کور / تازه خبرونه / ٢١ وسله الو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

٢١ وسله الو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

په زابل کې دافغان او نړيوالوځواکونو په پيل سويو عملياتوکې نهه وسله وال وژل سوي او دوولس نور ژوندي نيول سوي دي .
دزابل سرپرست والي محمد جان رسوليار وايې ، چې دغه عمليات د تېر ي يوي اونۍ راپديخوا د دې ولايت په مرکز او ولسواليوکي پيل سوي دي .
د رسوليار په خبره په عملياتوکي نړيوالوځواکونو هم دهوايي ځواک څخه کار اخيستي چي په ترڅ کې يي ۹ وسله وال وژل سوي او۱۲ نور ژوندي نيول سوي دي .
د زابل سرپرست والي وايي چي په سيمه کې ددوي لنډ مهال عمليات اوس هم روان دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .