خو د یوه شی څخه ډېر بیریږي او هغه موږک دي. نو کله چي فیل موږک پر خپل سر احساس کړ، غټه ناره یې وکړه او وغورځیدی لکه اور چي یې اخیستی وي او لېونی لېونی کېدی. سوی ورناري کړه:
– ودرېږه! دا مي یوازي اول واری وو. دا دوهم مي هم درونیسه!
یو بل موږک یې وروغورځوي. دغه موږک د فیل غوږ ور په غاښ کړ چي دا نو د فیل لپاره بس سو. مخ یې واړوی او وتښتېدی او سوی جنګ وګټی.
موږ د دې څخه زده کوو چي هیڅکله باید تر ځان کوچینیانو ته په کښته سترګه ونه ګورو.
( د امریکا د هیواد څخه)