کور / تازه خبرونه / دښارجوړولو وزير:په لوګر کي به نوي ښارګوټي جوړ سي

دښارجوړولو وزير:په لوګر کي به نوي ښارګوټي جوړ سي

دهيواد دښار جوړولو وزير محمد حسن الاهي ديو پلاوي په ملتيا لوګر ولايت ته سفر وکړ.

نوموړي په دغه ولايت کې دوالي اقبال عزيزي د ادارو چارواکو ،قومي مشرانو سره وکتل او دلوګر مرکز،او ولسواليودښار جوړولوپه اړه خبرې وکړې .

قومي مشرانو او دولتي چارواکو دښارجوړولو له وزير څخه وغوښتل ،چې دمرکز پل عالم او نورو ښار ګوټو دپراختيا په برخه کې ورسره مرسته وکړي .

قومي مشرانو له وزير څخه وغوښتل ،چې لوګر ولايت دکر او داوسيدلوله پاره کمې ځمکې لرې نو په کار ده ،چې په دغه ولايت کې په بيلابيلو ځايو نو کې ښارګوټي جوړ کړای شي ،

قومي مشرانو داهم وويل ،چې په لوګر ولايت کې دځمکو دعضب لړۍ په چټکۍ روانه ده او دولت ېې بايد په کلکه مخه ونيسي .

دلوګر والي اقبال عزيزي دښارجوړوړولو له وزير څخه وغوښتل چې مرکزي اداره دې په دې ولايت کې دځمکو دعصب موضع ته پاملرنه وکړي ترڅو دخلکو ترمنځ دشخړو مخه ونيول شي .

نوموړي داهم وويل ،چې دښارجوړول وزارت دې اړونده وزارت سيمه ايزې ادارې بايد تقويه کړي تر څو ېې چارې هم ښې پرمخ لاړې شي .

دښار جوړولو وزيرحسن الاهي په خپلو خبرو کې وويل:په لوګر ولايت کې ېې په بيلابيلو برخو کې درې ښار ګوټې جوړکړې او له دې وروسته به يو شمير نور ښارګوټي هم جوړ کړل شي .

نوموړي وويل چې دلوګر ولايت دمرکز او ولسواليو دښار ګوټو دپراختيا له پاره ېې نوي پلانونه جوړ کړي ،چې په دوو ولسواليو کې به ډير ژر پلي شي .

همدارنګه دښار جوړولو وزير وويل:چې دراتلونکي ۹۲ کال کې به هم په لوګر ولايت کې زياتې پرمختيايي پروژې پلې شي .

ياده دې وي ،چې له تيرو څو مياشتو راهيسې لوګر ولايت دوزيرانو او نوور لوړپوړو چارواکو دليدنې لړۍ روانه ده چې وړاندې له دې دمخابراتو،عامې روغتيا،پوهنې اوداوبو بريښنا وزيرانو ليدنه کړې وه.