پېښور : په پېښور ښار کې د افغانستان او پاکستان د ازادو خبريالانو ترمنځ (د امن لپاره تړون) په نوم درې ورځنى کنفرانس پيل شو.دغه کنفرانس، چې تېر ماښام ناوخته پيل شو، په کې د دواړو هېوادونو ګڼو خبريالانو ګډون کړى دى.د کنفرانس سمبالوونکي او په پېښور کې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر شوکت خټک وويل، چې دغه کنفرانس د هغو خبريالانو د نمانځنې په موخه دى، چې په دواړو هېوادونو کې يې د امن لپاره قربانۍ ورکړي او وژل شوي دي.نوموړي زياته کړه: ((موږ د دواړوو خواوو خبريالان بايد پر دې خبرې وکړو، چې موږ څنګه کولاى شو، د امن لپاره کار وکړو.))د هغه په وينا، تر اوسه خبريالانو په دواړو لورو کې داسې رول نه دى لوبولى، چې د پرمختګ، بيارغونې او سولې لپاره ګټه وکړي.خټک وويل، په دغه کنفرانس کې به پر دې هم خبرې وشي، چې د سولې او امن لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ کومې هلې ځلې روانې دي او په دې کې خبريالان څنګه رول لرلاى شي.د غونډې په ترڅ کې د پېښور پرېس کلب مشر ارشد عزيز غوښتنه وکړه، چې بايد د افغانستان او پاکستان خبريالان په ګډه يوه اتحاديه جوړه کړي، چې ترمنځ يې اړيکې پياوړې شي.د افغانستان د خبريالانو په استازيتوب د بي بي سي خبريال ببرک مياخېل وويل، چې د دواړو سيمو ملتونه ګډ روايات لري او په ښه ډول کولاى شي، چې د يو او بل ستونزو ته ورسيږي.د خيبر پښتونخوا مشر وزير بشير بېلور د غونډې په پاى کې وويل، چې اوس حالات بدل دي، افغانستان يو ازاد او خپلواک هېواد دى، د هغو خلکو هڅې به هېڅکله کاميابې نه شي، چې په سيمه کې نا امني غواړي.د هغه په وينا، افغانستان، پاکستان او امريکا په خپل منځ کې د باور فضا نه لري او که چېرې د دوى ترمنځ باور رامنځ ته شي، ټولې ستونزې هواريږي.د سولې تړون تر سرلیک لاندې په دغه درې ورځنی کنفرانس کې، چې د ازادو رسنیو د مرکز له لوري رابلل شوې پر پاکستانيو هغو سربیره شاوخوا شل تنه افغان ژورنالیستان هم ګډون کوي.د ازادو رسنیو مرکز مشر شوکت خټک د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې د مطبوعاتو رول مهم وباله او ويې ویل، چې همدې ټکي ته په پام يې د افغانستان و پاکستان له بیلابیلو سیمو نه یوشمیر ژورنالیستان او د نظر خاوندان رابللي، چې په سیمه کې د موجودو مشکلاتو پر وجوهاتو او حل لاروسره وغږیږي :ددې کنفرانس د جوړیدو هدف دادی، چې موږ څنګه کولی شو خپلې اړیکې دومره پراخې او ټینګې کړو چې د سیمه ييزو مسایلو، د دولتونو ترمنځ کشالو، نا امنیو او نورو هغو ستونزو ته چې دا وخت د دواړو هیوادونو ولسونه ورسره لاس و ګریوان دي یا ترې اغیزمن کیږي د هغو حل لارې ولټوو.پر دې به هم بحث کیږي چې مطبوعات ددغو مسایلو په حلولو کې څنګه کولی شي فعال کردار ولوبوي)خټک همداراز وايي، چې د دواړو خواوو ژورنالیستان به د سیمه ييزو مشکلاتو، ترهګرۍ، د دولتونو ترمنځ د مشکلاتو پر عواملو او هم پر حل لارو يې بحث کوي.له خوسته راغلی افغان خبريال الیاس وحدت شکایت کوي، چې د دواړو هیوادونو په مطبوعاتو کې ژورنالستیک توازن نه لیدل کیږي او د دولتونو په شان پر یو بل بیځایه تورونه لګوي، خو دې ته هیله من دی، چې دغه ډول غونډې به د حقایقو په رابرسیره کولو کې تر ډيره کارنده ثابتې شي :دا ډول غونډې کولی شي، چې ولسونو ته روان واقعیتونه په ډاګه کړي، د واقعیتونو په بیا بیا تکرار سره کیدای شي چې اصل انځور څرګند او د منفي ذهنیت کچه ورو ورو راټيټه شي.د همدې هڅو په نتیجه کې به داسې وخت راشي چې پر حکومتونو باندې د ولسونو فشار زیات شي، چې هغه ستونزې له منځه یوسي او د ولسونو دبهبود لپاره تلپاتې دوستانه اړیکې ټینګې کړي)نوموړی وايي، دواړه لوري باید واقعیتونو ته په پام ولس ته د حقایقو رښتینی تصویر وړاندې کړي او د موجودو مشکلاتو په هواري کې خپل مسوولیت ولوبوي.د پاکستان د نا امنه قبایلي سیمې کرمې ايجنسۍ نه راغلی خبريال اقبال حسین اقبال د دواړو ولسونو ترمنځ اړيکې نه بیلیدونکي ګڼي او وايي، چې مطبوعات کولای شي هغو ته لا پراختیا او وده ورکړي: ژبه مو مشترکه ده، دود دستور او عنعنات مو مشترک دي، نو بیا ولې په ځینې مواردو کې سره دومره لرې یو؟که دا سلسله همداسې دوام وکړي نو ډير زر به پرتې ستونزې حل او د افغانستان و پاکستان ترمنځ د دوستۍ فضا قایمه شي)د کنفرانس د اجنډا له مخې دواړه لوري به په سیمه کې د ناکراريو پر وعواملو او حل لارو هم غږیږي، له ننګرهاره راغلی افغان خبريال ببرک میاخیل په اوس وخت کې سوله تر هرڅه مهمه ګڼي او غوښتنه کوي، چې مطبوعات هم باید په دې لړ کې خپل مسوولیت ترسره کړی :په اوس وخت کې له مطبوعاتو نه تر ټولو ستره هیله او تمه داده چې باید د سولې لپاره غږ پورته کړي.باید د خلکو د ذهنونو د رغونې لپاره کار وشي، چې زما په باور مطبوعات کولی شي په دې لړ کې د پام وړ کار وکړي)په پيښور کې د افغانستان و پاکستان د ژورنالیستانو دا دوه اړخیزه غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې یولړ مهمو پيښو د کابل او اسلام اباد ترمنځ روابط له خنډونو سره مخامخ کړي دي.د کنفرانس ګډونوال هیله من دي، چې ژورنالیستان او د رسنیو مسوولین کولی شي نه یواځې ددغو مشکلاتو په هواري بلکې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د پام وړ کار وکړي.