کور / تازه خبرونه / سپنتا دپاكستاني مشرانوسره وكتل

سپنتا دپاكستاني مشرانوسره وكتل

اسلام اّباد


 دپاكستان اولسمشر پرويزمشرف اوصدراعظم يوسف رضا ګيلانى دافغانستان دبهرنيوچارو دوزيررنګين دادفرسپنتا سره په جلا جلا توګه په اسلام اّباد اوپينډۍ كښې وكتل دغو مشرانو په افغانستان كښې دترهګرۍ خلاف په مبارزې دنړيوال امنيت داوږدمهالو تګلارو دعملى كولو او په نورو دوه اړخيزو ستونزو خبرې وكړې اولسمشرمشرف اوصدراعظم يوسف رضا ګيلانى وئيلى دى چې پاكستان دالقاعده ملاماته كړې ده دترهګرۍ دمخنيوى لپاره دافغانستان او پاكستان ترمنځ داستخباراتى معلوماتودراكړې وركړې دمركز د جوړيدلو ضرورت دى ، پاكستان په افغانستان كښې بشپړ امنيت غواړى دهمدې امنيت لپاره پكار دى چې دواړو هيوادونه په ګډه ترهـګرۍ ته ماتې وركړى دپاكستان حكومت غواړىچې دخپل ګاونډى افغانستان سره دبيارغونې په لارو چارو كښې هرډول ممكنه مرسته وكړى ځكه چې دافغانستان امنيت نه يوازې دپاكستان بلكې دټولې سيمې په ګټه دى په دې كتنو كښې دافغانستان او پاكستان ترمنځ تجارتى، اقتصادى ، كلتورى او په نورو اړخونو كښې يوبل سره خبرې وكړې او وې وئيل چې دافغانستان او پاكستان تجارتى اړيكې ددواړو هيوادونو په ګټه دى