په هلمند كې په نيشه يي توكود روږدوكسانولپاره د يوه كمپلكس د جوړولوتړون لاسليك شو
د هغه سفرپه ترڅ كې چې تېره ورځ له نيشه يي توكوسره د مبارزې وزيرضراراحمد مقبل اوپه افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتوسفيرستيفن مافرلنډ اوپه جنوب لويځ زون كې د ايساف د قوماندان ډگروال سټروټ سكټس لخوا هلمند ولايت ته ترسره شود هلمند له والي الحاج محمد نعيم سره يې په دې ولايت كې په نيشه يي توكود روږدوكسانود درملنې لپاره د يوه كمپلكس د جوړولوتړون لاسليك كړ.
وروسته نوموړولوړپوړومسؤلينوپه هغه لويه غونډه كې هم برخه واخيسته چې ددې ولايت د سلگونوقومي مشرانو،ديني عالمانواوپه ولسي جرگه كې د هلمند د خلكود استازوپه گډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې له نيشه يي توكوسره د مبارزې وزيروويل چې دوى د نيشه توكوپه وړاندې جدي مبارزه كوي اوددې ناوړه پديدې عاملين د قانون منگولوته سپاري.
د نوموړي په وينا چې وزارت يې په پلان كې لري چې د ټاكل شوې بوديجې له مخې په دې ولايت كې يوشميرپرمختيايي پروژې پلې كړي اوغوښتنه يې وكړه چې د هلمند اوسيدونكي بايد د نيشه يي توكوپه وړاندې په مبارزه كې له دولت سره هراړخيزه مرسته وكړي ترڅوكچه يې صفرته راټيټه شي.
په دې غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل چې دوى په روان كال كې د نيشه توكوپه وړاندې جدي مبارزه پيل كړې اود دوى په هڅودا مهال د هلمند په هغه سيموكې چې امنيت يې خوندي دى د كركچه يې صفرده اوهڅه يې داده چې په نوروسيموكې هم دا كچه راټيټه كړي.
د نوموړي په ويناچې ددې ولايت د كروند گروټولې ستونزې يې اړونده لوړپوړوچارواكوته رسولى اوهيله من دى چې په دې برخه كې به مثبتې لاس ته راوړنې ولري.
له غونډې وروسته يادوچارواكوپه يوه خبري غونډه كې هم برخه واخيسته اود خبريالانوبيلابيلوپوښتنوته ئې جوابونه وويل .