د افغانستان په اوسني سیاسي پړاو کې چې له 2002م څخه پیل شوی، څو سکتورونو واقعاً پرمختګ کړی: مخابرات، بانکونه، هوایي ترانسپورت، لویې لارې، پوهنه، روغتیا او مطبوعات. د کال 2002م د جنوري په 15 د لڼدمهاله ادارې مشر حامد کرزي د افغانستان مطبوعاتو نوی قانون لاسلیک کړ. اوس – اوس په افغانستان کې نژدې 60 ټلویزیونونه، 140 اف – ام راډیوګانې، په سلګونو چاپي رسنۍ (ورځپاڼې، اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ)، خبرې اژانسونه، ویب پاڼې، میډیا کلپونه او د رسنیو اتحادیې شته چې له تېرو وختونو سره نه شي پرتله کېدای!
دا رسنۍ ځنې په ملي کړیو پورې اړه لري، هغه کسان چې د افغانستان له پاره فکر کوي. ځنې د سیاسي سوداګرو په ولکه کې دي، هغه چې یو ځلې ځان سهار خرڅوي او بیا مازدیګر او د ځان او وجدان د خرڅولو ریکارد یې له هیچا څخه پټ نه دی. ځنې د پردیو هېوادونو د استخباراتو دي چې د څو تش په نامه افغاني څېرو شاته پټ شوی او خپل اغراض مخکې وړي. ایران او پاکستان په دې منځ کې لوی لاس لري او په لسګونو رسنیو ته پیسې ورکوي. د ایران ونډه تر پاکستان دا ډېره اوچته ده.
ځنې په تنظیمونو او نورو وسله واله ډلګیو پورې اړه لري چې خپلې – خپلې اجنداوې لري. ځنې په کورنیو او بهرنیو NGO ګانو پورې اړه لري چې موقتي موخې لري او ژر مري. ولسمشر او ملګري یې خپلې رسنۍ لري او تر ټولو جالبه دا ده چې مافیایي کړۍ، د جنګي جرمونو مرتکبین، د عدالت دښمنان او د وطن ورانوونکي هم رسنۍ لري چې د کیش شخصیت له پاره خپرونې کوي او زهر شیندي.
د مسلې په بل اړخ کې د افغانستان د اوسني نسل ډېر ځوان فعالین په دې رسنیو کې کار کوي او غواړي چې خلکو ته رښتیانی خبرونه، معلومات او اطلاعات ورسوي. په افغانستان کې کمیټي د رسنیو پرمختګ په سیمه کې ساري نه لري؛ خو د دې پرمختګ کیفی اړخ ته هم باید پام وشي او رسنۍ هغه دریځ ته ورسول شي چې ورته ښایي. د افغانستان اوسنۍ ځنې مسووله رسنۍ د دولت په دری ګونو قواوو (اجراییه، مقننه او قضاییه)، په ولسمشر او د ده په مرستیالانو، په افغانستان کې په میشتو بهرنیو ځواکونو، په ګاونډیو هېوادونو، د اقتصاد د دولتي او خصوصي برخو په فعالینو او نورو مسوولینو نیوکې کوي، ګردي میزونه جوړوي، بحثونه کوي او د خلکو اذهان روښانه ساتي؛ خو ځنې رسنیو بیا د تمویلوونکو اجنسیو د پلانونو له مخې، خپل ملي مسوولیتونو له پامه غورځولي او داسې خپرونې کوي چې د افغانستان په اوسني بحراني حالت کې د زهرو حیثیت لري او روانې جګړې ته زور ورکوي.
په دې ډله کې ځنې رسنۍ د افغانستان وروڼه خلک په قومي او قبیلوي نښو بیلوې او څوک په چا ښاغلي بولي! ځنې بیا د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتو او افراطي مذهبې کړیو په لمسون په افغانستان کې سني، شیعه اور ته لمن وهي، څوک د تلپاتي جهاد او مجاهدینو سندرې بولي او ځاني ګټې لټوي، څوک د مدني او عصري خپرونو په نامه د پردیو کلتور راولي او داسې مبتذل نشرات کوي چې د دې هېواد د خلکو له دیني باورونو، دودونو او پرنسیبونو سره په ټکر کې دي او نه جبیره کېدونکي زیانونه رسوي.
له بده مرغه چې په افغانستان کې د قانون د تطبیق روحیه دومره کمزوري ده چې په هیڅ حسابیږي. د رسنیو اتحادیې هم دومره پیاوړې نه دي چې د رسنیو مالکین او کارکوونکي د قوانینو او مسلکي معیارونو او اصولو تطبیق ته راوبولي او په عین حال کې د رسنیو د کار اخلاقي کودونه هم په پام کې نه نیول کیږي؛ نو په داسې شرایطو کې داسې وېره منځ ته راځي چې خدای مکړه د ولسواک نظام دا څلورم رکن یا مطبوعات هم خپله دنده لکه څنګه چې ښایي، سر ته نه رسوي او کله نا کله هېواد او هېوادوالو ته زیان اړوي. په داسې شرایطو کې په دولت کې د ننه او له دولت څخه د باندې مسلکي، هېوادپاله او ژمنو کادرونو او مسوولینو دنده جوړیږي چې په اوسني افغانستان کې د مطبوعاتو د پر مخ تلونکي او مثبت بهیر تر څنګ، د مطبوعاتو د اغېز په مسله ژور غور وکړي او داسې لارې چارې ومومي چې رسنۍ د افغانستان د پرمختګ د ارمان د پوره کېدو تر څنګ، خلکو ته رښتیاني خبرونه، اطلاعات او معلومات ورسوي، د خلکو د اذهانو د روښانه کولو له پاره هڅې وکړي، ځوان نسل خپلو درندو راتلونکو اسلامي، انساني او افغاني مسوولیتونو ته ځير کاندي، په خلکو کې د هېواد پالنې روحیه پیاوړې کړي، د ملي یووالي اړتیا روښانه کړي، د تمدنونو د نژدیوالي او تفاهم پيغام خپور کړي، د هېواد بچیان لویوالی، ستر فکر، ښه درس او تعلیم ته وهڅوي، د فضایلو او رذایلو په عواملو او دلایلو خبرې وکړي او زموږ خلک د سانیو ګډو ګټو د ارمان د پوره کېدو له پاره لیواله او یو موټی وساتي. که داسې وشي، رسنیو به د افغانستان په اوسني ډېر بحراني حالت کې خپل مسوولیت سر ته رسولی وي او که نه د هېواد سبانی تاریخ به د دوی کار او عمل هم په تورو کرښو ثبت کاندي!