دآریانا تلویزیون اوافغانی رسنیودنن خبرله مخې دنړیوال شفافیت ( ترانسپرنسي انترنشنل ) .TRANSPARENCY INTERNATIONAL.
سازمان لخواپه يوه تازه خپورشوي راپورکې راغلي دی ،چي افغانستان، صوماليااوشمالي کوريادنړۍ تر ټولو زيات فاسداوبي کفایته هېوادونه اعلان شول.
دشفافيت نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) د پلټنو له مخې داداري فسادپه اړه خپل کلنې راپورنن خپورکړ.
ددغې ادارې په یوه کلني رپوټ کې راغلې ،چې دنړۍ په ۱۷۴ هېوادونوکې داداري فسادپه اړه څېړل شوي مالومات ښیي چي افغانستان ته یی دصوماليااو شمالي کورياسره يو ځاى لومړى مقام ورکړیدى.
د رپوټ دمعلوماتوله مخې، د ۲۰۱۲ کال په راپورکې افغانستان، صوماليا اوشمالي کوريا له ۱۰۰ څخه تر ټولوکمې اته، اته نمرې اخيستې دي.
داپه داسې حال کې ده،چې افغانستان د ۲۰۱۱ کال پر مهال په ۱۵ نومرو او په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۱ نومرواخيستلوسره دويم مقام خپل کړى و.ولي نن په خواښیني سره افغانستان دفاسدواوککړوهیوادونو په ډله کي لمړي مقام ته ځان ورساوه اودنړۍ ترټولوبي کفایته،بډی اخیستونکي،بیروکرات، اودادري اواخلاقي فسادپه درلودلوسره دنړۍ لمړۍ درجي مقام لاسته راوړي اود فاسدوهیوادو په ډله کي راغلي.
په دې لېست کې په پاکستان هم د تېر کال په پرتله فساد زيات شوى اوله ۴۲ څخه ۳۳ ته راټيټ شوى، هندوستان په دې لېست کې ۳۶ مفسد هېواد دى.
دیادولوړده چي افغانستان دکوکنارو،تاریاکو،هیریوئینواونشه یی توکوپه کرلواو تولیدولوکي هم دڅوکاله راهیسي د نړۍ دټولو هیوادو په سرکي کرارلري.