کراچۍ: د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستان سوداګريز ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د دوشنبې/دونۍ پر سهار د يوې مدرسې پر استاذ ډزې کړې او وژلی يې دی.دغه استاذ مولانا محمد اسماعيل نومېده چې د کراچۍ ګلشن اقبال سيمه کې وژل شوی دی.د وژنې له پېښې وروسته سيمه کې امنيتي وضعه ترينګلې شوې ده.پوليسو ويلي کېدی شي دا د فرقه يي تاوتريخوالي پېښه وي.په ګلشن اقبال کې د قهرجنو کسانو په يوه بريد کې پنځه ګاډي سوځول شوي، او د ګاډيو اورلګېدنو له امله سړکونه تړل شوي وو.پوليس وايي مولانا محمد اسماعيل د احسن العلوم سني مدرسې استاذ و، او د ګلشن اقبال سيمه کې اوسېده.د دوشنبې پر ورځ له خپل استوګنځي سره څېرمه مدرسې ته پر لار و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او د پېښې په ځای کې يې ساه ورکړه.په کراچۍ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر قاري عثمان رسنيو ته ويلي چې مولانا محمد اسماعيل احسن العلوم مدرسه کې د حديثو استاذ و، او له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د ښوونې او روزنې سره تړاو درلود.ښاغلي عثمان ويلي چې محمد اسماعيل خپلې زده کړې هم په احسن العلوم مدرسه کې کړې وې، او له همدې مدرسې فارغ شوی و.پر مولانا اسماعيل د بريد پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.د ده له مرګ وروسته د کراچۍ دغې سيمې خلک وپارېدل، او قهرجنو خلکو د ګلشن چورنګي، نيپا، ابو الحسن اصفهاني روډ او راشد منهاس روډ سړکونو کې پر ګاډيو بريدونه کړي، چې له امله يې پنځه ګاډي سوځېدلي، او په ځينو سيمو کې يې ټايرونو ته اور اچولی دی.دغه مدرسه چې مولانا اسماعيل په کې ښوونه کوله، د محرم مياشتې پر لسمه يې پر زده کوونکيو هغه مهال بريد وشو چې له مدرسې سره څېرمه يوه چای خونه کې راغونډ شوي وو.په هغه بريد کې ۷ تنه زده کوونکي وژل شوي وو.پوليس وايي دا روښانه نه ده چې ولې يو ځانګړی ښوونځی دوه ځله په نښه کېږي.مولانا محمد اسماعيل په داسې حال کې وژل کېږي، چې کراچۍ کې فرقه يي تاوتريخوالی په زياتېدو دی.د کراچۍ امنيتي ځواکونه د مولانا اسماعيل له جنازې وړاندې په لوړه کچه تيارسۍ حالت کې دي.